د پاکستان په کراچۍ ښار کې پر يوه مسافر وړونکي بس موټر د وسله والو بريد کې ۴۳ تنه وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي. دغه بريد نن سهار په ځايي وخت شاوخوا نهه نيمې بجې په صفورا چورنګي سيمه كې شوى.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې پر يوه مسافر وړونکي بس موټر د وسله والو بريد کې ۴۳ تنه وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
دغه بريد نن سهار په ځايي وخت شاوخوا نهه نيمې بجې په صفورا چورنګي سيمه كې شوى.
بريد د آغا خان بنسټ پر اړوند بس شوى، چې ويل کېږي، سپاره کسان پکې يوه عبادتځي ته روان وو.
عيني شاهدانو ويلي، وسله والو دغه بس درولى او پر مسافرو يې ډزې کړې دي.
ويل کېږي، وژل شوي د اسماعيليه ډلې غړي دي او په بس کې تر ۵۰ ډېر کسان سواره وو.
په وژل شويو او ټپيانو کې ماشومان او ښځې هم دي، خو د ځينو ټپيانو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ بلل شوى.
تر اوسه هېڅ کومې ډلې د دغه بريد پړه نه ده منلې، خو ويل کېږي، پر موټر سايکل سپاره بريد کوونکي تښتېدلي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


