په افغانستان کې د ټاکنو او ډموکراسۍ زمانه ديارلس کلنه شوه، خو هغه لارې چې له دې دوو نومونو د پرمختګونو پر لور غځېدلې دي، په منځ منځ کې يې ګڼ دېوالونه دنګ دي. ټاکنې تر دې بريده افغان ولس ته ارزښتمنې شوې چې د راتلونکې پنځه کلنې حکومتدارۍ ښېګڼې او بدګڼې له همدې بولي.
په افغانستان کې د ټاکنو او ډموکراسۍ زمانه ديارلس کلنه شوه، خو هغه لارې چې له دې دوو نومونو د پرمختګونو پر لور غځېدلې دي، په منځ منځ کې يې ګڼ دېوالونه دنګ دي. ټاکنې تر دې بريده افغان ولس ته ارزښتمنې شوې چې د راتلونکې پنځه کلنې حکومتدارۍ ښېګڼې او بدګڼې له همدې بولي.
د۱۳۹۳ لمريز کال د وري ۱۶ مه ورځ د افغان ولس په ژبه برخليک ټاکونکې شوه، خو په دې سره هغه برخليک بيا هم نيم کښ او پټ پاتې شو چې خلک ورته اميدوار وو. ۵۰+۱ رايې د جمهوري ریاست يوه مخکښ نوماند هم خپلې نه کړې. دلته کانديدانو رايې په مختلفو نومونو او د مختلفو شعارونو تر عنوانونو لاندې خپلې کړې چې ډېر يې د ډموکراسۍ او ټاکنو له اصولو سره په ټکر کې هم وو.
د هېواد جنوب ختيځې حوزې اوسېدونکو هم د بېلابېلو عواملو په اساس خپلې رايې وکارولې، خو د دې هر څه باوجود اکثريت خلک داسې دي چې رايې يې د ملي احساس او د هېواد په اوسني حالت کې د مثبت تغيیر په اميد کارولې دي. هغه لارې چې د ولسواکۍ له نوم سره پرې فاصله راځي، مذهبي، سيمه یيز، قومي، ژبني، ګوندي او نور مختلف نومونه دي چې په تبعيضي ډول ترې استفاده کېږي او د کانديدانو وړتياوې د خلکو پر وړاندې پيکه کوي. په دې سره هغه طرحې چې د يو هېواد د اقتصادي، تعليمي، سياسي … او ټوليز پرمختګ لپاره جوړېږي، د خلکو په ذهن او اراده کې کمرنګه کېږي.
دلته په پکتيا، پکتيکا، خوست او لوګر کې د جمهوري ریاست مخکښو کانديدانو ډاکتر عبدالله عبدالله، ډاکتر اشرف غني احمدزي، استاد عبدالرب رسول سياف او زلمي رسول هم د نورو په څېر پر هغو لارو ټاکنيز مزل وکړ چې تر ډېره د ټاکنو له اصولو سره په ټکر کې وې که دوی داسې نه وو، خو ملاتړو يې خامخا څه ناڅه داسې وکړل چې هېواد او يا هم د ټاکنو اصولو ته يې له يو لوري زيان لاره. په ټولټاکنو کې شفافيت د افغان ولس او هغو نوماندانو غوښتنه وه چې د درغلۍ وس يې نه درلود، خو هغه چې د رښتيني ولسواک نظام په هيله دي، هغوی هم د ټاکنيز شفافيت لپاره په هڅه کې دي.
دلته لومړی رايه ورکوونکي په دوه ډلو وېشل شوي دي چې يو يې د ملي احساس له مخې د سر پرېکون په صورت کې هم د رایې ورکولو مرکز ته ځي او د خپلې ارادې په اساس دا ملي مسووليت ادا کوي، خو نور يې بيا داسې دي چې له ملي احساسه ورهاخوا خپلې رايې د قومي، ژبنيو، شخصي، مذهبي، سمتي او نورو نومونو په اړيکو کاروي چې دا د يو واحد ملت په منځ کې د دېوالونو ودرولو د ارادې تمثيل دی.
افغانانو چې په تېرو ديارلسو کلونو کې د پرمختګ ګڼ پړاوونه ووهل او د ګڼو نورو په تکل کې دي، خو په مخ کې يې اداري فساد، ناامني، زورواکي، د بيارغونې پڅ او نيمګړی وضعيت هغه څه وو چې له اوسني حالت څخه یې ډېر ناراضه کړي وو او د دې ناراضۍ د جبران لپاره يې يوازينۍ لاره د ټاکنو له لارې د يو داسې نظام حاکمول بلل چې د دوی د غوښتنو او ارادو تمثيل په سم ډول وکړي. په ټاکنو کې د خلکو د پراخ ګډون يو علت ښايي دا هم و چې د لومړي ځل لپاره د خلکو له ارادې سره سم د هېواد سياسي واک د ټاکنو له لارې له يو جمهور رئیس څخه بل ته په سوله ییز ډول لېږدېده.
ملي روحيه
هغو چې رايې يې په همدې هدف وکارولې؛ ګوندې ژوند به يې مثبت تغيیر وکړي، مجاهد چې د خوست ولايت اوسېدونکی دی، همدا خبره کوي او وايي:(( په دې خاطر مو رايې وکارولې چې هېواد ته خدمت وکړي.)) شفيق الله د پکتيا اوسېدونکی دی او د مجاهد د خبرو په تاييد پسې زياتوي:((موږ د خپلې رايې په ارزښت پوهېدلي يو چې يو څوک واک ته پرې رسېږي.))
د رايه ورکوونکو تر څنګ انتخاباتي کمپاينران هم يو شمېر داسې دي چې د ملي احساس له مخې يې مالي امکانات او منډې ترړې بې له کومې تمې او اميده د هېواد لپاره دي. په خوست کې د ډاکتر اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ډلې يو استازی کرامت خان خپلواک همداسې يو کس دی چې خپله مبارزه د هېواد د نيکمرغه راتلونکې لپاره بولي. خپلواک وايي: يوازينی شخص ډاکتر اشرف غني و چې موږ يې په شتون کې د افغانستان د نجات لاره لیدله، له بحران څخه د راوتو لپاره مو ډاکتر اشرف غني وړ وباله.
يوازې د ډاکتر اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ډلې کسان نه دي چې د خپلې خوښې وړ نوماند ته یې د هېوادنۍ مينې په خاطر کار کړی، بلکې دلته د نورو مخکښو کانديدانو يو شمېر ملاتړي هم ورته نظر لري، خو په نظر، رايه او د انتخاب په معيار کې به يې اختلاف خامخا وو. د لوګر اوسېدونکی هدايت الله موسوي راته همدا خبره کوي؛ موږ يې بې له کوم امتيازه ملاتړ کوو، ځکه هغه يو مجاهد دی او په افغانستان کې اوسېدلی دی.
مالي امتيازات
دلته په جنوب ختیځ زون کې د رايو په بدل کې د مالي امتيازونو او د راتلونکې چوکۍ خبرې هم عامې وې. ډېر کانديدان داسې وو چې په نغدي پيسو يې ولسي خلک ونازول، تر څو دوی ته رايې ورکړي او ډېرو يې بيا داسې ژمنې وکړې چې په راتلونکې کې يې د پوراوي ډاډ نه و.
رايه ورکوونکي هم ټول هومره صادقه نه و چې له يو نوماند سره کړې ژمنه به يې ترسره کړې وي. په دوی کې داسې کسان کم نه دي چې مادي امتياز يې له يو نوماند څخه تر لاسه کړی، خو معنوي امتياز يا رايه يې په بل کانديد لورولې ده.
دوی وايي، ډېرو کانديدانو ورسره د نغدي پيسو له ورکړې ورهاخوا نورې ژمنې هم کړې دي. بختورجان د خوست اوسېدونکی دی، هغه وايي: ((د زلمي رسول په غونډه کې زر کلداري راکړل شوې وې، خو رايه مې اشرف غني ته ورکړه.)) قلم خان عابد هم ورته خبره کوي، خو زياتوي چې پيسې مو له يو چا ووهلې او رايه مو بل چا ته ورکړه.
د ۱۳۹۳ لمریز کال د جمهوري ریاست د کانديدانو ملاتړي هم دا مني چې تر ډېره ولسي خلکو د پيسو په بدل کې رايې کارولې دي او ډېر يې بيا په بېلابېلو نومونو تېر ايستل شوي دي. په خوست ولايت کې د زلمي رسول د انتخاباتي ډلې يو تن مسوول او په سنا مجلس کې د ياد ولايت استازی عارف الله پښتون دا مني چې د ټاکنيزو منډو ترړو په ترڅ کې ولسي خلکو د کانديدانو له جېبونو د پيسو را ايستو تمه پاللې ده. نوموړی وايي، خپله يې چا ته پيسې نه دي ورکړې او نه يې له چا سره مالي مرسته کړې، خو ممکن په ډله کې يې ځينې داسې کسان وو چې رايه ورکوونکو ته يې پيسې ورکړې وي. دی وايي:(( په مجموع کې دا کار شوی، په ټولو ولايتونو کې د ټاکنو کمسیون کارمندان په پيسو اخستل شوي دي، رايه ورکوونکو ته هم پيسې ورکړل شوې دي.))
