د پاكستان د بلوچستان ايالت په مستونګ سيمه کې نامعلومو وسله والو ۲۱ تنه وژلي دي. دغه کسان له پښين نه کراچۍ ته پر لاره وو، چې د مستونګ کډکوچه سيمه کې نامعلومو وسله والو له دوو بسونو ښكته کړل.
د پاكستان د بلوچستان ايالت په مستونګ سيمه کې نامعلومو وسله والو ۲۱ تنه وژلي دي.
دغه کسان له پښين نه کراچۍ ته پر لاره وو، چې د مستونګ کډکوچه سيمه کې نامعلومو وسله والو له دوو بسونو ښكته کړل.
د رپوټونو له مخې، وسله والو له دوو بسونو څو تنه ښكته کړي وو او له پاكستاني سرتېرو سره تر نښتې وروسته يې ۲۱ تنه په ډزو ووژل، يو يې ټپي كړ او پنځه تنه يې خوشې کړل.
د بلوچستان د کورنيو چارو وزير سرفراز بګټي رويټرز خبري اژانس ته ويلي، چې بريد كوونكو د پاکستاني پوځ يونيفورم اغوستى وو او د بسونو له درولو وروسته يې پکې ناست کسان ښكته کړل.
د پاکستان د دولتي ټلويزيون په رپوټ کې ويل شوي، چې د بلوچستان اعلى وزير عبدالمالک بلوڅ په دې ايالت كې درې ورځنى ماتم اعلان کړى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


