ads

ګردېز ښاروالي او ښاريان له يوه بله شكايت كوي

د ګردېز ښار اوسېدونکي وايي، د ښاروالۍ خدمتونه د نشت برابر دي، خو د ښاروالۍ ادارې مسوولين بيا وايي چې دوی په حکومتي ادارو او عامو خلکو پورونه لري، خو څوك يې نه وركوي. د ګردېز ښار اوسېدونکي وايي، د ښاروالۍ خدمتونه د نشت برابر دي، خو د ښاروالۍ ادارې مسوولين بيا وايي چې دوی […]

نویسنده: TKG
30 غویی 1394

د ګردېز ښار اوسېدونکي وايي، د ښاروالۍ خدمتونه د نشت برابر دي، خو د ښاروالۍ ادارې مسوولين بيا وايي چې دوی په حکومتي ادارو او عامو خلکو پورونه لري، خو څوك يې نه وركوي.

د ګردېز ښار اوسېدونکي وايي، د ښاروالۍ خدمتونه د نشت برابر دي، خو د ښاروالۍ ادارې مسوولين بيا وايي چې دوی په حکومتي ادارو او عامو خلکو پورونه لري، خو څوك يې نه وركوي.

د ګردېز ښاريان ادعا كوي چې په ښار کې له چټليو، ښاري بې نظميو او د تفريح ځايونو له نشتوالي کړېږي، خو په وينا يې د ښاروالي اداره بې غوري کوي او د ښاريانو غوښتنو او پوښتنو ته مناسب ځواب نه لري.

ښاريان د ښاروالۍ له ادارې همداراز غواړي چې د ښاري خدمتونو تنظيم ته جدي او پر وخت پاملرنه وکړي. د دغه ښار يو تن اوسېدونكى ګلاب ګل وايي:((چېرته چې کثافات دانیو ته ضرورت دی، هلته نشته، ښار چټل دی، پارک نشته، په ښار کې بې نظمي ده، موږ له ښارواله پاک او ښکلی ښار غواړو.)) د دې ښار يو بل اوسېدونکی سليمان هم ورته خبره کوي او وايي چې ښاروالي د خدماتو په وړاندې کولو کې پاتې راغلې ده.

خو ګردېز ښاروال انجنير اغا محمد سيدي بيا وايي چې اداره يې د مالي امکاناتو له کموالي سره مخامخ ده، له دې كبله نشي کولای چې د ښاريانو غوښتنو ته سم ځواب ووايي. نوموړي زياته كړه چې له اوږدې مودې راهیسې یې پر حکومتي ادارو او عامو خلکو قرضونه پاتې دي چې په پرې کولو کې يې ناغېړي کوي:(( د ګردېز ښاروالۍ اداره څوارلس ملیونه افغانۍ پورونه لري.)) نوموړی وړاندې وايي:((حکومتي ادارې مو څلور ملیونه، سوداګر، د مارکېټونو خاوندان او په عموم کې عام خلک مو لس ملیونه افغانۍ قرضدار دي.)) سيدي په دې ټينګار کوي چې د ښاروالۍ د قرضونو نه ورکړې يې د پرمختګ چارې ټکنۍ کړې دي.

د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي هم دا مني چې ګردېز ښاروالي په نورو ادارو او عامو خلکو قرضونه لري او زياتوي که ښاروالۍ  ته دا قرضونه په واک کې ورکړل شي، د خدمتونو د وړاندې کولو چارې به يې ګړندۍ شي:((د ګردېز ښاروال رښتيا وايي، څوک چې مالي امکانات په واک کې ونه لري؛ نو خدمات به په څه وړاندې کړي؟)) دی له حکومتي ادارو غواړي چې د ښاروالۍ د قرضونو د ورکولو تر څنګ دې له يادې ادارې سره د اړتيا پر مهال مرستې وکړي. مرستيال والي همداراز زياته كړه:((ښاروالي يوه داسې اداره ده چې د خلکو او نورو حکومتي ادارو له همکارۍ پرته خپلې چارې په سم ډول نه شي پر مخ وړلای.))

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA