ads

هډه وال: افغانۍ يوازې ظاهري ارزښت له لاسه وركړى

د افغانستان بانك چارواكي وايي، د هېواد په بازارونو كې د افغانۍ د ازرښت پر وړاندې د ډالر د ارزښت پورته كېدل اندېښمنوونكى نه دى او دوى د افغانۍ پر ارزښت كنټرول لري. د افغانستان بانك چارواكي وايي، د هېواد په بازارونو كې د افغانۍ د ازرښت پر وړاندې د ډالر د ارزښت پورته كېدل […]

نویسنده: TKG
4 غبرګولی 1394
هډه وال: افغانۍ يوازې ظاهري ارزښت له لاسه وركړى

د افغانستان بانك چارواكي وايي، د هېواد په بازارونو كې د افغانۍ د ازرښت پر وړاندې د ډالر د ارزښت پورته كېدل اندېښمنوونكى نه دى او دوى د افغانۍ پر ارزښت كنټرول لري.

د افغانستان بانك چارواكي وايي، د هېواد په بازارونو كې د افغانۍ د ازرښت پر وړاندې د ډالر د ارزښت پورته كېدل اندېښمنوونكى نه دى او دوى د افغانۍ پر ارزښت كنټرول لري.

د افغانستان بانك سرپرست خان افضل هډه وال، چې نن يې په كابل كې خبري ناستې ته خبرې كولې وويل، افغانۍ يوازې خپل ظاهري ارزښت له لاسه وركړى او دا موضوع د اندېښنې وړ نه ده، ځكه د هغه په خبره، په بازار كې يې د توكو پر بيو اغېز نه دى كړى.

داسې په داسې حال كې ده، چې كابل ښاريان په بازار كې د خوراكي او نفتي توكو د بيو لوړوالي اندېښمن كړي دي.

په وروستيو، څو ورځو كې د افغانۍ د ازرښت پر وړاندې د ډالر ازرښت له ۵۷ افغانيو شاوخوا ۶۰ ته لوړ شوى او دا موضوع د سوداګرو او عامو هېوادوالو د اندېښنې سبب شوه، خو مركزي بانك د خلكو د دې اندېښنې په غبرګون كې اعلان وكړ، چې افغانۍ يوازې ظاهري ارزښت له لاسه وركړى او حقيقي ارزښت يې پر ځاى دى.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA