د الکوزي شرکت ګروپ او د افغانستان كركټ بورډ ترمنځ د لسو كالو لپاره د ۱۳ ميلیونه ډالرو مالي ملاتړ تړون لاسليك شوي. د افغانستان کرکټ بورډ اجرایوي رئیس شفیق اله ستانکزي د دوشنبې په ورځ په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د نوموړي شرکت د خرڅلاو برخې
د الکوزي شرکت ګروپ او د افغانستان كركټ بورډ ترمنځ د لسو كالو لپاره د ۱۳ ميلیونه ډالرو مالي ملاتړ تړون لاسليك شوي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجرایوي رئیس شفیق اله ستانکزي د دوشنبې په ورځ په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د نوموړي شرکت د خرڅلاو برخې له مسؤل میرویس سیال سره د یادې مالي مرستې د تړون د لاسیلک په ترڅ کې رسنیو ته وویل، د دې ملاتړ موده به ۱۰ کاله وي، چې د ستانکزي په وینا هر کال به ۱ اعشاریه ۳ ميلیونه ډالر د کرکټ اړوند په درېیو برخو لکه، د ملي الف لوبډلې د غوره لوبې وړاندې کولو، د کرکټ لوبې پراختیا او د ۱۶ کلنو، ۱۹ کلنو او ۲۳ کلنو لوبډلو د غړو د ودې او د لوبڅارانو او روزونکو پر لاښې روزنې لګول کیږي.
ستانکزي دا راز له سپورټ څخه مالي ملاتړ د ملاتير په توګه یاد کړ او ویې ویل، چې دا به د کرکټ لوبغاړو د ودې لپاره یو مثبت ګام وي.
نوموړي دغه راز وويل، چې له تېر یوه نیم کال راهیسې یې مالي ملاتړ نه درلود او همدا د دې سبب شو چې دوی د بودیجوي کسر سره هم مخ شي. خو وايي د دې مالي مرستې له مخې به یې دا ستونزې حل شي.
بلخوا بیا د الکوزي شرکت د خرڅلاو څانګې مسؤل میرویس سیال کلید سره په خبرو کې وویل، چې یاده اندازه پیسې به په تدریجې توګه ورکول کیږي، او هدف یې هم د هېواد د سپورټ او ځوانانو وده ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د سپورټ ماهرین وايي: ډېری وخت د سپورټ په بېلابېلو برخو کې افغان لوبغاړي د مالي لګښتونو نه تر لاسه کولو له کبله په بهرنيو هېوادونو کې یا د لوبو له تر سره کولو پاتې کېږي او یا هم په خپل وخت نه رسیږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


