ماشومان د هر هېواد د راتلونكي لپاره لويه پانګه ده، خو كه چېرې ورته لازمه پاملرنه وشي. د يوې سالمې ټولنې د لرلو لپاره بايد ماشومانو ته د سالم ژوند، زده كړې، روغتيا او نورو اړتياوو زمينه برابره شي.
ماشومان د هر هېواد د راتلونكي لپاره لويه پانګه ده، خو كه چېرې ورته لازمه پاملرنه وشي.
د يوې سالمې ټولنې د لرلو لپاره بايد ماشومانو ته د سالم ژوند، زده كړې، روغتيا او نورو اړتياوو زمينه برابره شي.
د نړيوالو كنوانسيونونو او ميثاقونو پر بنسټ چې افغانستان په ۱۳۷۳ لمريز كال كې لاسليك كړي او د هغې د موادو د پلي كولو په اړه مكلفيت لري، لا هم د افغان دولت پاملرنه د ماشومانو د ژوند په اړه ډېره كمه ده او افغان ماشومان له بې شمېره ستونزو لكه بېوزلۍ، اقتصادي ستونزو، شاقه كارونو، زده كړو او روغتيايي مركزونو ته له نه لاسرسي سره مخ دي.
كه څه هم افغان حكومت په تېرو كلونو كې د ماشومانو د حقونو په برخه كې كوټلي ګامونه پورته كړي دي چې په ښوونځيو كې د ماشومانو زياته شمېره او له خطر سره مخ ماشومانو تر پوښښ لاندې راوستل له دې اقدامونو څخه دي، خو لا هم زموږ د هېواد ماشومان په ډېر ناوړه وضعيت كې ژوند كوي.
د كار او ټولنيزو چارو وزارت د شمېرو پر بنسټ اوسمهال په هېواد كې شاوخوا دوه ميليونه ماشومان په شاقه كارونو بوخت دي.
د هغه راپور له مخې چې د كار د نړيوال سازمان له خوا د يونيسف او كار او ټولنيزو چارو وزارت په همكارۍ د ماشومانو د وضعيت له ارزولو وروسته خپور شو اوسمهال شاوخوا يو ميليون او ۹۰۰ زره ماشومان د خښتو په بټيو كې په كار بوخت دي.
د دې څېړنې له مخې، له ۵ څخه تر ۱۷ كلن ماشومان او نوي زلميان په داسې حال په شاقه كارونو بوخت دي چې هېڅ ډول كاري خونديتوب نه لري.
په خوارځواكۍ د ماشومانو اخته كېدل بله ستونزه ده چې يو علت يې لوږه او بېوزلي بلل شوي دي.
افغانستان د نړۍ په كچه له پنځو كلونو څخه په كم عمره ماشومانو كې د خوارځواكۍ ناروغۍ په خاطر پورته ځاى لري.
يونيسف يا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق وايي، لا هم ۴۰ فيصده افغان ماشومان د خوارځواكۍ له ناروغۍ څخه رنځ وړي.
په افغانستان كې د يونيسف ادارې چارواكي وايي چې د خوارځواكۍ له ناروغۍ سره د مبارزې لپاره يې په افغانستان كې تشخيصيه مركزونه پرانيستي او په دې ناروغۍ اخته ماشومانو ته خوراكي مواد وېشي.
په افغانستان كې د يونيسف يا د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق وياند عزيز الله فروتن وايي، په افغانستان كې د هغو ماشومانو ستونزو ته چې په خوارځواكۍ اخته دي؛ بايد لومړيتوب وركړل شي، ځكه چې يوه مهمه او حياتي موضوع ده.
په هغه رپوټ كې چې په ۲۰۰۴ كال د يونيسف له خوا د عامې روغتيا له وزارت سره په همغږۍ د خوارځواكۍ په اړه خپور شو، په دې ناروغۍ د اخته ماشومانو كچه له ۶۰ فيصده څخه زياته ښودل شوې وه او په بل رپوټ كې چې په ۲۰۱۴ كال كې خپور شو، وليدل شول چې د پام وړ بدلون رامنځته شوى، خو لا هم۴۰ فيصده افغان ماشومان د خوارځواكۍ په بېلابېلو ډولونو اخته دي.
كه څه هم د حقوقي ، ټولنيزو او رواني چارو پوهان په دې خبره ټينګار كوي چې جرم يو شخصي امر دى او په زندانونو كې له ميندو سره د ماشومانو ساتنه د قانون او د ماشومانو د حقونو د كنوانسيونونو په خلاف عمل دى، خو د كابل، هرات، بلخ او كندهار ولايتونو په ښځينه زندانونو كې په ټوليز ډول ۳۲۷ ماشومان په غير قانوني توګه له خپلو ميندو سره يو ځاى ساتل كېږي چې دا ماشومان له لفظي او فزيكي تاوتريخوالي، د ارامې او خوندي فضا له نشتوالي او داسې نورو ستونزو سره مخ دي.
سږ كال د تعليمي كال په پيل سره د درسي خونو، درسي موادو او كتابونو او همدارنګه د مسلكي ښوونكو له كموالي سره مخ له يوولس ميليونو څخه زيات ماشومان ښوونځيو ته د زده كړې لپاره ځي.
د پوهنې په برخه كې له ديارلس كلنو هڅو سره سره لاهم يو ميليون او ۳۰۰ زره
افغان ماشومان ښوونځيو ته لاسرسى نه لري. كه څه هم د نړيوالې ټولنې له لوري بېلابېلو برخو لكه روغتيا، امنيت او د پوهنې برخو ته ځانګړې پاملرنه وشوه، خو په يو شمېر ادارو كې د شته فساد له كبله يې د پام وړ پايله نه درلوده.
بلخوا د جګړو او نورو ستونزو له كبله د هېواد زيات شمېر ماشومان د ذهني وروسته پاتې والي په ناروغۍ اخته دي چې د انديكپ موسسې د شمېرو له مخې، د ټول هېواد په كچه د دې ماشومانو شمېره شاوخوا يو ميليون تنو ته رسېږي.
د كار او ټولنيزو چارو وزارت د چارواكو په وينا، د هغو ماشومانو له شمېرې څخه چې له ذهني لحاظه وروسته پاتې دي؛ يوازې لس په سلو كې يې په روزنتونونو كې ساتل كېږي.
يوازې په كابل ښار كې ۳۰۰۰ ماشومان په ذهني وروسته پاتې والي اخته دي، خو د هېواد په ۱۲ ولايتونو كې هېڅ ډول روغتيايي خدمتونه او د زده كړې مركزونه ددې ماشومانو لپاره شتون نه لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


