په امريکا کې د ډزو له كبله ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې. رپوټونه وايي، پېښه د امريکا ټکزاس ايالت په يو رسټورانټ کې د دوو سيالو ډلو ترمنځ رامنځته شوې ده، چې له كبله يې نهه تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان
په امريکا کې د ډزو له كبله ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
رپوټونه وايي، پېښه د امريکا ټکزاس ايالت په يو رسټورانټ کې د دوو سيالو ډلو ترمنځ رامنځته شوې ده، چې له كبله يې نهه تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان دي.
د ټكزاس د پوليسو په وينا، پېښه تېر مازيګر د يو ځايي رسټورانټ پارکينګ کې رامنځته شوې ده.
پوليسو ويلي، سيالو ډلو په چاقوګانو او وسلو يو پر بل بريدونه کړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