قومي نفوذ
د قومي نفوذ په اساس د رايو خپلول بله هغه لاره ده چې د کانديدانو طرحې او د انتخاباتو پر مهال یې عملي کېدونکي پلانونه پټ کړي دي. دلته چې لا هم د قومي مخورو رول د پخوا په څېر دی، ولسي خلک د ملا او ملک په ژبه ډېر باور کوي او ممکن خپله رايه هم د يادو دوو قشرونو په مشوره وکاروي. د پکتيا اوسېدونکی ثمرګل وايي، دلته خلک د قومي مشرانو په خوښه رايه کاروي، د عامه پوهاوي پروګرامونه د قومي مخورو له لوري پلي کېږي. په پکتيا کې د ډاکتر اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ډلې رهبري د قومي مخورو له لوري کېده. حاجي خواني جهاني په سيمه کې يو تن بانفوذه قومي مخور وايي:((موږ په قوم کې د نفوذ په اساس ډاکتر صاحب ته کار کولو.))
اړيکې
له کانديدانو سره شخصي اړيکې يوه بله موضوع ده چې د جمهوري ریاست نوماندانو پرې رايې خپلې کړې دي. په سنا مجلس کې د خوست د خلکو استازی عارف الله پښتون د زلمي رسول د انتخاباتي ډلې د ماتې علت په ټيم کې دننه ګډوډۍ په ګوته کوي او زياتوي، ده يې ملاتړ د شخصي او کاري انډيوالۍ په خاطر کړی و.
د جهاد زمانې انډيوالي يوه بله هغه مسئله ده چې د جمهوري ریاست د نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله ملاتړي يې زيات کړی و. په خوست کې د ډاکتر عبدالله د انتخاباتي ډلې مشر او د جمعيت اسلامي ګوند غړی ډاکتر محمد ابراهيم مشفق همداسې يو کس دی. موږ چې کله د نوموړي حجرې ته ورغلو، سړی په خټه پښتون ښکارېده او په ژبه يې د جهاد او افغانيت کلمې ډېرې تکرارېدې. ده وویل:((ډاکتر عبدالله مو د اوږدو زمانو ملګری دی، دی مو د ځوانۍ له زمانې پېژانده او د ده صداقت، اخلاص، جهادي جذبې موږ هر ډول قرباني ته حاضر کړي يو.))
په لوګر کې د جمعيت ګوند غړی او د ډاکتر عبدالله عبدالله د انتخاباتي ډلې ولايتي مسوول قومندان غلام يحیی حسين خېل چې د لشکر په نوم يې خلک پېژني، هم يو داسې کس دی. دی وايي:((موږ ډاکتر عبدالله ځکه انتخاب کړی چې ۳۶ کاله يې د افغانستان د ازادۍ لپاره قرباني ورکړې او دلته يې مبارزه کړې ده، دی کاملا افغان، مجاهد او مسلمان دی.))
په سنا مجلس کې د پکتيا د خلکو استازی او د استاد عبدالرب رسول سياف د انتخاباتي ډلې مسوول عبدالحنان حق ويون ویل، دوی رايې د استاد د جهادي شاليد په اساس خپلې کړې وې او د دعوت ګوند د نفوذ په اساس يې خپلې کړې وې. نوموړی وايي، په دويم پړاو ټاکنو کې يې له ډاکتر عبدالله عبدالله څخه ملاتړ کړی دی.
سمتي او ژبني علایق
دلته لا هم د قوم، ژبې، سمت، ولايت او نور نومونه په خلکو راج چلوي، د ډاکتر عبدالله په څېر د ډاکتر اشرف غني ملاتړي هم په دې نظر دي چې په ملاتړو يې د اړيکو رنګ غالبه دی. په لوګر ولايت کې د اشرف غني د ملاتړي ګوند افغان ملت استازی او د ياد مخکښ کانديد انتخاباتي کمپاينر حاجي اسمعيل راته همدا خبره کړې:((لوګر له دوه درکونو د ډاکتر اشرف غني له دوه پلوه خپل دی چې يو يې پلرنی کور او بل دی احمدزی دی چې په لوګر کې هم اکثريت احمدزي دي.))
د هيواد په شمالي ولايتونو کې د ډاکتر عبدالله د اکثريت او په جنوبي کې د ډاکتر اشرف غني اکثريت ملاتړ د دې ښکارندويي کوي چې دلته لا هم سمت پالنه ده.
د هيواد د جنوب ختيځ زون يو شمېر اوسېدونکي به ښايي د ډاکتر اشرف غني ملاتړ د سمت په اساس کوي، خو دوی د جمهوري ریاست د ياد مخکښ نوماند وړتيا او په چارو کې جديت هم پام وړ بللی. حاجي اسمعيل ویلي: دا سمه ده چې سمت به هم د يو چا په رايه اغېزه کوي، خو ډاکتر اشرف غني د رهبرۍ لپاره یو مناسب نوماند و.
د زور تابعداري
د ډاکتر عبدالله عبدالله ملاتړي وايي، د دوی جهادي شاليد ته په کتو په سياست او زور کې له هيچا کم نه دي. دوی په دې نظر دي چې په هر لحاظ د هېواد په کچه برلاسي او زورواکي دي، يو ځل بيا د ياد کانديد کلک ملاتړی او د جمعيت ګوند غړی ډاکتر محمد ابراهيم مشفق وايي:((په افغانستان کې يو لوی خدای ج زورور دی، بل زموږ ټيم زورور دی، ځينې خلک هسې په موږ پسې وايي چې جمعيتيان جنګسالاران دي، د خلکو په وينو يې لاسونه سره دي… خو په افغانستان کې زموږ مقابله نه نن څوک کولای شي، نه سبا.))
د خلکو د استازو ملاتړ
د ولايتي شوراګانو، سنا مجلس او پارلمان د وکيلانو ملاتړ هم د جمهوري ریاست د نوماندانو په رايو جوت اغېز درلود.
په جنوب ختيځ زون کې د ۱۳۹۳ لمريز کال د وري د ۱۶ مې نېټې ټاکنو ته د ولايتي شورا اکثريت نوماندانو د خپلو انتخاباتي منډو ترړو تر څنګ د جمهوري ریاست د نوماندانو غم هم کاوه. په دوی کې ځينې په قومي، ځينې په ګوندي او ځينې هم د فکر په اساس د جمهوري ریاست له مخکښو نوماندانو سره ولاړ وو. د جمهوري ریاست د نوماندانو لپاره د ولايتي شوراګانو نوماندانو او وکيلانو په رايه ټولولو کې پام وړ رول لرلی. په خوست کې د ډاکتر عبدالله عبدالله ملاتړ د ولايتي شورا د رئيس سيدکريم خاکسار له لوري کېده، نوموړی د افغانستان د قومونو د يووالي د ټولنې د مشر غازي نواز تڼي ورور دی چې د ډاکتر عبدالله عبدالله کلک ملاتړی و. په پکتيا کې د ولايتي شورا رئيس شايسته جان احدي د ډاکتر اشرف غني، په لوګر کې د ولايتي شورا رئيس د ډاکتر اشرف غني او د پکتيکا هغه يې بې طرفه پاتې و.
بې وجې انتخاب
د مخکښو کانديدانو په ملاتړو کې داسې پېژندل شوي نومونه هم شته چې د جمهوري ریاست د نوماندانو د انتخاب هېڅ معيار يې په ذهن او اراده اغېزه نه ده کړې، خو په وينا يې بس هسې يې خوښېږي. د پکتيا د ولايتي شورا غړې مريم پکتين همداسې يوه کمپاينره وه: ما د ډاکتر صاحب عبدالله ملاتړ کړی دی، هر څوک ځان ته يو معيار لري، خو زه داسې خاص وجه نه وينم، بس داسې وايم چې راځه له ډاکتر صاحب څخه ملاتړ وکړه.
دويم متفکر او جهادي رهبر
د جنوب ختيځ زون اوسېدونکي د دوو مخکښو کانديدانو د انتخاب معيار يو تفکر او بل جهاد يادوي، د اشرف غني ملاتړو ویل چې د دوی کانديد د نړۍ دويم مفکر، ښه پلان جوړونکی، قاطع رهبر او له فساد او ظلمه پاک انسان دی، خو د عبدالله عبدالله ملاتړو بیا ویل چې د دوی انتخاب د جهاد په اساس شوی. نوموړی مخکښ کانديد مجاهد او صادق مشر دی چې د جهاد په دورو کې هم د افغانستان خلکو ته ثابت شوی چې د افغانستان له خلکو يې په مېړانه دفاع کړې.
لياقت بابکرخېل چې په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازی دی، وايي: ډاکتر اشرف غني؛ د نړۍ دويم متفکر، صادقه، پاک انسان دی، په وينو يې لاسونه نه دي ککړ.
په همدې ولايت کې د ډاکتر عبدالله ملاتړی او د ولايتي شورا مشر سيدکريم خاکسار وايي، له ډاکتر عبدالله مو ملاتړ ځکه کړی چې ملي فکر يې لاره، جهادي شخصيت و او د افغانستان د يووالي لپاره مو موثر وباله، خو بل ملاتړی او د کمپاين مسوول ډاکتر مشفق بيا وايي چې جهاد يې لومړنی معيار و.
د رايو راخپلولو لارې
په جنوب ختيځ زون کې د دوو مخکښو کانديدانو او په دويم پړاو کې د سيالانو ډاکتر عبدالله عبدالله او ډاکتر اشرف غني انتخاباتي ډلې او همدارنګه د زلمي رسول او استاد عبدالرب رسول سياف انتخاباتي ډلې د خلکو د رايو راخپلولو لپاره يوازينۍ لاره د غونډو او له خلکو سره د ليدنو يادوي.
ډاکتر محمد ابراهيم مشفق چې په خوست ولايت کې د ډاکتر عبدالله د انتخاباتي ډلې مشر و، وايي: موږ ډېرو پيسو ته ضرورت نه لاره، بيا هم که موږ لګښت کړی وي، هغه به مو له خپله جېبه کړی وي. د نوموړي په وينا، دلته له موږ سره په جهادي پلويتوب او د ډاکتر عبدالله د فکر د ملاتړ په خاطر ډېرو خلکو مرستې هم کولې.
حاجي اسمعيل چې په لوګر کې د ډاکتر اشرف غني د انتخاباتي ډلې له مسوولينو او د افغان ملت ولايتي استازی دی، وايي: موږ ولسواليو ته د غونډو او ناستو لپاره سفرونه کړي او هلته مو د خپل کانديد کارنامې او برنامې له خلکو سره شريکې کړې دي.
د انتخاباتي ډلو لګښتونه
په جنوب ختيځ زون کې د انتخاباتي ډلو مسوولين ادعا کوي چې ډېر لګښتونه يې خلکو او سوداګرو ورکړې دي.
لياقت بابکرخېل چې په خوست کې د ډاکتر اشرف غني ملاتړی او په ولسي جرګه کې د ياد ولايت د خلکو استازی دی، وايي: د ډاکتر اشرف غني ملاتړو ټول لګښتونه خپله کړي دي.
داسې سوداګر هم شته چې په جنوب ختيځ زون کې د اشرف غني لپاره په کمپاینونو کې پیسې لګولې دي. د لوګر د ولايتي شورا رئيس ډاکتر عبدالولي وکيل وايي: په لومړۍ ورځ چې ډاکتر اشرف غني د جمهوري ریاست چوکۍ ته کانديد کېده؛ نو ټولو ملاتړو يې پرېکړه وکړه چې ټول لګښتونه به يې ملاتړي کوي، له هغه وروسته چا موټر، چا کور او چا نغدې پيسې د ډاکتر اشرف غني په ملاتړ کې کارولې دي.
په خوست کې د ډاکتر عبدالله ملاتړی ډاکتر منډه هېر منګل هم ورته خبره کوي او وايي، ډېر لګښتونه د خلکو له لوري شوي دي، دوی د ډاکتر عبدالله د انتخاباتي ډلې له مرکز څخه پيسې نه دي ترلاسه کړې.
د پکتيا، پکتيکا، خوست او لوګر ولايتونو اکثريت اوسېدونکي په خټه پښتانه دي او ياد ولايتونه له ګاونډ هېواد پاکستان سره د ډېورنډ په پوله پراته دي چې د ټاکنو پر وړاندې تر ټولو لومړۍ ستونزه په کې د امنيت ترينګلتيا بلل کېږي، د دودونو او رواجونو له مخې په ټاکنو کې د ښځينه وو نه ګډون يې بله نيمګړتيا ده، د عامه پوهاوي او ټاکنيزو امکاناتو نيمګړتياوې هم په کې پام وړ بلل کېږي.
له دې ستونزو او ننګونو سره سره بيا هم په دې ولايتونو کې اکثريت خلک په دې نظر دي چې د ژوند مسير به يې د ټاکنو په اساس بدلېږي او ټول يې د هغې ورځې په انتظار دي چې د ټاکنو په اساس به د رامنځته شوي يو ملي او متحد حکومت تر سيوري لاندې هوسا او سوکاله ژوند وکړي.
په وروستۍ برخه کې يوه خبره بايد ياده شي چې په پکتيا، پکتيکا، خوست، لوګر کې مو د ټاکنو په اړه نږدې شپېته مرکې وکړې چې د ټاکنو په بېلابېلو اړخونو له قومي متنفذينو، د ولايتي شورا او سنا مجلس له استازو او د پارلمان له وکيلانو سره وغږېدو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


