ads

افغانستان هر کال ۸ ملیارده ډالري کسر سره مخ کیږي

د سوداګرۍ او صنایعو چارو وزارت چارواکي وايي، افغانستان هر کال په سوداګریز بیلانس کې ۸ ملیارده ډالري کسر سره مخ کیږي. دغه څرګندونې د سوداګرۍ او صنایعو وزير همایون رسا، د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د یوې غونډې پر مهال د دې وزارت د لومړني ۱۰۰ ورځني پلان په د سوداګرۍ او […]

نویسنده: TKG
6 غبرګولی 1394
افغانستان هر کال ۸ ملیارده ډالري کسر سره مخ کیږي

د سوداګرۍ او صنایعو چارو وزارت چارواکي وايي، افغانستان هر کال په سوداګریز بیلانس کې ۸ ملیارده ډالري کسر سره مخ کیږي. دغه څرګندونې د سوداګرۍ او صنایعو وزير همایون رسا، د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د یوې غونډې پر مهال د دې وزارت د لومړني ۱۰۰ ورځني پلان په

د سوداګرۍ او صنایعو چارو وزارت چارواکي وايي، افغانستان هر کال په سوداګریز بیلانس کې ۸ ملیارده ډالري کسر سره مخ کیږي.

دغه څرګندونې د سوداګرۍ او صنایعو وزير همایون رسا، د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د یوې غونډې پر مهال د دې وزارت د لومړني ۱۰۰ ورځني پلان په اړه رسنیو ته وكړې.

نوموړي وویل، چې په دې لومړیو ۱۰۰ ورځو کې به د پانګونې په برخه کې د بهرنیو او کورنیو پانګونو د جلب، جذب او هڅونې لپاره لازم امکانات برابر کړي، د سوداګرۍ په برخه کې به د کلک، اغیزمن او اساسي بنسټ جوړلو سره د ګټورې، سالمې سوداګرۍ او سالم رقابت له مخې د هېواد په سوداګریزه برخه کې د دې لوی کسر مخه ونیسي او د صادراتو او وارداتو تر منځ به چې یو لوی توپیر شتون لري له منځه یوسي.

رسا زياته كړه، چې د خپلو لومړنیو سلو کاري ورځو په ترڅ کې به د صنعت په برخه کې د خصوصي متشبثینو په ځانګړي توګه کوچنیو او متوسطو متشبثینو په ملاتړ د کورنیو صنعتي تولیداتو د ظرفیت لوړولو ته خاصه پاملرنه وکړي.

د هغه په وينا، د ظرفیت جوړنې په برخه کې به د دې ادارې اصلاح او له اداري فساد سره مبارزه د ده دوه هغه لوی اهداف وي، چې د عملي کولو لپاره به یې کوټلي ګامونه اوچتوي.

د سوداګرۍ او صنایعو چارو وزیرهمایون رسا که له یوې خوا ټینګار وکړ، چې په دې وزارت کې د مالي او بشري شتو سرچینو په مټ به دی پخپله یاد پلان پلی کوي، خو له بلې خوا بیا په هېواد کې ناامنۍ ته د یو لوی خطر په سترګه ګوري.

نوموړى وايي، کېدای شي له همدې کبله یې یاد له څلورو برخو جوړ پلان یا په ټاکل شوي وخت کې تر سره نه شي یا هم د ده په وینا په ځنډ سره پلی شي.

جمهوررئيس محمد اشرف غني د سې شنبې په ورځ له ولس سره د وزيرانو د لومړنیو سلو ورځو كاري پلان د شریکولو بهیر رسماً پیل کړ.

هغه په خپلو خبرو كې وويل، چې حكومت بايد د ملت او دولت ترمنځ د باور د زياتولو لپاره لنډمهاله پلانونه جوړ او عملي كړي.

نوموړي زياته كړه، چې افغان ولس په پنځو كلونو باور نه لري  او نه یې هم له پنځو كلونو وروسته پايلو ته په تمه پاتې کېدای شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA