ads

کندهار کې زورواکو هدیرې لاندې کړې دي

د كندهار ولایت یو شمېر اوسېدونكي شكايت كوي چې په دغه ښار كې يې د پلرونو او نيكونو هديرې اوس د زورواكانو د غصب په توره نيول كېږي او ګڼ قبرونه يې د دې لپاره ور ړنګ كړي چې خپلو ځانونو ته پرې ماڼۍ او كورونه اباد كړي.     د كندهار ولایت یو شمېر […]

نویسنده: TKG
22 غویی 1394
کندهار کې زورواکو هدیرې لاندې کړې دي

د كندهار ولایت یو شمېر اوسېدونكي شكايت كوي چې په دغه ښار كې يې د پلرونو او نيكونو هديرې اوس د زورواكانو د غصب په توره نيول كېږي او ګڼ قبرونه يې د دې لپاره ور ړنګ كړي چې خپلو ځانونو ته پرې ماڼۍ او كورونه اباد كړي.

 

 

د كندهار ولایت یو شمېر اوسېدونكي شكايت كوي چې په دغه ښار كې يې د پلرونو او نيكونو هديرې اوس د زورواكانو د غصب په توره نيول كېږي او ګڼ قبرونه يې د دې لپاره ور ړنګ كړي چې خپلو ځانونو ته پرې ماڼۍ او كورونه اباد كړي.

دوى وايي، يو شمېر داسې كسان هم په سیمه کې را پيدا شوي چې پر همدغو هديرو يې تر قبضې لګولو وروسته مدرسې جوړې كړې، خو حكومت په خورا بې پروايۍ دا مدرسې له ځان سره راجستر كړي او تر اوسه يې پوښتنه نه ده ترې كړې.

د كندهار ښار اوسېدونكى نصير احمد په دې اړه سخت په غوسه دى او وايي، د ښار له عمومي جادې تر ظاهرشاهي كاناله پورې ټولې هديرې يوازې د څو زورواكانو له لوري قبضه شوي، خو دا چې تر اوسه يې چا مخه نه ده نيولې؛ نو دوى لا زړور شوي او د هديرو د ځمكو غصب ته يې لا زور ورکړی دی:(( دلته حتى پر هديرو كورونه جوړ شوي، ځينو بيا د مدرسو په بهانه د خپلو اجدادونو قبرونه اوار كړي او لا هڅه كوي چې په يوه او بله بهانه د هديرې ځمكه تر خپلې ولكې لاندې راولي او ځانونو ته یې د ګټې وټې وسیله وګرځوي.))

د کندهار ولایت بل اوسېدونکی ۳۵ کلن عبدالولي له حكومته غواړي چې ژر تر ژره د كندهاريانو د اجدادو پر قبرونو د روان غصب او چور مخه ونيسي: (( حكومت ته په كار وه چې د دې هديرو ساتنه يې كړې واى، خو هغوى يې په كيسه كې هم نه دي، مخكې به له جادې نه د هديرې وياله ښكارېده، خو اوس دا سيمه ټوله كورونو نيولې، خلك حيران دي چې زموږ د نيكونو قبرونه چېرته ورك شول.))

دى وايي، اوسمهال د عمومي جادې او لويې ويالې يا ظاهرشاهي كانال تر منځ د هديرو ځمكه تر ټولو لوړه بيه لري، ځكه د ښار منځ دى او غاصبينو دلته ورته پخې دېرې اچولې دي.

د كندهار د حج او اوقافو ریاست چارواكي كه څه هم دا مني چې د ښار په هديرو د غصب سيورى غوړېدلى، خو وايي، دلته يې د يو شمېر غاصبينو مخه نيولې، مګر يو شمېر يې بيا زورواكي دي او د دوى زور نه پرې رسېږي.

د كندهار د ارشاد، حج او اوقافو رئيس حاجي محمد عمر همدې ټكي ته اشاره كوي او وايي، د ښار د زورواكو غاصبينو نومونه نه شي اخستلی، خو دوى يې پر وړاندې چوپه خوله هم نه دي پاتې، بلكې مركز ته يې په دې اړه د هديرو د ټولو غصب شويو ځمكو معلومات ټكي په ټكي استولي دي:(( هغه خلك چې هدیرې يې غصب کړې له موږ سره رسمي ثبت دي، موږ يې پر وړاندې چوپ نه يو پاتې شوې، بلكې امنيتي ارګانونه او د حج او اوقافو وزارت ته مو د دغو کسانو لیست استولی دی. ډېرې هدیرې د داسې کسانو له خوا لاندې شوي چي زموږ وس نه پرې رسیږي.))

بايد وويل شي په كندهار كې د هديرو د ځمكو د غصب لړۍ اوس نه ده راپيل شوې، بلكې ځايي خلك له ډېر پخوا څخه له دغې ستونزې سر ټكوي.

د دې ستونزې د حل لپاره د كندهار مخكيني ښاروال غلام حيدر حميدي پراخې هلې ځلې وكړې او ځايي خلكو هم تاييد كړې چې حيدر په خپل كاري مهال كې له زورواكانو څخه اكثره ځمكې بېرته راګرځولې وې.

حيدر حميدي څلور كاله وړاندې په يو ځانمرګي بريد كې هغه مهال ووژل شو چې د كندهار لويې ويالې يا ظاهر شاه كانال د غصب شويو ځمكو په نړولو يې كار پيل كړ.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA