د خوست ښار او تڼيو ولسوالۍ ترمنځ د غځېدلې لارې په اوږدو کې د لوی خوړ پر سر د سيګۍ پله د جوړېدو چارې بشپړې او نن ګټې اخیستنې ته وړاندې شو.
د خوست ښار او تڼيو ولسوالۍ ترمنځ د غځېدلې لارې په اوږدو کې د لوی خوړ پر سر د سيګۍ پله د جوړېدو چارې بشپړې او نن ګټې اخیستنې ته وړاندې شو.
د دې پله د جوړیدو غوښتنې له تېرې یوې لسیزې کېدې، حتی سیمه والو یې سوله ییز لاریونونه هم وکړل.
د خوست د ولایت مقام مرستیال عبدالواحد پټان د پله د پټۍ پرېکولو پرمهال خبریالانو ته وویل، د سیمې د اوسېدونکو د جدي اړتیاوو او غوښتنو له مخې مرکزي ادارې د دې پله د جوړېدو چارې ژر پیل کړې.
پټان وايي، د دغه پله د جوړېدو کارونه له یو کاله په کمه موده کې پای ته ورسېدل، چې د نړیوال بانک له لوري پرې څه باندې ۵۸ مېلیونه افغانۍ لګښت شوی دی.
دا پل ۱۴۰ متره اوږدوالى او ۸ متره سور لري.
سیمه ییز مسؤلین وايي، د پله د جوړېدو پرمهال یې له چارو د ټولګټو چارو ریاست انجینرانو نظارت کړی دی.
د خوست د ټولګټو چارو رئیس اینجینر مامورشاه وايي، دوی د خوست د ټولو پلونو د جوړېدو لپاره په ۱۳۸۶ لمریز کال کې ستراتیژیک پلان جوړ کړ، چې په کې ۱۳ پلونه شامل وو.
ده زیاته کړه، د یادو پلونو له جملې څلور یې جوړ، پر دوو یې کار روان او په را روانو کلونو کې یې د نورو جوړېدو ته هم تمه موجوده ده.
د سیمې اوسېدونکي هم د سیګۍ پل جوړېدل مهم پرمختګ بولي او په دې برخه کې له ځايي او مرکزي ادارې مننه کوي.
دوو تنو قومي مشرانو جمال تڼي او ادمساز له کلید سره خبرو کې له ډېرو اړخونو د پله جوړېد ګټې یادې کړې.
دوی وايي، د ناروغانو، زده کونکو، محصلینو، مامورینو، بیړنیو اړتیاوو پرمهال پر وخت رسیده ګي یې لویه ګټه ده.
د دې ترڅنګ د سیمې مشران د پله دواړو غاړو ته د خامه ځایونو پر ژر جوړېدو هم ټینګار کوي تر څو يې د تخریب مخه ونیول شي.
د یادونې وړ ده، چې په تېرو دوو کلونو کې په خوست کې د څو پلونو په جوړېدو د ولسونو اساسي ستونزو ته توجه وشوه.
خو د نورو سیمو ترڅنګ د همدې تڼيو ولسوالۍ او ښار ترمنځ د غړومبي په ساحه کې د یو بل پل اړتیا هم شته، چې د سیمې اوسېدونکي یې د جوړېدو غوښتنه کوي.
دوی وايي، که دې پل جوړېدو باندې ژر کار ونشي، نو له جوړ شوي پله هم د اوبو پرمهال ګټه اخیستنه ممکنه نه ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


