ads

بې پايلو منډې ترړې

په تېرو دیارلسو کلونو کې د افغانستان د یو شمېر مغرضو ګاونډيو هیوادونو مشرانو او چارواکو د ډپلوماتیکو منډورامنډو په پلمه تل هڅه کړې چې د افغان دولت چارواکي اغفال او په دې توګه د افغانستان په بې ثباته کولو کې تر پخوا لازیات رول ولوبوي. په تېرو دیارلسو کلونو کې د افغانستان د یو […]

نویسنده: The Killid Group
22 غویی 1394
بې پايلو منډې ترړې

په تېرو دیارلسو کلونو کې د افغانستان د یو شمېر مغرضو ګاونډيو هیوادونو مشرانو او چارواکو د ډپلوماتیکو منډورامنډو په پلمه تل هڅه کړې چې د افغان دولت چارواکي اغفال او په دې توګه د افغانستان په بې ثباته کولو کې تر پخوا لازیات رول ولوبوي.

په تېرو دیارلسو کلونو کې د افغانستان د یو شمېر مغرضو ګاونډيو هیوادونو مشرانو او چارواکو د ډپلوماتیکو منډورامنډو په پلمه تل هڅه کړې چې د افغان دولت چارواکي اغفال او په دې توګه د افغانستان په بې ثباته کولو کې تر پخوا لازیات رول ولوبوي.

افغان دولت چې له پرونه ترننه پورې له ټولو ګاونډیو او نړیوالو هیوادونو سره د حسنه اړیکو د ساتلو هڅه کوي او پخپل دې دریځ ټینګ او صادق ولاړ دی، د ګڼو ترخو تجربو او د ګاونډیو د اغفال د سیاست د پېژندو باوجود، په افغانستان او سیمه کې د ثبات د ټيګښت په هيله؛ هر ځل هڅه کړې چې له حسن نیت نه کار واخلي او نوې ژمنې ترلاسه کړي. خو دې بیا بیا ژمنو د افغانانو حوصلې سرته رسولي او غواړي چې افغان دولت په دې اړه جدي او قاطع دريځ خپل کړي.

د ملي وحدت دولت د کار له پیله له خپلو مخالفانو سره د سولې پر جدي خبرو ټينګار وکړ او د یو شمېر نورو هیوادونو په ګډون له پاکستان نه يې غوښتنه وکړه چې د دې بهير په بشپړولو کې ورسره مرسته وکړي. پاکستان چې په دغو ورځو شپو کې د لوی درد کوربه و، له افغان دولت سره د سولې په پروسه کې د جدي هڅو تابیا څرګنده کړه. په دغو شپو کې ترهګرو په پاکستان کې د یوې طیارې په راغورځلو سره په دې هیواد کې یو شمیرمیشت دیپلوماتان ووژل او دغه راز څه موده وړاندې يو پوځي ښوونځی په نښه کړ او ګڼ معصوم ماشومان يې په کې له منځه يوړل.

پاکستان له افغانستان سره ژمنه وکړه چې طالبان به د سولې خبرو ته وهڅوي او که يې ونه منل نو هغوی به د پاکستان له خاورې وباسي او ځای به نه ورکوي.

د ډپلوماتيکو تګ راتګونو په بهیر کې پاکستان وویل چې له افغانستان سره د ښو اړیکو لوړې مرحلې ته رسیدلی او په ښه توګه به ورته ادامه ورکوي. له دې سره د افغان وسله والو مخالفانو جګړې له شدت نه کېناستې او دا باور رامنځته شو که پاکستان پخپلو دې تازه ژمنو ولاړ پاتې شي د سولې پروسه به ګړندۍ مخته لاړه شي. د همدې خوشبینیو زور کې یو دم په قطر کې د خبرو اترو بحث رامنځته شو او ورسره وارله مخه جګړو زور واخیست. د افغانستان په هرګوټ کې د دولت وسله والو مخالفانو د ځانمرګو بریدونو ترڅنګ د پخوا خلاف جبهه يي جګړې پیل کړې چې په ترڅ کې يې د افغانستان په بدخشان کې یو شمېر افغان سرتېري یا ووژل شول او یا هم ټپيان شول. وروسته د افغانستان په هلمند، ننګرهار او بیا په کندز کې جګړو زور واخیست. خو افغان ځواکونو د خپلو مخالفانو بریدونه په کمه موده کې په شا وتمبول.

افغانان او افغان حکومت په تمه و چې پاکستان له خپلې ژمنې سره عمل به کوي او چې څوک هم د سولې پروسې ته غاړه نه ږدي، ژر تر ژره له پاکستان څخه وباسي او مرکزونه به يې ورتړي. خو لکه څنګه چې لیدل کېږي پر دې ژمنې عمل نه دی شوی او افغانان یو ځل بیا د پاکستان پر ژمنو بې باورۍ ته رسیدلي.

د جګړو له زور سره لکه چې د افغان دولت حوصله هم ختمه شوه او ويې ویل چې د جګړو ځواب به په جګړه ورکوي. خو دا يې ونه ویل چې دا جګړې د چا له خوا پر موږ تحمیل شوي دي.

د همدې اوونۍ په سر کې جمهور رییس محمداشرف غني د کروشیا له ولسمشرې سره په یوه ګډه خبري ناسته کې وویل چې پر افغانستان جګړه تحمیل شوې او تر دې وروسته به د جګړې ځواب په جګړه ورکوي. ډېری شنونکي که څه هم وايي چې د جګړې تحمیلوونکي په ګوته شوي نه دي، دا ډول څرګندونې د خلکو او افغان سرتيرو روحیه راژوندۍ کوي.

پر پاکستان د افغانانو د بیا بې باورۍ په دې بهیر کې شنونکي د هيلې د یوه څرک خبره کوي. دوی وايي چې افغانستان ته د پاکستان د صدراعظم نوازشریف سفر به د سولې د پروسې په لړ کې بې اغېزې نه وي او د دې سفر په جریان کې به یو لړ نوي او مهم موارد شریک کړای شي.

ټاکل شوې چې نن د پاکستان صدراعظم نواز شریف او د هغه هیواد د پوځ مشر کابل ته راشي چې دا د ملي وحدت دولت په دوره کې د هغه لومړی سفر دی.

افغانان هیله لري چې پاکستان د افغانستان ثبات په برخه کې د خپلو کړو ژمنو په اړه معلومات ورکړي او افغان دولت تېرو تجربو ته په پام څرګند دريځ خپل کړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA