ads

ایا د ۱۳۹۳ لمریز کال ټاکنې قومي او سمتي وې؟

په افغانستان كې د ۱۳۹۳ كال د وري په شپاړسمه د لومړي ځل لپاره په سوله ييز ډول د واك د لېږد په هدف د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو ټاكنې د خلكو په تېره بيا د ښځو په پراخ ګډون ترسره شوې. تقريبا په ټول افغانستان كې د رايو صندوقونه كېښودل شول او خلك […]

نویسنده: TKG
29 غویی 1394
ایا د ۱۳۹۳ لمریز کال ټاکنې قومي او سمتي وې؟

په افغانستان كې د ۱۳۹۳ كال د وري په شپاړسمه د لومړي ځل لپاره په سوله ييز ډول د واك د لېږد په هدف د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو ټاكنې د خلكو په تېره بيا د ښځو په پراخ ګډون ترسره شوې. تقريبا په ټول افغانستان كې د رايو صندوقونه كېښودل شول او خلك د خپل هېواد د سياسي

په افغانستان كې د ۱۳۹۳ كال د وري په شپاړسمه د لومړي ځل لپاره په سوله ييز ډول د واك د لېږد په هدف د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو ټاكنې د خلكو په تېره بيا د ښځو په پراخ ګډون ترسره شوې. تقريبا په ټول افغانستان كې د رايو صندوقونه كېښودل شول او خلك د خپل هېواد د سياسي برخليك د ټاكلو لپاره ډلې ډلې د رايو مركزونو ته ولاړل او نړيوالې ټولنې هم په افغانستان كې دا د ډيموكراسۍ د ټينګښت لپاره يوه تاريخي او ستره لاسته راوړنه وبلله.

اوس په مركزي ولايتونو باميان، دايكنډي، غزني او ميدان وردګو كې ترسره شوې څېړنې ښيي چې خلك  تېر كال نه یوازې له ټاكنو خوشاله دي، بلكې د تېر كال د حمل ۱۶مه نېټه له يو جمهور رئيس څخه بل ته د قدرت د مسالمت اميزه لېږد او ډيموكراسۍ د بنسټ لومړنۍ خښته ګڼي.

خو بل پلو ته بيا يو شمېر وكيلان او د سيمې متنفذين د تېر كال ټاكنې په ټول هېواد كې په سمتي او قومي رنګ لړلې بولي او وايي، د تېر كال په جمهوري رياست ټاكنو كې د هر قوم رايې د هغوى مشخص كانديد ته اچول شوې دي، د ولايتي شوراګانو ځینې وكيلان، خو لا دا هم وايي چې كانديدانو اكثره رايې په پيسو له خلکو ټولې كړې دي.

د سيمه یيزو متنفذينو ملاتړ

د ۱۳۹۳ كال د وري د ۱۶مې نېټې په ټاكنو كې د كانديدانو تر منځ سيالي په پراخو صف بنديو سره وشوه، مګر پوښتنه دا ده چې دا صف بندۍ په كومو معيارونو پورې تړلې وې؟ څنګه وې او له كانديدانو څخه د سيمه ييزو مشرانو ملاتړ په كومو ستنو ولاړ و؟

د اصلاحاتو او همپالنې د ډلې ملاتړي په دې باور دي چې په دغه ټيم كې راټول شوي ټول مشران جهادي سټې او د مقاومت د ورځو خلك دي، تل يې له افغانستان څخه دفاع كړې، د خلكو له منځه راپورته شوي او د خلكو له ستونزو باخبره وو. د دغه ټيم پلويانو ويلي، دوى باوري وو چې دا ټيم به د خپل شعار په رڼا كې اصلاحات راولي او همپالنه به كوي، دغه راز به اداري فساد له منځه وړي، مساوات او متوازن انكشاف ته به لاره اواروي.

په مشرانو جرګه كې د دايكنډي خلکو استازى علي اکبر جمشیدي چې په جمهوري رياست ټاكنو كې د همپالنې د ټيم غړى پاتې شوی و، هغه کلید ته له دغه ټيم څخه د خپل ملاتړ پر وجوهاتوښه مفصل غږېدلى، نوموړی وايي:(( مخكې به قدرت تل د يوې مشخصې كتلې په لاس كې و، دا ځل په كار وه چې ټول خلك په حكومت كې واى؛ نو ځكه دا يو ملي او هر اړخيز ټيم و چې متوازن انكشاف ته پاملرنه، محرومو خلكو ته خدمت او له مركزي سيمو سره د ګردن دېوال سړك نښلول يې اهدافو كې راتلل، ځكه موږ له دغه ټيم څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.))

خو د تحول او تداوم د ټيم ملاتړي بيا په دې باور دي چې د افغانستان رهبران بايد د يو پراخ سياسي تفكر درلودونكي، هغوى ښه مديریتي خلك وي او له مډرنو دولتي سيسټمونو سره اشنا خلك وي. دوى وايي، په تحول او تداوم ټيم كې هغه څېرې سره راټولې شوې وې چې د افغانستان د خلكو په مدني حقونو، عقايدو او ايمان يې كلك باور وو، ټول شخصيتونه په كې علمي او د كاري پراخې تجربې لرونكي وو. دوى اوس هم دغه ټيم ځكه د خپل ملاتړ وړ ګڼي چې په وينا يې، د هزاره جاتو د ځانګړي انكشاف، د محروميت له منځه وړل، د ملكيتونو شرعي كول او د اساسي قانون پر بنسټ د كوچيانو د ستونزو له منځه وړولو ته ژمنتيا یې خپله كاري تګلاره بلله.

احمدعلي احمدي په باميانو كې د تېر كال ټاكنو پر مهال د اشرف غني د كمپاين غړى پاتې شوی و، هغه وايي، تحول او تداوم ته يې ټول كمپاين د اشرف غني د ټيم د اهدافو په خاطر كړى دى:(( اشرف غني یو تجربه لرونکی او برنامه لرونكى شخصیت دی، موږ ډاډه يو چې په خپلو ژمنو به وعده کوي او افغانستان به له موجوده بحران څخه ژغوري.))

د مشرانو نقش

د چارو شنونكي په دې باور دي چې د تېر كال په جمهوري رياست ټاكنو كې رايې اچونې ته د خلكو د هڅونې له لارې ځايي متنفذينو او مشرانو هم خورا مهم او اساسي رول لوبولى دى. روح الله دانشيار همدا خبره كوي او وايي، تېر كال په ټاكنو كې د ډاكټر زلمي رسول د كمپاين مسوول و او د هغه ټوله برنامه يې د ځايي متنفذينو په مرسته تر خلكو رسولې ده:(( هغه دلته هېچا نه پېژانده، خو د ځايي مشرانو او متنفذينو هلې ځلې وې چې د ټاكنو په لومړيو نتايجو كې هغه له باميانو دوهمه درجه زياتې رايې واخستې.))

دا خبره په خپله كمپايني دوره كې د تحول او تداوم ټيم هم درك كړې ده او وايي، د دوى لپاره د سيمه ييزو متنفذينو نفوذ په هره سيمه كې حياتي او مهم و. په ميدان وردګو كې د دغه ټيم د كمپاين د وخت مسوول انجنير اسدالله په همدې باور دى، نوموړی وايي:(( د مشرانو رول ډېر مهم وو، زموږ د ډلې متنفذينو مشرانو د اشرف غني تګلاره د هر چا تر غوږونو ورسوله، د هغه په اړه داسې تبليغات خپاره شوي وو چې ګواكې هغه يو كوچى دى، مګر موږ خلكو ته د ځايي مشرانو په مرسته دا ورسوله چې هغه يو عالم او پوه جمهور رئيس كېداى شي.))

د باميانو په شيبر ولسوالۍ كې د تحول او تداوم د كمپاين مسوول امين عطايي هم دغه خبره ياده كړه، هغه وويل، كله چې اشرف غني هلته د تلو نيت وكړ؛ نو همدا قومي متنفذين او مشران وو چې تر ۴۰ زرو زيات خلك يې ورته راټول كړل او د تحول او تداوم د ټيم د مشر خبرې يې واورېدې.

خو د ډاكټر عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټيم مسوولينو بيا ويل، كه څه هم كمپاين اساسي رول لري، خو د تېر كال په ټاكنو كې د ولس يوې لويې برخې د كانديدانو پلانونو او برنامو ته په كتو خپله رايه كارولې ده. ياسين اكبري په دايكنډي كې د همدې ټيم د كمپاين مسووليت پر غاړه درلود او وايي، په دغه ولايت كې د همپالنې ټيم ۶۵ فيصده رايې ترلاسه كړې، خو دا د متنفذينو په زور نه وې، بلكې د دې ټيم د كمپاينرانو او ملاتړو د خپلو ځاني هلو ځلو بركت و.

خو په غزني ولايت كې د اصلاحاتو او همپالنې د ټيم غړى عارف واحدي بيا وايي، د كمپاين ډلې يې په سيمه كې له واقعي لارو چارو څخه په استفادې ۷۵ فيصده رايې راټولې كړې او په دې لارو چارو كې د متنفذينو رول تر ډېره ګټور ثابت شو.

نورې طریقې؟

د ۱۳۹۳ كال د حمل د ۱۶مې نېټې تر انتخاباتو پورې د جمهوري رياست كانديدانو دوه مياشتې وخت درلود تر څو خپلې كړنلارې او پروګرامونه د مناظرو او كمپايني غونډو په ترڅ كې تر خلكو ورسوي، د ولايتي شورا كانديدانو په عين حال كې چې د ځان لپاره كمپاين كاوه، جمهوري رياست ته ولاړ د خپلې خوښې كانديد ته یې د رايې وركولو لپاره خلک هم رابلل، خو دا چې په كومه شېوه؟ نو په اړه يې راته د ميدان وردګو د ولايتي شورا وكيل فاجر ميرزايي داسې وايي:(( د کمپاین په وخت کی موږ له مختلفو لارو استفاده کوله، د حقیقت ویل، خلکو ته د برنامو مشخصول او د غونډو جوړول زموږ د كمپاين شېوه او طریقه وه. خو په عين حال كې د ولايتي شورا یو شمېر وكيلانو ته د پولداره جمهوري رياست كانديدانو لخوا پيسې راتلې، دوى په هغو پيسو د خلكو كارټونه اخستل.))

خو د باميانو د ولايتي شورا رئيس مولوي يوسف بيا وايي، ده په خپله كمپايني دوره كې د ځان تر څنګ ډاكټر عبدالله ته هم كمپاين وكړ، خو پيسې يې ترې نه دي غوښتي:(( موږ يوازې د خپلې خوښې د كانديد برنامه خلكو ته تشريح كړې او هرې ولسوالۍ ته مو سفر وكړ، ډېر خلك زموږ غونډو ته راټول شول، خو نه مو له چا په پيسو كارټ اخستى، نه موږ ته چا پيسې راكړې دي.))

د باميانو له ورس څخه ولايتي شورا ته كانديد او د اصلاحاتو او همپالنې د كمپاين غړى محمد باقر اخلاقي بيا وايي، ده په ټوله كمپايني دوره كې ۴۰۰ زره افغانۍ لګولې دي، خو له اصلاحاتو او همپالنې ټيم څخه يې د دغو لګښتونو يوازې نيمايي برخه اخستې ده:(( ما دا پیسې له چا څخه د كارټ په اخستلو نه دي لګولې، بلكې په پوسټرونو، موټرو ته په تېلو اچولو او د غونډو ګډونوالو ته د ډوډۍ په برابرولو مو لګولې دي.))

په دايكنډي كې د مهرامور ولسوالۍ اوسېدونكى سناتور شريفي بيا وايي، ده د پيسو په بدل كې نه، بلكې د ګوندې اړيكې له مخې ډاكټر عبدالله ته كمپاين كړى دى:(( دا چې موږ د وحدت اسلامي غړي وو؛ نو موږ خپل حمایت  له عبدالله څخه اعلان کړ، بس كمپاين مو هم ورته وكړ.))

په همدې ولايت كې د ډاكټر زلمي رسول د كمپاين غړو بيا ويلي، دوى د پيسو پر ځاى په كمپاين كې د اعتدال، برابرۍ او بيارغونې ټيم ته لومړيتوب وركړ چې ځوانانو ته يې نيمايي او ښځو ته د ۲۰ فيصده دولتي ونډې خبره كوله.

 

عملي ‍ژمنې او که د عوامو تېر ایستل؟

د ټاكنيزو مبارزو پر مهال ليدل كېدل چې د جمهوري رياست اكثره كانديدانو او مرستيالانو يې خلكو ته د پيسو، چوكيو، انكشافي او رغنيزو چارو په اړه ګڼې ژمنې وركړې، خو ايا د ملي وحدت حكومت په رامنځته كېدو، دا وعدې رښتيا شوي او كه نه دي رښتيا شوي؛ نو د قومي متنفذينو عكس العمل څه دى؟

په دې اړه د چارو كارپوهان بېلابېل نظريات لري، يو شمېر يې وايي، تر اوسه يو ټيم هم د ملي وحدت د حكومت په جوړولو له خلكو سره كړې خپلې ژمنې نه دي عملي كړې، دوى وايي، حكومت په دې كار  نه يوازې قومي متنفذين، بلكې لوستى قشر او عوام له ځانه سخت زړه بدي كړي دي.

خو په ولسي جرګه كې د ډاكټر عبدالله د ټيم غړی عبدالرحمن شهيداني بيا دا نه مني او وايي، د دوى ژمنې د اساسي قانون د ۱۴ مې مادې په اساس وې او ټيم يې اوس هم په دې خبره ولاړ دى چې كړې وعدې عملي كړي:((موږ ډاډه يو هغه څه چې د ټيم په وس كې وي عملي كوي به يې او كه عملي يې نه كړاى شول؛ نو له نورو مدني لارو به د خلكو حقونه ترلاسه كوو.))

په غزني كې د تحول او تداوم د كمپاين د وخت مسوول عبدالمالك حبيبي هم وايي، ټيم يې د جاغوريو ولايت كول، د امنيت تامين او بيارغونه له خپلو اساسي كارونو ګڼله او دى باور لري چې اوس به حكومت له خلكو سره كړې ژمنې په سمه توګه عملي كوي.

 

د خلکوګډون

د كليد په سروې كې معلومه شوې چې د ۱۳۹۳ كال د جمهوري رياست ټاكنو لپاره په ټاكنيزو مبارزو كې عوامو د مختلفو عواملو پر اساس ګډون كاوه، ځينې خلك د كانديدانو د ويناوو اورېدو لپاره د دوى غونډو ته ولاړل، خو ځينې بيا داسې هم وو چې په خپله يې ويلي، دوى د پيسو په بدل كې غونډې ته غوښتل شوي، خو له غونډو وروسته چا يوه ټنګه هم په جيب كې نه ده ور اچولې.

رجب رجا په دايكنډي كې د شهرستان ولسوالۍ اوسېدونكى دى او وايي، په خپله هم يوې غونډې ته د پيسو په بدل كې ورغوښتل شوى و:(( د پيسو وعدې قومي مشرانو له خلكو سره كړې وې، په هغه ورځ يې هر يوه تن ته، غونډې ته د راتلو په كرايه كې ۵۰۰ افغانۍ او د غرمې ډوډۍ وركړه.))

په ميدان وردګو كې كه څه هم د امنيتي ستونزو له كبله خلک زياتو انتخاباتي غونډو ته ورنغلل، خو د دغه ولايت د جلرېز اوسېدونكى عبدالحميد ظفري وايي، په اكثره كمپايني غونډو كې يې غونډې ته د راتلو په بدل كې د كرايې راكړه وركړه ليدلې ده:(( دلته په پيسو خلك راوستل كېدل، ما ليدلي هم دي دا پيسې ځايي متنفذينو ويشلې.))

 

په ټاکنو کې د رایې وركولو معيار څه وه؟

كه څه هم د تېر كال ټاكنې د خلكو په خورا جوش سره ترسره شوې، خو يو شمېر متنفذين او مشران وايي د ۱۳۹۳ كال په جمهوري رياست ټاكنو كې خلكو برنامو او پلانونو ته رايه نه ده وركړې، بلكې د دې لپاره تر ټولو لومړى اساس قوم پالنه او سمت پالنه وه.

شنونكي هم دا خبره تاييدوي او وايي، په تېر كال ټاكنو كې ډاكټر عبدالله له مركزي سيمو ۵۰ فيصده رايې يوړې، ډاكټر اشرف غني بيا په ختيځه او جنوبي ساحه كې ۵۰  فيصده رايې واخستې، خو په شمالي ولايتونو كې بيا دواړه كانديدان اوږه په اوږه روان وو.

انجنير اسدالله د ميدان وردګو اوسېدونكی په همدې باور دى، نوموړی وايي:(( که څه هم د حمل د ۱۶ مې نېټې په انتخاباتو کې امنیتي ستونزې موجودې وې، خو بيا هم د خلكو پراخ ګډون په كې تقریبا سمتي او قومي و.))

په دايكنډي كې د تحول او تداوم ټیم د كمپاين مسوول محمد جواد هدايت هم كليد ته ادعا كړې چې په سيمه كې خلكو د قومي او سمتي معيارونو پر اساس خپلې رایې كارولې دي، نوموړی وايي:(( دلته د دې اور د زياتولو لپاره له مذهبي احساساتو هم بده استفاده وشوه، حتى د ايت الله ګانو لخوا جعلي فتواوې هم په خلكو وېشل شوې وې.))

خو په باميانو كې بيا د اصلاحاتو او همپالنې ټیم د كمپاين د وخت مسوول محمدسجاد محسني په ټاكنو كې د سمتي او قومي معيارونو پر اساس د رايې د استعمال خبره رد كړې او وايي، هر افغان خپله رايه د كانديدانو برنامو او پلانونو ته وركړې ده.

په غزني كې هم د اصلاحاتو او همپالنې د ټيم ملګرى عارف واحدي دا خبره تاييدوي او وايي، په غزني كې ټولو كانديدانو رايه ترلاسه كړې وه او هېڅ يو ته د هغه په برخه شوې رايه د قوم او سمت پر اساس نه وه.

د كمپاینونو په جریان کی لوړ لګښتونه؟

د ټاكنو مصوبې د جمهوري رياست كانديدانو ته تر لس مليونه افغانيو د زيات لګښت اجازه نه وركوله، خو د كليد موندنې ښيي چې د تېر كال په ټاكنو كې په ميدان وردګو، غزني، باميان او دايكنډي كې له هر كانديد څخه تر يو مليون زياتې پيسې مصرف شوي.

اوس كه حساب ونيول شي او په هر ولايت كې د كانديدانو د كمپايني لګښتونو پيسې وسنجوو؛ نو دا مصارف په هر كانديد پسې تر ۳۴ مليونه افغانيو اوړي.

د ولسي جرګې او سنا مجلس اكثره غړي چې د كمپاين پر مهال له تحول او تداوم يا له اصلاحاتو او همپالنې ټيم سره ملګري وو، ادعا كوي چې د ۱۳۹۳ كال د حمل د ۱۶مې د ټاكنو لپاره له خلكو څخه د رايو راټولولو په هدف بې اندازې مصرفونه شوي دي.

پخپله په ميدان وردګو كې د اصلاحاتو او همپالنې د ټيم مسوول محمد حسين فهيمي هم په خپلو خبرو كې منلې چې د دې ولايت په څو ولسواليو كې يې د انتخاباتي ټيم لخوا ۸۰۰ زره افغانۍ ولګول شوې:(( په دې كې هم ځينې ولسوالۍ داسې وې چې موږ هلته كمپاين ونه شو كړاى.))

د ولايتي شوراګانو اكثره كانديدانو هم كليد ته په خبرو كې منلې چې د كمپاينونو پر مهال له قانوني لګښتونو زيات مصارف شوي او حتى ځينو كانديدانو په ډېرو زياتو پيسو رايې هم رانيولې دي.

د باميانو د ولايتي شورا غړى ابراهيم خليلي همدا ادعا لري، هغه وايي:((د كمپاين پر مهال له ۱۰ مليونه افغانيو زياتې ځكه لګېدلي چې زه يوازې د ولايتي شورا كانديد وم، خو خلك به راغلل ويل يې زر رايې لرو په څو يې اخلې؟ دا خلك د كانديدانو لخوا په پيسو روږدي شوي وو.))

په باميانو كې د ډاكټر زلمي رسول د كمپاين مسوول روح الله دانشيار هم كليد ته د خپل ولايتي دفتر د مصارفو ليست مخې ته ايښى او ويلي يې دي چې دوى د خپل ولايتي دفتر لخوا ۴۰ زره ډالر پر كمپاين مصرف كړي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA