ads

وروستۍ ناامنۍ او سياسي هڅې

د افغانستان په څه کم څلوېښت کلن ناورین کې تل دا تجربه بیا بیا تکرار شوې چې تر سختو او بې امتیازه جګړو وروسته یو شمېر ډلو سیاسي هڅو ته مخه کوي. خو هېڅکله هم په دې فکر نه دی شوی چې د تخاصم له کبله يې عام او بې ګناه ولس ځورېږي او له […]

نویسنده: TKG
2 غبرګولی 1394
وروستۍ ناامنۍ او سياسي هڅې

د افغانستان په څه کم څلوېښت کلن ناورین کې تل دا تجربه بیا بیا تکرار شوې چې تر سختو او بې امتیازه جګړو وروسته یو شمېر ډلو سیاسي هڅو ته مخه کوي. خو هېڅکله هم په دې فکر نه دی شوی چې د تخاصم له کبله يې عام او بې ګناه ولس ځورېږي او له منځه ځي.

 

 

د افغانستان په څه کم څلوېښت کلن ناورین کې تل دا تجربه بیا بیا تکرار شوې چې تر سختو او بې امتیازه جګړو وروسته یو شمېر ډلو سیاسي هڅو ته مخه کوي. خو هېڅکله هم په دې فکر نه دی شوی چې د تخاصم له کبله يې عام او بې ګناه ولس ځورېږي او له منځه ځي.

د قطر تر خبرو مخکې د دولت وسله والو مخالفينو د هېواد په ځينو سیمو کې جبهه يي جګړې پیل کړې چې تر دې مخکې يې ساری کم لیدل شوی و. پخوا دوی یوازې په خانمرګو بریدونو او د سړک غاړې په بمي چاودنو لاس پورې کاوه. په عام ډول د دولت د وسله والو مخالفينو دغه جبهه يي جګړې دا شک او ګومان زیات کړ چې دوی غواړي د قطر تر خبرو مخکې د ځان ثابتولو هڅه وکړي او په یاده ناسته کې ځينې امتیازونه ترلاسه کړي.

د دولت وسله والو مخالفينو لومړی په بدخشان بیا په هلمند او وروسته تر هغه په کندز کې جبهه يي جګړې پیل کړې. د بدخشان په جګړه کې یو زیات شمېر افغان سرتېري ټپیان او ووژل شول او په کندز کې د مرکز تر ۷ کيلومټرۍ پورې يې پرمختګ وکړ او یو زیات شمېر خلک له خپلو کورونو بې ځایه شول.

د کندز پېښې دا اندېښنه راولاړه کړه چې ښايي دوی په نورو سیمو کې هم ورته جګړې وکړي او ځينې سیمې د دولت له کنټروله ووځي، خو افغان پوځ په یو چټک اقدام کې هم په کندز، هم په هلمند، هم په کونړونو او هم په ننګرهار کې د دوی بریدونه په شا وتمبول.

په جبهه يي جګړو کې د دولت د وسله والو مخالفينو له شاته تګ سره، یو ځل بیا ځانمرګو بريدونو، د سړک غاړې بمي چاودنو او د دولتي مامورینو د برمته کولو هڅو زور واخیست. یوازې په تېره یوه اوونۍ کې کابل د څو پرله پسې ځانمرګو بریدونو شاهد و چې په ټولو کې يې عامو او بې ګناه وګړو ته چې ډېری په کې ښځې او ماشومان وو، تلفات ورسېدل.

د هوا شناسۍ په وروسته پېښه کې دوې هغه خويندې هم ووژل شوې او وجودونه يې ټوټې ټوټې شول چې کورنۍ يې د زیات فقر له کبله د هغو شهیدانو د ښخولو پيسې نه درلودې. دا خويندې چې په همدې فقر کې يې خپل راتلونکي ته یو څه خوشبیني درلوده او د ښې راتلونکي لپاره يې زده کړې کولې، د خیرات په پیسو د ګور مېلمنې شوې.

په همدې څو پېښو کې ګڼې کورنۍ بې سرپرسته او ميندې بورې شوې، خو په دې پوه نه شول چې ولې، ایا د قدرت نشه همدومره زوروره ده چې يوازې د دوی په وینه ماتېږي او بس؟

ډېر ځله چې جګړې بې نتیجې پاتې شوې او هېڅ یوې غاړې هم په کې کوم امتیاز نه دی ترلاسه کړی، په یو ډول خبرو اترو ته تمایل پیدا شوی دی. په تازه پرمختګونو کې همداسې يو څه محسوسېږي.

تېره اوونۍ رسنیو رپوټ ورکړ چې د طالبانو یو شمېر استازي ایران ته تللي. ایراني رسنیو بیا وویل دغه طالب پلاوي د ایران له امنیتي چارواکو سره ولیدل او پر سیمه ییزو مسايلو، په تېره بیا د اسلامي نړۍ پر حالاتو او په ایران کې د افغان کډوالو په باب خبرې کړې دي.

طالب چارواکو هم ویلي چې دوی وروسته له دې په منظم ډول له یو شمېر هېوادونو سره ګوري.

دا موضوع د دې ښکارندويي کوي چې د دولت وسله وال مخالفين د جګړه ييز حالت ترڅنګ سیاسي هڅو ته هم مخه کوي چې تر دې مخکې د دې ډلې له خوا کمه توجه ورته شوې.

د افغان شنونکو په اند د دولت د مخالفينو له خوا سیاسي هڅو او سفرونو ته مخه کول دا پيغام لري چې ښايي وروسته تر دې پر جګړو يې اتکا يو څه کمه شي. خو په ایران کې له امنيتي چارواکو سره د دوی لیدنه اندېښمنوونکې هم ګڼل کېدای شي. ځکه د سیاسي هڅو مقصد له سیاسي نمایندګیو سره کتل وي، نه له امنيتي نمایندګیو سره.

کېدای شي د ستونزو د سیاسي حل لپاره د طالبانو دا ډول سفرونه ښه وانګېرل شي، خو په کار ده چې دقیقه ارزونه يې هم وشي چې په راتلونکې کې د نورو سختو ستونزو د رامنځته کېدو اسباب برابر نه کړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA