د پاکستان په کراچۍ ښار کې د نامعلومو وسله والو په بمي بريد کې درې پوليس وژل شوي دي. د پاکستاني رسنيو د رپوټ له مخې، تېره شپه ناوخته نامعلومو وسله والو د کراچۍ په بنګوريا ګوټ سيمه کې د پوليسو پر ګزمې د لاسي بم بريد کړى، چې
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د نامعلومو وسله والو په بمي بريد کې درې پوليس وژل شوي دي.
د پاکستاني رسنيو د رپوټ له مخې، تېره شپه ناوخته نامعلومو وسله والو د کراچۍ په بنګوريا ګوټ سيمه کې د پوليسو پر ګزمې د لاسي بم بريد کړى، چې له كبله يې د يوه افسر په ګډون درې پوليس وژل شوي او يوشمېر نور ټپيان شوي دي.
چارواکو ويلي، چې ياد پوليس د شپې د ګزمې په وخت د بريد ښکار شوي دي.
تر اوسه د بريد مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
په کراچۍ کې له تېرو څو کلونو راهيسې د هدفي وژنو د زياتېدو له كبله د ښار امنيت تر ډېره پوځ ته حواله شوى، خو ځايي پوليس هم ډېر کله د ښار په واټونو کې ګزمې کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


