ads

ایا ناامني دومره پراخه ده، لکه څنګه چې ښودل کېږي؟

د چارو شنونكي د دولت په چوكاټ كې يو شمېر مشران په دې تورنوي چې د امنيت په اړه په ناغوښتلي ډول د خلكو ذهنيت مغشوشوي او د يو شمېر سيمو د سقوط د اوازو په خپرولو په لوى لاس د حكومت ضد تبليغاتو ته د هوا وركولو موقع مساعدوي. د چارو شنونكي د دولت […]

نویسنده: TKG
27 غویی 1394
ایا ناامني دومره پراخه ده، لکه څنګه چې ښودل کېږي؟

د چارو شنونكي د دولت په چوكاټ كې يو شمېر مشران په دې تورنوي چې د امنيت په اړه په ناغوښتلي ډول د خلكو ذهنيت مغشوشوي او د يو شمېر سيمو د سقوط د اوازو په خپرولو په لوى لاس د حكومت ضد تبليغاتو ته د هوا وركولو موقع مساعدوي.

د چارو شنونكي د دولت په چوكاټ كې يو شمېر مشران په دې تورنوي چې د امنيت په اړه په ناغوښتلي ډول د خلكو ذهنيت مغشوشوي او د يو شمېر سيمو د سقوط د اوازو په خپرولو په لوى لاس د حكومت ضد تبليغاتو ته د هوا وركولو موقع مساعدوي.

شنونكو دا نيوكې د ولسي جرګې د مشر عبدالرووف ابراهيمي د وروستيو هغو څرګندونو پر وړاندې كړې چې ويل يې د بېلابېلو ولايتونو يو شمېر ولسوالۍ له سقوط سره مخ دي او جمهور رئيس بايد دې موضوع ته جدي پاملرنه وكړي.

دا څرګندونې د ولسي جرګې مشر د غويي د ۲۱مې نېټې په عمومي مجلس كې له هغې وروسته وكړې چې يو شمېر وكيلانو د خپلو ولايتونو د امنيتي وضعيت په اړه سختې اندېښنې ښكاره كړې او په دې اړه يې حكومت خورا بې غوره وباله.

د ولسي جرګې مشر په دغه غونډه كې خورا په توندۍ د هېواد جمهور رئيس مخاطب كړ چې د وسله والو ځواكونو د اعلى سر قومندان په توګه د امنيت خونديتوب ته جدي پاملرنه وكړي ځكه چې د ده په وينا افغانستان هره ورځ د قربانيو شاهد او د ولسواليو د سقوط له خطر سره لاس او ګرېوان دى.

كه څه هم ابراهيمي د كومې ولسوالۍ نوم وانخست، خو داسې ښكاري چې له دغې خبرې څخه يې غوښتل د بادغيس جوند ولسوالۍ ته اشاره وكړي، ځكه تر دې غونډې دوه ورځې وړاندې جوند ولسوالي د طالبانو لاس ته ورغله او اوس بېرته د حكومت لاسته ورغلې ده، خو  داسې راپورونه هم موجود دي چې تر دې وړاندې په كندوز، غور، بدخشان، بغلان او نورو سيمو كې هم د وسله والو ګواښونه زيات شوي دي.

ورسره جوخت د ولسي جرګې غړي قاضي عبدالرحيم هم پر حكومت له توند انتقاد سره سره اندېښنه څرګنده كړه چې د ده په وينا كه خداى مه كړه هره ورځ يوه يوه ولسوالي سقوط وكړي؛ نو هېواد پخپله د ورانۍ خوا ته ځي.

صفيه ايماق بيا د بادغيس د جوند د خراب امنيتي وضعيت په اړه غږېده او ويل يې په جوند ولسوالۍ کې دا مهال له څلورو سوو تر پنځو سوو طالبان ځای پرځای شوي دي: (( له خلکو یې غوښتي چې راشئ وسلې موږ ته وسپارئ موږ هم په بدل كې تاسو ته څه نه وايو. اوس كه دې ته پام ونه شي باور وكړئ بادغيس ښار به هم سقوط وكړي.))

خو د چارو شنونكې بيا د ولسي جرګې د غړو او يو شمېر نورو محلي چارواكو دا ډول څرګندونې اغتشاش پاروونكې بولي او وايي، په جګړه كې د يو شمېر سيمو د سقوط او بيرته نيولو كيسه ډېره عادي وي، مګر اوس چې په افغان حكومت كې دننه يو شمېر چارواكي دې خبرو ته په ناغوښتلي ډول د اندېښنې په توګه هوا وركوي، دا د خلكو پر ذهنيت د حكومت پر خلاف ډېر خراب اثر غورځوي.

نظامي كارپوه او پخوانى صاحب منصب عبادالله مصمم په داړه یو شمېر دولتي چارواکي سخت ملامتوي او وايي، دوى ته په كار ده چې د خلكو د ذهنيت په جوړولو كې ونډه واخلي، نه دا چې ورځ تر بلې خراب امنيتي وضعيت په راپور ورکولو سره اقتصادي وضعيت او د خلكو معمول ژوند د ستونزو، اندېښنو او ځنډ ښكار كړي.

مصمم وړاندې وايي، امنيتي ستونزې له تېرو لسو كلونو راهيسې په يو ګراف كې راروانې دي، له دې كبله څوك دا حق بايد ځانته ور نه كړي چې د حكومتي ستنو د لړزولو په خاطر افواهات وكړي او په خپلو تبليغاتو د خلكو ذهنونه پر حكومت بې باوره كړي:(( ګورئ پخوا هم اكثره ولسواليو سقوط كاوه او بېرته افغان ځواكونو حتى بهرنيو ځواكونو په اسانه نه شوې نيولاى، اوس خو بدلون دا راغلى چې حكومتي ځواكونو په ډېر اسانه ډول په غزني كې د طالبانو تر ټولو ستر اكمالاتي مركز ناوه ولسوالي په ډېرو كمو تلفاتو او سترو لاسته راوړنو له ۱۳ كلونو وروسته ونيوه. په كندوز كې وسله وال په سخت ډول وځپل شول، كه موږ له داعش نه خلك ډاروو؛ نو هغوى هم د راپورته كېدو په وخت تر ټولو سخت وځپل شول، لږ بايد مثبت فكر وكړو چې موږ څومره مثبتې خوا ته تللي يو.))

په كابل كې مېشت ځوان فعال مطيع الله شهاب هم د دولتي كسانو له ورته څرګندونو سره مخالفت ښيي او وايي په دولتي چوكاټ كې دا ډول څرګندونې د مخالف لوري لپاره په ناغوښتلي ډول د تبليغاتو د كولو په معنی دي او بايد دولتي اړخونه په دې برخه كې د خلكو د ذهنيت د خرابولو پر ځاى د جوړولو لارې چارې وسنجوي:(( كه د بدخشان د سرتېرو قتل عام ملامتي موږ پر دې حكومت واچوو، دوه كاله وړاندې په شيرزادو كې د نږدې ۳۰ سرتېرو د قتل عام دوسيه چاته متوجه كړو؟ دا جنګ دى او روان دى، بايد د معضلې د حل په لارو چارو غور وكړو، نه په نيوكو او انتقادونو، له حكومت سره بايد مرسته وشي چې د ستونزو پر وړاندې لا ګړندى او په برياليتوب له دې حساس تاريخي پړاوه ووځي.))

دا په داسې حال كې ده چې جمهور رئيس غني هم څو ورځې وړاندې د ۳۱ تښتول شويو هزاره ګانو له ډلې د ۱۹ تنو تر راخوشې كولو وروسته وويل، په سترو امنيتي مسايلو كې د حوصلې او قوي ارادې اړتيا ده، نه دا چې خلك وډار شي، احساساتي كړاى شي او ستونزې لا زياتې كړاى شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA