ads

ايا وسله والو طالبانو ته د پاكستان ګواښ به حقيقي بڼه خپله كړي؟

پاکستاني لوړپوړو چارواکو په یوه نوي اقدام کې افغان طالبانو ته د خپلو جګړو د درولو ګواښ کړی خو معلومه نه ده چې دغه ګواښ به تر کومه بریده حقیقي بڼه خپله کړي. پاکستاني لوړپوړو چارواکو په یوه نوي اقدام کې افغان طالبانو ته د خپلو جګړو د درولو ګواښ کړی خو معلومه نه ده […]

نویسنده: The Killid Group
5 غبرګولی 1394

پاکستاني لوړپوړو چارواکو په یوه نوي اقدام کې افغان طالبانو ته د خپلو جګړو د درولو ګواښ کړی خو معلومه نه ده چې دغه ګواښ به تر کومه بریده حقیقي بڼه خپله کړي.

پاکستاني لوړپوړو چارواکو په یوه نوي اقدام کې افغان طالبانو ته د خپلو جګړو د درولو ګواښ کړی خو معلومه نه ده چې دغه ګواښ به تر کومه بریده حقیقي بڼه خپله کړي.

د رسنیو د راپورونو پر اساس پاکستان له افغان طالبانو غوښتي چې خپل پسرلني عملیات ودروي او د سولې د خبرو په بهیر کې ورګډ شي. پاکستان که څه هم په څرګنده توګه د طالبانو په وړاندې د کوم ګواښ یادونه نه ده کړې خو ويلي يې دي چې دا غوښتنه يې و نه منل شی طالبان باید د ځان په وړاندې خطرناکو عواقبو ته منتظر و اوسي.

د پاکستان دغه ګواښ وروسته له هغه د رسنیو له لورې نشریږي چې د افغانستان د ملي امنیت او د پاکستان د آی اس آی د استخباراتي شبکې تر منځ د تفاهم لیک لاسلیکولو منفي غبرګونونه راپارولي دي.

د دوشنبې په ورځ د افغانستان ولسي جرګې پرېکړه وکړه چې د جمهوري ریاست د ملي امنیت شورا سلاکار، د ملي امنيت د عمومي ریاست مشر او د ملي امنيت د ریاست مرستیال چې دغه تفاهم لیک يې لاسلیک کړی، د ولسي جرګې بلې غونډه ته په دې اړه وضاحت ورکولو ته راشي.

جرګې دا پرېکړه په داسې حال کې وکړه چې یو شمېر وکیلانو دفعتا د دې تفاهم لیک د لغو کولو  او یو کم شمېر نورو بیا څارنوالۍ ته د دې تفاهم لیک د لاسلیکوونکو د ورپېژندلو غوښتنه مطرح کړه.

د دغه تفاهم لیک پر وړاندې تند غبرګونونه له هغه ځایه سرچینه اخلي چې اکثریت افغانان په افغانستان کې د جګړې اور د لمن وهلو اساسي سرچینه د پاکستان د استخبارات یا آی اس آی په ګوته کوي او دا وېره څرګندوي چې کېدای شي د دې تفاهم لیک له مخې آی اس آی نور هم د افغانستان په چارو کې لوی لاس ومومي او د دې هیواد ثبات د نورې نامعلومې مودې لپاره له ګواښ سره مخ پاتې شي.

د امنيتي تفاهم لیک په وړاندې د توند غبرګون څرګندولو یوه بله سرچینه دا په ګوته کېږي چې پاکستان په ځینو مقطو کې تل د افغان حکومتونو د اغفالولو هڅه کړې او هيڅکله يې هم په افغانستان کې د ثبات د راوستلو په برخه کې خپلې ژمنې نه دي عملي کړي.

پاکستان څو میاشتې مخکې هم، چې ویل يې له افغانستان سره يې اړيکې دومره بهتره شوي دي چې پخوا يې ساری نه و لیدل شوی، له افغان چارواکو سره دا ژمنه کړې وه چې طالبان به سولې ته راماتوي او که سولې ته يې غاړه کېنښوده نو پخپل هیواد کې به ټول مرکزونه يې تړي.

د پاکستان تر دې ژمنې ډېر کم وخت وروسته د دولت وسله والو مخالفانو د افغانستان په جنوب، ختیځ او شمال کې خپلو بریدونو ته زور ورکړ، چې په لړ کې ګڼ افغان سرتېري ووژل شول او دا جګړې اوس اوس هم په هماغه شدت روانې دي او په تازه رپوټونو کې ویل شوي چې یوازې پرون یعنې د دوشنبې په ورځ د هیواد په جنوبي ولایتونو هلمند او زابل کې په لسګونه عام افغانان او افغان سرتيري وژل شوي دي.

افغان شنونکي او چارواکي چې تل د پاکستان له خوا د ژمنو په اړه خوشباوري څرګندوي، دا ځل هم افغان طالبانو ته د پاکستان نوی ګواښ، چې که خپلې جګړې ونه دروي او د سولې په خبرو کې ورګډ نه شي نو خطرناک عواقب به يې په انتظار کې وي، یو ښه اقدام بولي او تمه کوي چې پاکستان په رښتني توګه خپله دغه ژمنه عملي کړي.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA