څېړنو دا ښودلې چې له ۲۵ تر ۳۹ کلنې ښځې د هېواد د کاري ځواک ۵۲ په سلو کې جوړوي او تر ډېره حده ښځې پر سوداګريزو چارو بوختې دي چې دا شمېره ورځ تر بلې زیاتېږي، خو ښځې خپلې سوداګريزې چارې له زياتو ستونزو سره پر مخ وړي.
څېړنو دا ښودلې چې له ۲۵ تر ۳۹ کلنې ښځې د هېواد د کاري ځواک ۵۲ په سلو کې جوړوي او تر ډېره حده ښځې پر سوداګريزو چارو بوختې دي چې دا شمېره ورځ تر بلې زیاتېږي، خو ښځې خپلې سوداګريزې چارې له زياتو ستونزو سره پر مخ وړي.
د امپوريم شركت چې له كلونو راهيسې د كابل په شهر نو سيمه كې موقعيت لري، د لاسي صنايعو په مختلفو برخو لكه چرم، قېمتي ډبرو او غالۍ اوبدلو كې يې فعاليت درلود، خو څه موده يې د بېلابېلو ستونزو له كبله فعاليتونه كمرنګ شوي وو او اوس يې خپل كارونه له سره پيل كړي دي.
په دې شركت كې د غالۍ اوبدلو د برخې مسووله نفيسه هاشمي وايي، د غالۍ اوبدلو كارګاه يې د چهار قلعه په سيمه كې ده او ۱۵ تنه ښځې ورسره كار كوي.
هغه زياتوي: ” زموږ كارګران هر ډول فرمايش مني او اوبدلاى يې هم شي، خو ستونزه په دې كې ده چې ډېر كم پېرودونكي لرو او تر اوسه يوازې د خصوصي سكټورونو، د سوداګرۍ خونو او د سوداګرو ښځو د فدراسيون له خوا زموږ ملاتړ شوى دى.”
نوموړې د نورو سوداګرو ښځو په څېر له دولت څخه ګيله منه ده چې په دې نه دى بريالى شوى چې د دوى د محصولاتو د خرڅلاو لپاره يو ماركېټ جوړ كړي.
هغه وايي، د غالۍ اوبدلو مواد يې د خپل هېواد له محصولاتو څخه دي او په دې برخه كې ستونزې نه لري، خو يوازې د نندارتونونو د جوړولو له لارې يوه اندازه محصولات يې پلورلى شي.
د نفيسې په خبره، كله چې بهرني كنفرانسونو او نندارتونونو ته د ګډون په خاطر ځي، په خپله د خپلو محصولاتو د خرڅلاو لپاره بازار پيدا كوي او دولت په دې برخه كې هم ورسره كومه مرسته نه كوي.
نوموړې وايي: ” هغه افغانانو چې په تركيه كې مېشت دي او د غالۍ اوبدلو په برخه كې كار كوي، زموږ كار ډېر خوښ كړ او د غاليو فرمايش يې موږ ته راكړ، خو هېڅ يو سكټور دې ته حاضر نه شو چې د ويزې د اخيستو په برخه كې له موږ سره مرسته وكړي.”
د نفيسې غوښتنه دا ده چې د سوداګرو ماليه بايد د هغوى د كاري مودې او سرمايې په نظر كې نيولو سره توپير ولري، خو د دې په وينا، دولت دې برخه ته لازمه پاملرنه نه كوي.
هغه له خپل كار سره ډېره مينه لري او وايي، د سولې او امن په راتګ سره به يې كارونه تر دې هم زيات مينه وال پيدا كړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

