د غزني د ولايتي شورا مرستیال او غزني والي وايي چې یو شمېر نامسووله وسله والو د ولسي پاڅون کوونکو په نوم د خلکو ژوند ورتریخ کړی او له کلیو باج اخلي.
د غزني د ولايتي شورا مرستیال او غزني والي وايي چې یو شمېر نامسووله وسله والو د ولسي پاڅون کوونکو په نوم د خلکو ژوند ورتریخ کړی او له کلیو باج اخلي.
د غزني د ولايتي شورا مرستيال عبدالجامع جامع وايي، دا مهال په اندړو، قره باغ، مقر، ګيلان او ده يك ولسواليو كې د دغو نامسووله وسله والو شمېر له ۴۰۰ اوړي او ګڼ شخصي زندانونه يې هم جوړ كړي دي:((دې زندانونو ته بې ګناه خلك راوړي، بيا يې د خوشې كولو په بدل كې له كورنيو زياتې پيسې اخلي.))
جامع وايي، دولت بايد د دغو وسله والو مخه ونيسي، ځكه دوى په سيمه كې د دې سبب شوي چې د خلكو او حكومت تر منځ واټن زيات كړي.
دى دغه راز وايي چې حكومت بايد په سيمه كې ولسي پاڅون كوونكي هم بې نوا پرې نږدي، بلكې د تجهيز، اعاشې او نورو امكاناتو د برابرېدو لپاره يې جدي اقدامات وشي.
جامع همداراز وویل چې حکومت دې په سيمه كې ولسي پاڅون كوونكي په دولتي رسمي تشكيلاتو كې شامل كړي او معاشونه دې ورته حواله شي، تر څو له خپلې پيل كړې مبارزې زړه توري نه شي: ((دوى ته بايد معاش وركړل شي، تر څو خپلې كورنۍ ته نفقه برابره كړي، كه نه دوى به هم په غلاو او باج اخستنه روږدي شي.))
د غزني سرپرست والي موسى خان اكبر زاده هم د دې ولايت په يو شمېر سيمو كې د ولسي پاڅون كوونكو سرنوشت ته د دولت نه پاملرنه د اندېښنې وړ بولي او په دې برخه كې د ولايتي شورا د مرستيال څرګندونې تاييدوي چې بايد دوى ته لازم امكانات او تجهيزات ورکړل شي.
اكبر زاده د غزني كليد راډیو ته په مركه كې ويلي، هڅه كوي د غزني پاڅون كوونكي په يو رسمي دولتي چوكاټ كې راولي تر څو ځايي حكومت ته په سرخوږي وانه وړي:(( موږ د دوى پوره غم خورو، ځكه دلته يو شمېر نورې كړۍ د پاڅون كوونكوله نوم څخه په استفاده سړكونو او لارو ته راوځي او غلاوې كوي، جمهور رئيس ته مو يو رسمي وړانديز هم استولى چې په دې برخه كې راسره مرسته وكړي؛ نو ارګ په دې اړه خورا ډاډمن ځواب راكړى دى.))
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


