ads

ځینو ښوونکي زده کوونکو ته په وهلو درس ور ښيي

د خوست یو شمېر اوسېدونکي وایي چې کله نا کله یې اوس هم ماشومان له ښوونکو سر ټکوي او وایي چې  درس په وهلو او ټکولو ور ښیي. دوی دا کار یو ناوړه عمل ګڼي او زیاتوي چې ډېر کله یې ماشومان د دې پر ځای چې ښوونځیو ته لاړ شي، له ښوونځیو زړه توري […]

نویسنده: TKG
30 غویی 1394
ځینو ښوونکي زده کوونکو ته په وهلو درس ور ښيي

د خوست یو شمېر اوسېدونکي وایي چې کله نا کله یې اوس هم ماشومان له ښوونکو سر ټکوي او وایي چې  درس په وهلو او ټکولو ور ښیي. دوی دا کار یو ناوړه عمل ګڼي او زیاتوي چې ډېر کله یې ماشومان د دې پر ځای چې ښوونځیو ته لاړ شي، له ښوونځیو زړه توري کېږي. د ماشومانو

د خوست یو شمېر اوسېدونکي وایي چې کله نا کله یې اوس هم ماشومان له ښوونکو سر ټکوي او وایي چې  درس په وهلو او ټکولو ور ښیي.

دوی دا کار یو ناوړه عمل ګڼي او زیاتوي چې ډېر کله یې ماشومان د دې پر ځای چې ښوونځیو ته لاړ شي، له ښوونځیو زړه توري کېږي. د ماشومانو کورنۍ په دې برخه کې د ښوونځي ادارې ملامته بولي چې ټیټوصنفونو( اول، دوهم او درېیم)  ته بې حوصلې ښوونکي ګماري.

د خوست ښار اړوند د ماڼۍ کلي اوسېدونکی منورشاه وایي چې دوه کوچني ورېرونه یې په دوهم او درېیم ټولګي کې زده کړې کوي، خو ماشومانو یې له هغې ورځې چې ښوونکي وهلي دي، له درس او ښوونځي سره مینه نه ښيي:(( دوی دواړه ښه په مینه ښوونځي ته تلل، یوه ورځ یې کورنۍ دنده نه وه ترسره کړې؛ نو ښوونکي په وهلو ډبولو له ټولګي ایستلي وو، بس اوس یې هره ورځ په خوارۍ ښوونځي ته لېږو.))

حمیدالله د شیخ زاید پوهنتون محصل دی، هغه هم ورته خبره کوي او وایي چې کوچنی ورور یې ښوونکي دومره وهلی و چې لاس یې مات شوی و:(( یوه ورځ ټولګي ته څو دقیقي ناوخته رسېدلی و،  ښوونکي هم له پوښتنې پرته دومره وهلی و چې ښی لاس یې ورباندې مات کړى و.)) نوموړی زیاتوي چې دا ډول کارونه هغه ښوونکي ترسره کوي چې غیر مسلکي وي او یا هم په دې برخه کې کمه تجربه ولري.

د سید محمد په نوم یو زلمی وايي چې په خپل ښوونځي کې يې داسې ښوونکي هم لرل چې له ځان سره به یې مرچ ګرځول او د کوم زده کوونکي به چې درس نه و زده؛ نو دا به یې په شونډو ورته وهل:(( مسوول چارواکي باید دې برخې ته ډېر پام وکړي، اول، دوهم او د درېیمو ټولګیو زده کوونکو ته دې با حوصله ښوونکي وګماري.))

استاد فتح خان نیازي چې کلونه کلونه زده کوونکي روزلي وايي چې ښوونکی باید له زده کوونکو سره داسي چلند وکړي لکه د کور مشر:(( ما خپله دې اصل ته ډېر پام کړی او هېڅکله ځانته اجازه نه ورکوم چې زده کوونکي تهدید کړم.))

په خوست کې د عبدالحی حبیبي لیسې مدیرعبدالستار وايي چې دوی تر ټولو لایق او وړ ښوونکي د لومړنیو ټولګیو لپاره ګماري، ځکه په وینا یې د زده کونکو د زده کړې بنسټ له همدې ځایه ایښودل کیږي:(( دا چې ښوونځی د تعلیم او تربیې ځای دی؛ نو په کار ده چې زده کوونکي د تهدید پر ځای زده کړو ته په نرمه لهجه وهڅول شي.))

د خوست د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال مطیع الله فضلي وايي چې له زده کوونکو سره تاوتریخوالی او د هغوی تهدیدول منع دي:(( د اصولو له مخې هېڅ ښوونکی نشي کولای چې زده کوونکو ته درس په وهلو ټکولو ور وښيي.))

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA