ads

په كندهار كې ۵۴ پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

په كندهار ولايت كې دکليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروګرام ۵۴ پروژې پرون بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې. د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له مطبوعاتي دفتر څخه نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه پروژې د۳۶ ميليونه او۶۹۰ زره افغانيو په په كندهار […]

نویسنده: TKG
4 غبرګولی 1394

په كندهار ولايت كې دکليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروګرام ۵۴ پروژې پرون بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې. د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له مطبوعاتي دفتر څخه نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه پروژې د۳۶ ميليونه او۶۹۰ زره افغانيو په

په كندهار ولايت كې دکليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروګرام ۵۴ پروژې پرون بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له مطبوعاتي دفتر څخه نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه پروژې د۳۶ ميليونه او۶۹۰ زره افغانيو په لګښت د كندهار ولايت په ارغستان، شاه ولي کوټ، پنجوايي، سپين بولدک، ژېړۍ او شورابک ولسواليو كې بشپړې شوې دي.

د سرچينې په وينا، په دغو پروژو کې د اوبو لګولو د کانالونو، استنادي دېوالونو او پُلګوټو جوړول، د کارېزونو پاکول، پر سړکونو شګې اچول او د اوبو د څاګانو كيندل شامل دي.

سرچينه زياتوي، چې له دغو پروژو ۷۹۶۰ کورنۍ ګټه پورته كوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA