د ننګرهار ولایت یو شمېر سوداګر وايي چې د کار او پانګه اچونې پر وړاندې یې د یو شمېر نورو وړو ستونزو ترڅنګ د امنیت او برېښنا نشت لوی خنډونه دي.
د ننګرهار ولایت یو شمېر سوداګر وايي چې د کار او پانګه اچونې پر وړاندې یې د یو شمېر نورو وړو ستونزو ترڅنګ د امنیت او برېښنا نشت لوی خنډونه دي.
دوی وايي، د بریښنا ستونزې ټولو پانګوالو ته زیان رسولی او د تولید کچه یې راکمه کړې؛ خو امنیت بیا تر ډېره د لویو پانګوالو د کارو بار ځپلی دی او پانګوال یې د خپلو سرمایو د خوندیتوب په اړوند بې باوره کړې دي.
د ننګرهار ولایت سوداګر وايي، له امنیتي پلوه یې ستونزه دومره جدي ده چې حتی ښوونځي ته د خپلو ماشومانو د لېږلو پر مهال هم ورسره د هغوی د اختطاف او تښتولو وېره په زړه کې وي.
د ننګرهار ولایت یو تن سوداګر اجمل رحماني همدا خبره کوي او وايي:(( موږ سره تل وېره وي چې هسې نه ماشومان مو ښوونځي ته لاړ شي او اختطاف نه شي. خپله هم په وېره ګرځو.))
د رحماني د څرګندونو له مخې، كه چېرې په ننګرهار ولایت کې د پانګوالو ژوند ته جدي توجه ونه کړي، ښايي ډېر شمېر سوداګر خپله پانګه له هېواده بهر وباسي:(( اوس هم یو شمېر پانګوال د خپلو پانګو په کمولو او له هېواده دباندې پر ایستلو فکر کوي.))
د ننګرهار ولایتي امنیتي چارواکي هم د امنیت په برخه كې د سوداګرو شکایتونه پر ځای بولي، خو وايي، ستونزه دومره پراخه نه ده چې د دوی کارو بار له خطر او زیان سره مخ کړي. د ننګرهار د امنیت امر مل پاسوال لطف الله زراب په دې اړه وايي:(( نه یوازې د سوداګرو امنیت، بلکې د ټولو ولسونو امنیت موږ ته مهم دی او په دغه برخه کې مو نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کړې دي.)) د نوموړي په وينا، دوى شپه او ورځ په دې هڅه كې دي، په هر قيمت چې كېږي، د خلكو امنيت وساتي.
خو د ننګرهار برېښنا رئیس انجنیرر محب الرحمن مومند بیا د سوداګرو له لوري د برېښنا د نشت خبره ردوي او وايي چې دغه ریاست د ننګرهار په صنعتي پارک کې د برېښنا د رسولو لپاره خورا ډېرې هڅې کړې دي.
نوموړی وايي که چېرې د ننګرهار ولایت سوداګر له اصولو سره دغه ریاست ته عرض وکړي او د برېښنا غځولو وسایل برابر کړي، دوی به خامخا ورته برېښنا ولېږدوي:(( هر څوك چې غواړي برېښنا ولري، هغه كارونه چې په دوى پورې اړه لري او قانوني وي، هغه دې خلاص كړي، موږ به ورته بريښنا وركړو.))
د اقتصادي چارو کارپوهان د اقتصادي ودې او پانګونې د پراختیا او انکشاف لپاره د امنیت او برېښنا تامینول تر ټولو مهم او اساسي فکتورونه یادوي. د دوی په عقیده د یوه هېواد پرمختګ په پانګونې او صنعت ولاړ دی. د ننګرهار پوهنتون د اقتصادي پوهنځي استاد پوهاند محمد بشیر دودیال همدا خبره کوي او وايي: (( د هر هېواد اقتصاد په پانګوالۍ باندې ولاړ دی. د پانګوالۍ لپاره اړینه ده چې امنیت وجود ولري او برېښنا یا هم د انرژۍ د تولید نورې منابع موجودې وي.))
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


