ads

افغان كركټ ملي لوبډله د انټركانټيننټال كپ سياليو كې د ګډون لپاره لندن ته ولاړه

افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د سکاټلنډ پر وړاندې د انټرکانټيننټال کپ په څلور ورځنۍ سياليو کې د ګډون لپاره نن لندن ته روانه شوه. د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک كليد ته وويل، ملي لوبډلې ددې سياليو لپاره پوره تيارى نيولى او وبه توانيږي چې ښې لوبې ترسره كړي. دده په خبره، د دغه […]

نویسنده: TKG
24 غویی 1394
افغان كركټ ملي لوبډله د انټركانټيننټال كپ سياليو كې د ګډون لپاره لندن ته ولاړه

افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د سکاټلنډ پر وړاندې د انټرکانټيننټال کپ په څلور ورځنۍ سياليو کې د ګډون لپاره نن لندن ته روانه شوه.

د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک كليد ته وويل، ملي لوبډلې ددې سياليو لپاره پوره تيارى نيولى او وبه توانيږي چې ښې لوبې ترسره كړي. دده په خبره، د دغه سفرهدف په لندن کې د دوو اونيو لپاره تمريناتي کمپ دى چې  له هغې وروسته به افغان لوبډله په سکاټلنډ کې يوه څلور ورځنۍ لوبه ترسره كړي، چې دا به د انټرکانټيننټال کپ سياليو په لړکې د افغانستان لومړنۍ لوبه و اوسي.

 

د هوتك په خبره افغانستان له دې وړاندې ددې سياليو په لړ كې يوځل لومړى او بيا دويم مقام ترلاسه كړى او دا ځل به هڅه وكړي چې بيا هم لومړى مقام خپل كړي.

دا درېيم ځل دي چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په څلور ورځنيو لوبو کې برخه اخلي.دغه سيالۍ  چې په سکاټلنډ کې ترسره کيږي د جون له دوهمې پيل او د دغې مياشتې ترپنځمې پورې دوام کوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA