د افغانستان كركټ بورډ نن د يونس خان په مشرۍ د خيبر پښتونخوا ايالت د كركټ لوبډلې پر وړاندې لوبېدونکې پنځلس كسيزه افغان الف لوبډله اعلان كړه. د افغانستان د كركټ بورډ وياند فريد هوتك كليد ته وويل، چې د افغان الف لوبډلې مشري به شفيق الله شفق کوي او مرستيال به يې ګلبدين نايب وي.
د افغانستان كركټ بورډ نن د يونس خان په مشرۍ د خيبر پښتونخوا ايالت د كركټ لوبډلې پر وړاندې لوبېدونکې پنځلس كسيزه افغان الف لوبډله اعلان كړه.
د افغانستان د كركټ بورډ وياند فريد هوتك كليد ته وويل، چې د افغان الف لوبډلې مشري به شفيق الله شفق کوي او مرستيال به يې ګلبدين نايب وي.
د هغه په وينا، د خيبر پښتونخوا ايالت د كركټ لوبډله به له کوربه لوبډلې سره د كابل په نړيوال كركټ لوبغالي كې درې شل اوريزې، درې يو ورځنۍ او دوه پنځه ورځنۍ سيالۍ ترسره کړي.
د افغانستان د كركټ د الف لوبډلې نور لوبغاړي عثمان غني، حضرت الله ځاځى، نجيب الله ځدراڼ، فريد ملك، شاه پور ځدراڼ، افتاب علم، نجيب تركى، رشيد ارمان، باطن شاه عبدالرحيمزى، حمزه هوتك، عبدالله مزاري، كريم صادق او شرف الدين اشرف دي.
ټاكل شوې ده، چې د خيبر پښتونخوا ايالت د كركټ لوبډله د روانې ميلادي مياشتې په ۲۷مه نېټه کابل ته راشي او د افغانستان د كركټ د الف لوبډلې پر وړاندې خپله لومړۍ سيالي د مې په ۲۹مه نېټه ترسره کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

