ads

د اداري فساد پر وړاندې د ملي وحدت حکومت جدي ګامونه

حکومت په لوړه کچه د اداري فساد په تور د یو شمېر چارواکو دندې تعلیقول او په دې برخه کې له هغوی نه جدي څېړنې دا په ډاګه کوي چې ښايي د ملي وحدت حکومت تر دې وروسته د اداري فساد په وړاندې جدي ګامونه واخلي. حکومت په لوړه کچه د اداري فساد په تور […]

نویسنده: The Killid Group
9 غبرګولی 1394

حکومت په لوړه کچه د اداري فساد په تور د یو شمېر چارواکو دندې تعلیقول او په دې برخه کې له هغوی نه جدي څېړنې دا په ډاګه کوي چې ښايي د ملي وحدت حکومت تر دې وروسته د اداري فساد په وړاندې جدي ګامونه واخلي.

حکومت په لوړه کچه د اداري فساد په تور د یو شمېر چارواکو دندې تعلیقول او په دې برخه کې له هغوی نه جدي څېړنې دا په ډاګه کوي چې ښايي د ملي وحدت حکومت تر دې وروسته د اداري فساد په وړاندې جدي ګامونه واخلي.

تېره ورځ رسنیو هغه رپوټونه خپاره کړل چې په کې د ښارجوړولو وزارت د هغو ۶ تنه لوړ پوړو چارواکو نومونه راغلي چې په لوړه کچه په اداري فساد تورن دي.

د مرکزي ښار جوړونې ريیس احمدشاه همت، د املاکو او اسکانو رييس محمد امین امین، د کور جوړونې د تصدي رييس احمد نواز بختیاري، د پنځمو مکروریانو د پروژې ريیس ګل رحیم زیارمل، د اپارتمانونو د مالي دفتر مسوول سید امان الهځ سادات او د اپارتمانونو د انسجام د دفتر مسوول محمدامین قانع هغه کسان دي چې لویه څارنوالي وايي قضیه به يې د یوه ټاکل شوي پلاوی له خوا په غور سره وڅیړل شي.

له بل لوري جمهور رييس اشرف غني د پنجشنبې په ورځ ناوخته د ښار جوړولو په وزارت کې د اداري فساد او بډو په تور د دغو شپږو لوړپوړو چارواکو د دندو د ځنډولو او ممنوع الخروجی امر ورکړ. د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر په خبر پاڼه کې راغلي چې جمهور رییس د پنجشنبې په ورځ په ارګ کې د ښار جوړولو وزارت له یو شمېر استازو او د لويې څارنوالۍ د سرپرست نور حبيب جلال سره ناسته درلوده.

په دې ناسته کې اشرف غني ويلي، که د یاد وزارت کوم کارکوونکی په دې برخه کې د عدلي او قضایي ارګانونو له لوري د بډو او ونډو په اخیستلو تورن او ملامت وپېژندل شو، نو له قانون سره سم به جزا ورکړل شي.

افغان حکومت په داسې حال کې د بډو او ونډو په تور خپل شپږ تنه لوړپوړي مامورين له دندو ګوښه کوي او له هیواده ممنوع الخروخ اعلانوي چې په تېرو ۱۳ کلونو کې نړیوالې ټولنې تل د اوچتې کچې فساد د شتون له کبله پر افغان حکومت انتقادونه کول.

عادي افغانان د حکومت دا اقدام ستايي او دا اقدام یې د ولسواکۍ په لور یو مثبت حرکت ګڼي چې کېدای شي له دوام سره يې د ولس او حکومت ترمنځ شته واټن له منځه لاړ شي. ولس وايي چې په تېر کې د حکومت او خلکو ترمنځ د واټن راوستلو لوی علت په لوړه کچه اداري فساد و چې د له منځه وړلو لپاره هيڅ راز اقدام نه کېده او حتی ډېر لوړپوړي دولتي چارواکي چې به په فساد تورن شول پخپله د حکومت لومړی کس به د هغه شفاعت ته راووت او یا هم که کومه دوسیه د فساد یاده شوه، تر لنډې مودې وروسته به په اړه يې چوپتیا غوره کېدله او بالاخره دا کار به د دې سبب شو چې لوړپوړي حکومتي چارواکي په لا لوړه کچه فساد ته مخه وکړي.

په تېرو څه دپاسه ۱۳ کلونو کې بلاناغه هره ورځ پر حکومت تور پورې کېده چې خپل لوړپوړي چارواکي يې په اداري فساد کې ښکېل دي او د هغوی په وړاندې هیڅ هم نه کوي. ولس تل دا وايه چې د مخدرو توکو، اداري فساد او د دولتي او شخصي ځمکو په غصب او د ناامنیو په خورولو کې یو شمېر لوړپوړي چارواکي لاس لري او نه پرېږدي چې د افغانستان وضعیت په سم لوري لاړ شي.

اوس چې حکومت د ښارجوړونې وزارت شپړتنه لوړپوړي چارواکي د اداري فساد په تور نیولي او دوسې يې په لويې څارنوالۍ کې په جریان کې دي، تمه ده چې ښې وارزول شي او چې په کې هر هغه چا فساد کړی وي، محاکمه شي. د ولس غوښتنه دا هم ده چې د فساد د مخنیوي لپاره یوازې د ښار جوړونې په وزارت اکتفا ونه شي بلکې په دوامدار ډول په ټولو کې تر تعقیب لاندې ونیول شي او فاسد کسان له دندو لرې او محاکمه شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA