ads

د تریزیو ولسوالۍ امنیتي پرسونل دې زیات شي

د خوست د علیشیرو او تریزیو ولسوالۍ اوسېدونکي او حکومتي چارواکي، په دغه ولسوالۍ کې د امنیتي پوستو ډېروالی غواړي او وایي چې د ولسوالۍ ساحه لویه ده، خو امنیتي پوستې او د امنیتي ځواکونو تشکیل یې کم دی. د خوست د علیشیرو او تریزیو ولسوالۍ اوسېدونکي او حکومتي چارواکي، په دغه ولسوالۍ کې د […]

نویسنده: TKG
4 غبرګولی 1394
د تریزیو ولسوالۍ امنیتي پرسونل دې زیات شي

د خوست د علیشیرو او تریزیو ولسوالۍ اوسېدونکي او حکومتي چارواکي، په دغه ولسوالۍ کې د امنیتي پوستو ډېروالی غواړي او وایي چې د ولسوالۍ ساحه لویه ده، خو امنیتي پوستې او د امنیتي ځواکونو تشکیل یې کم دی.

د خوست د علیشیرو او تریزیو ولسوالۍ اوسېدونکي او حکومتي چارواکي، په دغه ولسوالۍ کې د امنیتي پوستو ډېروالی غواړي او وایي چې د ولسوالۍ ساحه لویه ده، خو امنیتي پوستې او د امنیتي ځواکونو تشکیل یې کم دی.

دوی همداراز زياتوي چې دغه ولسوالي د خوست ښار ختیځې برخې ته ۳۰ کیلومتره لرې له ډیورنډ کرښې سره ګډه، اوږده، سخته او غرنۍ ۴۴  کیلومتره پوله لري چې د دولت وسله وال مخالفین او نورې ډلې د پولې دواړو غاړو ته ازاد تګ راتګ کوي.

د سیمې یوه مشر حاجي جانان د خوست کلید راډیو ته وویل، که څه هم د دې سیمې امنیتي وضعیت د پخوا په پرتله ښه شوی، خو کېدای شي چې د هوا په تودېدو امنیتي پېښې زیاتې شي:(( د ولسوالۍ په ساحه کې امنیتي پوستې له یوې او بلې په واټن کې دي؛ زموږ غوښتنه دا ده چې امنیتي پوستې ډېرې شي، وسله وال طالبان اوس په دې ولسوالۍ کې په ازاد شکل فعالیت کوي او هر څوک یې چې هدف وي، په اسانۍ یې له منځه وړي.))

علیشیرو او تریزیو ولسوالۍ ته څه موده وړاندې د افغانستان د سرحدي پولیسو پخوانى عمومي قومندان جنرال شفیق هم سفر کړی و چې په دغه سیمه کې د سرحدي او ملي پولیسو جاج واخلي.

نوموړي ته یو شمېر سرحدي پولیسو هغه مهال وړاندیز وکړ چې دوی په هره برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي او غوښتنه يې كوله چې دوى ته د شپې دوربینونه، د ماین کشفولو الې، زغرې، غټې اسلحې، پوځي جامې او د وړو وسلو اړین تخنیکي وسایل ورکړل شي، څو د وسله والو مخالفینو ګواښ پرې له منځه يوسي.

خو  د سرحدي پولیسو پخواني عمومي قومندان جنرال شفیق فاضلي او د سرحدي پولیسو د جنوب ختیځ زون قومندان عبدالبصیر خپلواک دغې ولسوالۍ ته د خپل سفر پرمهال وویل چې دوی به د خپلو امنیتي ځواکونو لومړیتوبونوته جدي پام وکړي.

د خوست د علیشیرو او تریزیو ولسوالۍ مسوولین هم په دغه ولسوالۍ کې د امنیتي پوستو کموالی مني او وایي چې د کافي امنیتي تشکیلاتو نشتوالي، د سیمې امنیت له ننګونو سره مخامخ کړی دی. د دغې ولسوالۍ ولسوال انجنیر خلیل وایي، که په حاکمو نقطو کې افغان امنیتي ځواکونه ځای پرځای او یا د سرحدي او نورو امنیتي ځواکونو تشکیلات زیات شي، امکان لري چې د علیشیرو او تریزيو ولسوالۍ امنیت ورسره ښه شي.

د خوست د علیشیرو او تریزیو ولسوالۍ امنیه قومندان نظیرمحمد مقبل هم وایي چې د وسله والو مخالفینو ډېر جنګي پلانونه یې مخکې له مخکې شنډ کړې، خو له دې هڅو سره سره د دوى ستونزو ته جدي پاملرنه نه ده شوې.

د خوست سرپرست والي مرستیال عبدالواحد پټان په علیشیرو او تیریزیو ولسوالۍ کې له ځایي امنیتي ځواکونو سره ژمنه کوي چې د دوی ټولې ستونزې په اړوندو وزارتونو کې تر بحث لاندې دي او هیله یې وښوده چې ډېر ژر به اوارې شې.

د خوست د علیشیرو او ترزیو ولسوالۍ ستراتیژیک موقعیت هغه وخت د نړیوالو پام ځانته ور وګرځاوه چې تېر کال په همدې ولسوالۍ کې د طالبانو په لاس د امریکا برمته شوى سرتېری بریګ ډال له طالبانو سره تبادله شو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA