د سعودي عربستان په ختيځ ولايت قطيف کې د شيعه مسلمانانو په يوه جومات کې د پروني ځانمرګي بريد مسووليت داعش ډلې پرغاړه اخيستى. دا بريد د القعده کلي د امام علي په جومات کې شوى دى.
د سعودي عربستان په ختيځ ولايت قطيف کې د شيعه مسلمانانو په يوه جومات کې د پروني ځانمرګي بريد مسووليت داعش ډلې پرغاړه اخيستى.
دا بريد د القعده کلي د امام علي په جومات کې شوى دى.
د سعودي عربستان د روغتيا وزير ويلي، چې په دې بريد كې لږ تر لږه ۲۱ تنه وژل شوي او له ۸۰ زيات ټپيان شوي دي.
عيني شاهدان وايي، چې د بريد پر مهال د امام علي په جومات کې شاوخوا ۱۵۰ کسان موجود وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


