ads

هغه پرېکړه چې کلونه پس لانجمنه او اواره شوه

څو كلنو ناخوالو كه له يوې خوا ګڼ افغانان له هېواده مهاجرتونو ته اړ كړل، نو ورسره په څنګ كې يې په كورني ژوند كې هم د افغانانو تر منځ ناسم درك، كم فكر، ناسمو پرېكړو او نه زغم ته لاره اواره كړې ده. څو كلنو ناخوالو كه له يوې خوا ګڼ افغانان له هېواده […]

نویسنده: TKG
6 غبرګولی 1394
هغه پرېکړه چې کلونه پس لانجمنه او اواره شوه

څو كلنو ناخوالو كه له يوې خوا ګڼ افغانان له هېواده مهاجرتونو ته اړ كړل، نو ورسره په څنګ كې يې په كورني ژوند كې هم د افغانانو تر منځ ناسم درك، كم فكر، ناسمو پرېكړو او نه زغم ته لاره اواره كړې ده.

څو كلنو ناخوالو كه له يوې خوا ګڼ افغانان له هېواده مهاجرتونو ته اړ كړل، نو ورسره په څنګ كې يې په كورني ژوند كې هم د افغانانو تر منځ ناسم درك، كم فكر، ناسمو پرېكړو او نه زغم ته لاره اواره كړې ده.

موږ همداسې يوه ستونزه ليدلې، پلټلې او مشاهده كړې ده، په دې كيسه كې صالح  او محمد خان د دوه كورنيو مشران دي. پخوانۍ راشه درشه يې ډېره ښه وه، خو د انقلاب سختو د صالح كورنۍ د بلوچستان تر پښين او د محمد خان كورنۍ په شاجوۍ کې مېشته كړه.

د محمد خان مور بيا له زوی سره نه وه، بلكې له خپلو نورو اولادونو سره يې په ګردجنګل كې اړولي وو، ځايي خلكو د محمدخان مور په مشرۍ او ملكۍ منلې وه چې ګڼو مشورو، پرېكړو او جوړجاړيو كې به يې له دې پرته بل چاته مراجعه نه كوله.

هغه د سيمې واكداره او مشهوره ښځه وه، پرېكړې يې ټولې په خپل لاس كولې او د كورنۍ د غړو مشوره يې هم حتى نه اخسته، خو اوس چې وخت خپل ګڼ پړاوونه وهلي؛ نو د دغې ښځې يوې پخوانۍ پرېكړې ګڼ جنجالونه او ستونزې پېښې كړې دي.

د څه شي جنجال او څنګه جنجال؟

۱۳۷۲ كال دى، د محمد خان مور د صالح محمد خواښې په ګردجنګل كې له نورو بچيانو سره ده، زوم يې صالح محمد په پښين كې كاروبار لري، خو زوى يې محمدخان د يوې ترافيكې پېښې په دوسيه كې د قلات زندان كې پروت دى.

خوښي د دوى دواړو د كور دروازه ټكوي، د صالح محمد په كور کې نجلۍ او د محمد خان په كاله كې هلك سترګې وغړولې، د محمدخان مور هم خبرېږي، خو دلته هم خپله ملكي كوي، څو خپلوان راغواړي، د چا نه اوري او د صالح لور خپل لمسي ته په نامه كوي، د باندې د ټوپكو ډزې كېږي او كليوالې ښځې يې په كور كې د دريا مستي جوړوي.

شپږ مياشتې وروسته صالح او مېرمن يې له پښين څخه ګردجنګل ته راځي، د محمدخان مور ورته خپله پرېكړه اوروي، خو د صالح مېرمن وايي، د محمد خان مېرمن پښين ته دوى كره مېلمنه راغلې وه او دې يې زوى ته خپلې شيدې وركړې دي چې له مخې يې رضاع ثابته شوې ده.

د مخمدخان مور له سختې غوسې وروسته وايي، كه داسې وي، له خپلې پرېكړې څخه تېره ده، په دې كيسه د كور نور غړي هېڅ سر نه ګروي، خو كلونه واوښتل او وخت بيا په يو داسې پړاو ودرېد چې د دواړو كورنيو تر منځ يې سخته لانجه او جنجال راپورته كړ.

 

ستونزه له څه غټه شوه؟

وخت ډېر لرې راغلى و، د صالح لور پېغله او د محمدخان د زوى شونډه هم توره شوه، د دوى د كوچنيتوب د عقد صحت هم مات او اوس د چا ورته پام نه و، صالح  ته جرګه راځي او يوه بله كورنۍ لور ترې غواړي، خبره پخه شوه، نجلۍ بل چا ته كوژده شوه، خو د محمدخان غوږونه هم پېغورونو سره كړي.

د مخمدخان مور په دې اړه چوپ ده، محمد خان هم تربورانو ته د سپيناوي وركولو پر ځاى صالح  پسې ورځي، هغه ګواښي چې لور دې زما د زوى په نامه ده، صالح د ستونزې په نزاكت پوهېږي او مسئله د كندهار مېشتو قومونو د هماهنګۍ شورا ته وړاندې كوي.

د لانجې د حل هڅې

له دې وروسته قضيه د كندهار مېشتو قومونو د هماهنګۍ شورا په لاس كې ده، د دې شورا مشر حاجي ولي شاه اغا دواړه طرفونه راغواړي او كيسه يې اوري او دلايل ترې غواړي. خبره جرګې ته وځي، ولي شاه اغا له دواړو لوريو څخه ليكلى واك اخلي او هر جانب په ليكلي ډول جرګې ته داسې غاړه ږدي:(( اقرار کوو موږ هر یو د هلک پلار محمدخان او زه صالح محمد د نجلۍ پلار، په داسي حال کې چې ټول عاقلان، بالغان او په هر څه پوهیږو، بې له کوم قید او شرط څخه خپل عام او تام وکالت په خپله خوښه او رضایت د همغږۍ شورا رئیس حاجي ولي شاه آغا او د نوموړې شورا غړو ته ورکوو او هر ډول فیصله یې چې زموږ تر منځ وکړله، موږ ته د قناعت وړ او هیڅ عذر په کې نه لرو.))

د هماهنګۍ شورا رئیس وايي، تر دې وروسته يې دا ستونزه د صالح له خواښې سره شریکه کړه او بیا يې له دارالافتاح څخه علما راوغوښتل.

د صالح خواښې چې د محمدخان مور ده مني چې هلک او نجلۍ یې یو د بل په نامه کړي وو او د خوشحالۍ محفل يې پرې جوړ کړې و، خو زياته يې كړه کله چې يې له پرېكړې وروسته حقيقت پيدا كړ نو يې كورنۍ ته وويل، زه له خپلې پرېكړې څخه تېره يم.

دا مېرمن چې اوس خورا کمزورې او ناروغه ده، ډېرې خبرې نه شي کولى، وایی:(( ما هغه وخت خپل زوی ته وویل چې دا کار ما کړی دی، خو ته ور څخه تیر شه، هغه راته وویل چې ترې تېر دی او خپله خور نه خوابدې کوي، خو وروسته یې د نورو خلکو په لمسون دغه لانجه تازه کړه.))

بلخوا محمد خان چې د زیاتې ګڼې ګوڼې له کبله یی خبرې سمې نه اوریدل کیدې او پر خپله مور خورا په غوسه و، وویل:(( تا به په هماغه وخت کې یو خط لیکلی و او نن به دا ستونزه نه رامنځته کېدله.))

د قومي شورا یو غړی ملا عبدالهادي اخند چې د يادې لانجې د حل او فصل په خاطر يې زیاتې هلې ځلې کړې دي، وایی:(( له اړونده غاړو څخه تر پوره واک اخستلو وروسته مو د دوی د لانجې پر قانوني، شرعي او اصلاحي اړخونو بحث وکړ او په خورا دقت د دې دریو اصولو پر بنا مو ورته د پای ټکی کېښود.))

د شورا پرېکړه

شورا له اوږد مهال څېړنو او بحثونو وروسته د ۱۳۹۴ كال د وري په ۱۱مه خپله پرېكړه د علماوو د فتوا په اساس داسې اعلانوي:(( دا لانجه شکمنه ده او شک یی دا دی چې د نجلۍ مور وایي هلك او نجلۍ دواړو ته يې په ماشومتوب کې شیدې ورکړې دي، له دې كبله د دوی نکاح نه سره روا کیږي.))

د شورا مشر حاجي ولي شاه اغا، يوازې پر پرېكړه اكتفا نه كوي، بلكې د هلک پلار ته د قناعت په ډول وايي، تاسې شاهدان لرئ چې نجلۍ ستاسې د زوى په نوم شوې ده، د ټوپك ډزې او ټنګ ټكور مو هم كړى، د نجلۍ نیا هم اقرار كړى چې نجلۍ يې د هلک په نوم كړې وه، خو اوس د نجلۍ مور وايي چې هلک ته يې په وړكتوب كې له خپلې لور سره يو ځاى شيدې وركړي او رضاعي مور يې ده.

كه څه هم د هلک پلار نه رضا كېږي، خو جرګه قناعت وركوي او ورته وايي:(( دا مسئله د شك ښكار ده، شك حرام دى او راځه چې له حرامو تېر شو، كه دوى دواړه رضاعي خور او ورور وي؛ نو نكاح يې ټولنې ته ستر ضرر او له اسلامي اصولو څخه سرغړاوى دى.))

له دې وروسته هلک او پلار یې په خپله خوښه يو خط ليكي او په دې خط كې اقرار كوي:                                                                                                                                                           ((اوس چې ما او پلار ته مې معلومه شوه چې په ماشومتوب کې ما ته د صالح لور (…   ) په نامه شوې وه او د نوموړې مور موږ دواړو ته شیدې راکړې دي؛ نو له دې كبله مې ورسره نکاح جواز نه لري، بې له کوم زور او جبر څخه زه ترې تیر یم او له الله پاک څخه هیله کوم چې ورته ښه ژوند په برخه کړي.))

د هلک له دې خبرو وروسته صالح هلک ته ۸۰۰ زره کلدارې په تحفه کې وركوي او له ابرا خط وروسته د دواړو كورنيو دايمي لانجه بېرته په خپلوۍ او پخلاينه بدلېږي.

صالح د لانجې له حل وروسته هلک ته د ۸۰۰ زره كلدارو په وركړه خپه نه دى، بلكې وايي، كله چې هلک په خورا مېړانه او متانت د جرګې پر وړاندې د ده پر لور له دعوې تېر شو؛ نو يې غوره وبلله چې هغه ته د هغه د متانت انعام وركړي.

د لانجې له غوڅېدو وروسته د محمدخان مور هم په جامو كې نه ځايېږي او وايي سره له دې چې اوس يې څوك خبرې ته چندان غوږ نه نيسي، خو خوشاله ده چې قومي مشران وتوانېدل د دوى د كورنۍ له سره د لانجې د تورې وريځې سيوري وځغلوي.

صالح هم خورا خوشال دى او شكرونه باسي چې خداى يې شمله له غورځېدو وژغورله، هغه نورو هېوادوالو ته هم پېغام لري چې بايد هر كار په زغم، حوصله او دقت ترسره كړي، تر څو يې وړې له ياده ايستلې ستونزې په راتلونكي كې د كورنيو د بدبختۍ سبب نه شي.

یادونه: دا دی کلید په یوه بل نوښت لاس پورې کړی. کلید اوس هغه پېښې څېړي او راپورونه پرې جوړوي چې ښيي سوله او عدم تشدد په هېواد کې ممکن دی. په سلګونه قضیو کې دا واقعیت لیدل کېږي. د سولې او عدم تشدد دا راپورونه پر کلید او مرسل اوونیزو سربېره د کلید ګروپ د ټولو راډیوګانو له لارې په غږیزه بڼه هم خپرېږي. کوم راپور مو چې ولوست د دغې لړۍ نهم راپور دی چې خپور شوی. دغه راز باید وویل چې د پښتني سیمو د ځینو حساسیتونو له کبله په دغه راپور کې ځینې نومونه یا نه دي اخستل او یا بشپړ نه دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA