په دې وروستیو کې د جنايي پېښو د ګراف لوړېدو د خلکو زیاتې اندېښڼې راپارولي، خو چارواکي سره له دې چې دا پېښې تاييدوي او طرحه شوي جرایم يې بولي، د عادي کچې جرايم په ګوته کوي او په وړاندې يې لکه څنګه چې په کار ده اقدام نه کوي.
په دې وروستیو کې د جنايي پېښو د ګراف لوړېدو د خلکو زیاتې اندېښڼې راپارولي، خو چارواکي سره له دې چې دا پېښې تاييدوي او طرحه شوي جرایم يې بولي، د عادي کچې جرايم په ګوته کوي او په وړاندې يې لکه څنګه چې په کار ده اقدام نه کوي.
په دې جنايي جرمونو کې چې ترې زیاته اندېښنه څرګندېږي انسان تښتونه، موټر تښتونه، نمبر پلېټ تښټونه، سړي وژنې، غلا او ځينې نور موارد شامل دي. خلک وايي چې یوازې هغه سیمې له دې پېښو په امن کې دي چې لوړپوړي دولتي مقامات پکې اوسېږي.
چارواکي یوازې د کابل په کچه په اوونۍ کې د پنځوسو جنايي پېښو د پېښېدو تایید کوي، خو دومره يې نه ګڼي چې د زیاتې اندېښنې وړ وي.
د کابل امنیه قوماندانۍ د جنایی جرمونو د تحقیقاتو رييس جنرال فرید افضلي یوه اوونۍ مخکې رسنیو ته وویل چې معمولا هره اوونۍ ۵۰ جنايي پېښې په کابل ښار کې کېږي. د هغه په خبره پر عادي جنايي پېښو سربېره یو شمېر سازمان شوې ډلې موجودې دي، خو دوی د کابل امنیت نه شي ګواښلی او په وخت د مسلکي کسانو له خوا تر پېژندنې وروسته نيول کېږي.
که يوازې په کابل کې چې د هیواد پایتخت دی او ډېر امنيتي امکانات او ځواکونه لري، په اوونۍ کې پنځوس پېښې رامنځته شي، دا پخپله ډېره اندېښمنوونکې موضوع ده او نباید چې چارواکي په عادي نظر ورته وګوري او ادعا وکړي، چې دا پېښې کمې او عادي دي. اصلا د پېښو په اړه باید د چارواکو له خوا داسې يو څه ونه ویل شي، ځکه د دوی د څرګندونو په نسبت مجرمین چې هره شېبه په کمين کې ناست دي او تل يې تر امنيتي ځواکونو یو ګام مخته عمل کړی، دا جرئت پیدا کوي چې په پراخه کچه جرایم ترسره کړي.
خلک هره ورځ له سړي وژنو، سړي تښتونو او موټر تښتونو شکایت لري. د دوی په نظر بیکاري او په ښار کې د نامسووله وسله والو کسانو شتون دا پېښې رامنځته کوي.
بیکاري هغه څه ده چې ورځ تربلې زیاتېږي او د نامسووله وسله والو او جنایتکاره ډلو په شمېر کې زیاتوالی راولي. د ملي وحدت حکومت چې يوه لویه ژمنه يې خلکو ته د کار د زمینو برابرول دي، دا دی د خپل شپږمياشتني کاري وخت تر سر ته رسيدو پورې هم په دې نه دی توانیدلی چې خلکو ته د قناعت وړ کاري زمينې رامنځته کړي. ولس وايي چې دولتي مشران يې پخپلو کې د قدرت په سر په لانجو کې ښکېل دي او خلک ورنه هېر شوي دي.
د نوي ملي وحدت حکومت له جوړېدو سره د جنايي جرمونو ګراف تر ډېره بریده راټيټ شوی و او ولس دا ویل چې جنایتکاره ډلې د حکومت د چلند په نسبت په وېره کې دي او په جرمونو ډېر لاس نه پورې کوي او ښايي نوی حکومت او امنيتي چارواکي يې په وړاندې جدي عمل وکړي، په همدې بنسټ دا هیله موجوده وه چې په لنډ وخت کې به د جنایتکارو ډلو لمن ورټوله شي. خو اوس د دې پېښو له زیاتوالي سره خلکو ته دا اندېښنه رالوېدلې چې یا خو اړوند ارګانونه د داسې پېښو په وړاندې جدي اقدام نه کوي او یا هم دا پېښې عادي او د حساب وړ نه ګڼي.
امنیتي ادارو په تېره پوليس چې د ولس د خوندي ساتلو مسوولیت په غاړه لري او د ولس خدمتګار ګڼل کېږي، په کار ده چې د جنایتکارو ډلو د فعالیتونو له مخنیوي سره د ولس د رواني امنيت چاره په جدي ډول وسنجوي او دا قوت ور وبښي چې په ډاډه زړه چېرته تګ راتګ او ژوند وکړي. د دوی مسووليت یوازې په دې نه خلاصه کېږي چې د پېښو د ګراف په کم ښودلو او د دې بهیر په عادي ښودلو سره ولس ته د قناعت ورکولو هڅه وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

