ads

امريکا لخوا د ايران پر بېړيو د بريد احتمال زيات شوى

يوې امريکايي خبري رسنۍ ادعا کړې، چې ښايي امريکا يمن ته د ايران پر بار وړونکو بېړيو بريد وکړي. د امريکا دفاع وزارت ويلي، چې د دوى جنګي بېړيو د يمن عدن بندر کې د ايران بېړۍ تر خپل نظر لاندې نيولې ده. يوې امريکايي خبري رسنۍ ادعا کړې، چې ښايي امريکا يمن ته د […]

نویسنده: TKG
30 غویی 1394
امريکا لخوا د ايران پر بېړيو د بريد احتمال زيات شوى

يوې امريکايي خبري رسنۍ ادعا کړې، چې ښايي امريکا يمن ته د ايران پر بار وړونکو بېړيو بريد وکړي. د امريکا دفاع وزارت ويلي، چې د دوى جنګي بېړيو د يمن عدن بندر کې د ايران بېړۍ تر خپل نظر لاندې نيولې ده.

يوې امريکايي خبري رسنۍ ادعا کړې، چې ښايي امريکا يمن ته د ايران پر بار وړونکو بېړيو بريد وکړي.

د امريکا دفاع وزارت ويلي، چې د دوى جنګي بېړيو د يمن عدن بندر کې د ايران بېړۍ تر خپل نظر لاندې نيولې ده.

د اېن بي سي نيوز شبکې د رپوټ له مخې، امريکايي چارواکو ويلي، چې ايران د ملګرو ملتونو له اجازې پرته يمن ته د باروړونکو بېړيو استولو په پلمه په يمن کې مداخله پيل کړې ده.

ملګرو ملتونو له ايرانه غوښتي دي، چې يمن ته دې خپلې مرستې د سره صليب نړيوالې ادارې سره په همغږۍ واستوي، خو داسې ښکاري، چې ايران له دې امر څخه سرغړونه کړې وي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA