د جګړې او تاوتريخوالي پر ضد كه د هېواد په ګوټ ګوټ كې د عامو خلكو صفونه ګڼ دي نو بلخوا زرګونه افغان علماوو هم په دې برخه كې له جګړې څخه د كركې څرګندولو او له ملي ځواكونو څخه د خپل ملاتړ په ښودلو خلك پر يوې سوله ييزې راتلونكې زيات خوشباوره كړي دي.
د جګړې او تاوتريخوالي پر ضد كه د هېواد په ګوټ ګوټ كې د عامو خلكو صفونه ګڼ دي نو بلخوا زرګونه افغان علماوو هم په دې برخه كې له جګړې څخه د كركې څرګندولو او له ملي ځواكونو څخه د خپل ملاتړ په ښودلو خلك پر يوې سوله ييزې راتلونكې زيات خوشباوره كړي دي.
تر دې وړاندې مدني فعالانو، شنونكو او خلكو همدا يوه غوښتنه لرله چې كه افغان عالمان د جګړې پر ضد راپورته شي او په دې اړه تبليغات له منبره عام شي؛ نو دا به د روانې جګړې د جواز په غلط ثابتولو كې بنيادي مرسته وكړي.
افغان علماوو هم چې تر اوسه يې په متفرقه او د اجماع له مخې د جګړې ضد دريځونه لرل، اوس څو ګامه رامخته شوي او په كابل كې يې د يوې پراخې غونډې په ترڅ كې د كعبې د امام لخوا پر طالبانو او داعش ډلې د نيوكو په تاييد وويل، د مسلمانانو وژنه په هر دليل حرامه ده، دا لړۍ يوازې په كابل پيل او ختمه نه شوه، بلكې په وروستيو څو ورځو كې د كونړ، كندوز، غزني او يو شمېر نورو ولايتونو علماوو هم ورته غونډې او څرګندونې كړې دي.
كابل او له دولته د علماو ملاتړ
تېره اوونۍ د كابل حاجي عبدالرحمن جومات ته له يو نيم زرو زياتو راټولو شويو عالمانو په هېواد كې روانه جګړه يوه سياسي جګړه او د مسلمانانو خپلمنځي جګړې حرامې بللي، خو په څنګ كې يې د جګړې پر ښكېلو اړخونو هم غږ كړى چې ټوپك پر ځمكه كېږدي او ژر تر ژره د سولې په ټغر سره راټول شي.
غونډې ته د كابل د علماوو شورا رئيس مولوي عبدالبصير حقاني وويل، روانه جګړه د اسلام له اصولو سره ښكاره په ټكر كې ده او د دوام هېڅ دليل يې نه دى پاتې شوى:(( د دې غونډې له لارې موږ د ظلم خلاف غږ پورته كوو، د دولت او طالبانو تر منځ د وژنو روانه لړۍ يو سياسي جنګ دى، بايد ښكېلې ډلې د يو بل له وژلو لاس واخلي.))
حقاني زياته كړه:(( د افغانستان د جګړې دواړه لوري مسلمانان دي، د مسلمانانو خپلمنځي وژنې قطعي حرام كار دى، بايد دوى يو تر بله او د ملكي خلكو له وژنې نور لاس په سر شي او طالبان بايد نور د سولې په ټغر كېني، دولت هم بايد علماوو ته عام او تام صلاحيت وركړي چې د سولې په برخه كې هڅې ګړندئ كړاى شي.))
د شيرشاه سوري جومات ملا امام عزيزا لله مصلح بيا ويل په غونډه كې ګډون كوونكي عالمان له دولت او امنيتي ځواكونو څخه ملاتړ كوي او د جګړې د درېدو غوښتونكي دي. دى هم ګيله لري چې تر اوسه علماوو ته د سولې په راوستو كې عمده رول نه دى وركړل شوى تر څو هغوى په خلاص مټ سره وكولاى شي د هېواد اوسنيو ستونزو كې خپله ګټورتيا ثابته كړي:(( دولت بايد په دې برخه كې د علماوو رول له پامه ونه غورځوي، طالبان هم بايد د اسلام د غوښتنو په اساس سولې ته غاړه كېږدي.))
د كابل د علماوو شورا يو بل غړي مولوي عطاالله فيضاني بيا په بدخشان كې د ملي اردو له سرتېرو څخه د سر پريكولو بدې پېښې، د جلا اباد خونړۍ پېښې او نورو ناامنيو ته په اشاره وويل، دا چاره نوره ورته د زغملو نه ده، بلكې پر وړاندې به يې په كلكه ودرېږي. هغه پر جمهور رئيس غني غږ وكړ چې له ظلم او ترهګرۍ سره د مبارزې تر څنګ د سياسي بنديانو په خوشې كولو او د سولې عالي شورا پر تشكيل خاص غور وكړي او داسې علماوو ته يې واكونه وسپاري چې په لږ وخت كې د سولې لپاره ستر ګامونه واخستلى شي.
د غزي خوځښتونه
په غزني كې د غويي په ۱۳مه ځايي علماوو او روحانيونو په يوه لويه غونډه كې چې له ملي ځواكونو څخه د ملاتړ ښودلو په پار جوړه شوه وه، له ښكېلو غاړو وغوښتل چې د جګړې د دوام پر ځاى د سولې خبرو ته سره كېني. دوى ويل تل به د ملي ځواكونو تر شا ولاړ وي، خو بايد ښكېلې غاړې د مسلمانانو تر منځ د خپلمنځي وژنو حراموالي ته په كتو له دې وروسته د سولې غاړه ونيسي.
د غزني د علماوو شورا رئيس دغې غونډې ته وويل، هغه امنيتي ځواكونه چې له خاورې څخه د دفاع په لاره كې سر بايلي په حقه دي، بلكې دا په هر افغان واجب ده چې له خپلې خاورې څخه په كلكه دفاع وكړي.
غونډې ته د غزني سرپرست والي موسى خان اكبر زاده هم ورغلى و او له ملي ځواكونو څخه یې د علماوو د ملاتړ دريځ وستايه، خو د دې تر څنګ يې پر علماوو غږ وكړ چې د سولې غږ د خپلو جوماتونو له منبره راپورته كړي او په دې اړه د مثبتو تبليغاتو له لارې خلك له جګړې راوګرځوي.
د کونړ عالمانو خوځښت
كونړ كه څه هم له ۲۰۰۳ راهيسې په تېرو كلونو كې د جګړې مركز و، خو اوس داسې ښكاري چې هلته د ځايي خلكو، متنفذينو او علماوو په هڅو امنيت خورا ښه شوى دى. دغلته علماوو په ځلونو ځلونو له حكومت او حكومتي ځواكونو څخه د ملاتړ دريځ ښكاره كړى او ويلي دي په هر ډګر كې له افغان ځواكونو سره ولاړ دي.
دوى په تېرو وختونو كې هم ويلي وو چې له دغه ولايت څخه بهرني ځواكونه وتلي او اوس مخالفينو ته هېڅ بهانه نه ده پاتې چې وجنګېږي، خو تېره اوونۍ د كابل او غزني د غونډو په تسلسل دلته هم يو ځل بيا ځايي علما راټول شول او له دولتي ځواكونو څخه ملاتړ يې اعلان كړ او د جګړې پرضد ودرېدل.
د دغه ولايت يو تن ديني عالم مولوي ګل احمد مبين وايي، علماوو په دې غونډه كې ويلي چې نور د سولې وخت رارسېدلى او د جګړې هېڅ جواز نه ويني، همدا راز يې د كعبې د امام هغه فتوا هم تاييد كړه چې په دې وروستيو كې يې ويلي وو ترهګري د اسلام بدنامولو يوه هڅه ده.
د کندوز عالمانو همغږي
كه څه هم كندوز په تېرو دوو اوونيو كې د جنګ او اور په لمنه كې راګېر ولايت و، خو تر دې وړاندې په دغه ولايت كې د علماو لخوا له حكومت او ملي امنيتي ځواكونو څخه د ملاتړ ښودلو هلې ځلې هم خورا تېزې وې. د غويي په ۳مه نېټه په كندوز كې په همدې پار د ۲۰۰ څخه زياتو راټولو شويو علماوو د جګړې له ښكېلو اړخونو څخه د سولې او د يو بل زغملو غوښتنه كوله.
په كندوز كې د حج او اوقافو رئيس مولوي ارشاد وايي، د غونډې هدف دا و چې علما په منسجم ډول څنګه كولى شي د جوماتونو له منبره خلك سولې او ورورولۍ ته راوبولي:(( علما د دې لپاره هلته راټول شوي وو چې څنګه كولى شو سولې ته په هېواد كې لاره پرانيزو، ځكه ديني علما په دې برخه كې مؤثر رول لري او كه په دې اړه علما له منبرونو غږ پورته كړي يقينا به ستر كار شوى وي، موږ هيله من يو چې د علماوو له منبره د سولې پيل شوې هڅې به رنګ راوړي.))
د دغې غونډې يو شمېر ګډونوالو هم د غونډې په ورځ ويل چې پر افغانانو جګړه تپل شوې او د دې جګړې په له منځه وړلو كې بايد علماوو ته رغنده رول وركړى شي تر څو له دواړو خواو سره په خلاص مټ خبرې وكړاى شي.
علماوو په خپلو ويناګانو كې دې غونډې ته ويلي كه جګړه حل واى اوس به ۳۸ كلنې جګړې په افغانستان كې نتيجه وركړې واى، دوى په دې اړه ټينګار كړى چې مخالف لوري بايد وسله په ځمكه كېږدي او د وروڼو په څېر د سولې په ټغر كېني.
دا ځكه چې
افغان عالمان د جګړې پر ضد په داسې حال كې سره منسجمې غونډې كوي چې په دې وروستيو كې نړيوالو موسسو اندېښنه ښودلې چې سږ كال جګړه به افغانانو ته د تېرو كلونو په پرتله خورا زيات ملكي تلفات واړوي.
د سره صليب نړيواله كمېټه وايي، سږ كال طالبانو د سولې پيغام ته مثبت ځواب نه دى وركړى، بلكې د عزم په نوم خونړي عمليات يې پيل كړل، خو دې خوا ته د افغان ځواكونو توندو عملياتو هم دا وېره زياته كړې چې سږنۍ جګړه دواړو لوريو ته د درنو تلفاتو تر څنګ ملكيانو ته هم په سخت ضرر تمامېدلاى شي.
بلخوا په كابل كې د ملګرو ملتونو د خاص استازي مرستيال مارك باوډين هم رويټرز اژانس ته ويلي، سږكال روغتونونه د تېر كال په پرتله دوه برابره د مرګ ژوبلو شاهدان دي او په دې برخه كې ۱۹ فيصده زياتوالى راغلى دى.
ملګرو ملتونو تر اوسه د افغانستان لپاره ۲۰۰۹او ۲۰۱۴ كلونه تر ټولو خونړي اعلان كړي او ويلي يې وو تېر كال په ټول افغانستان كې تر ۱۰ زرو ملكي وګړي وژل شوي وو مګر سږكال وېره لري چې دا شمېره به لوړه شي.
خو شنونكي وايي، اوس وخت رارسېدلى چې نور د مرګ ژوبلې مخه ونيول شي او علما، مدني فعالان او خلك ټول په ګډه د سولې د راوستو غوښتنې او هڅې ګړندۍ كړي. ادريس غروال همدا خبره كوي او وايي، نور د جګړې دليل نه دى پاتې او افغانان بايد په هغه څه سره سلا شي چې د ملت او د نظام د پايښت خير په كې وي:(( طالبان نور د څه له پاره جګړه كوي، امريكايان اوس په جنګي ماموريت كې نه دي او د خپلو افغان پوځيانو سره جګړه له ورور وژنې پرته بله معن نه لري. بايد ټولې خواوې د جګړې پر ځاى د سياسي مبارزې لار غوره كړي.))
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

