ads

د سولې بې پايلې ناستې

د افغان دولت او د دولت د وسله والو مخالفانو ترمنځ د دوحې غونډه تر ډېره د وسله والو طالبانو په ګټه وڅرخېده او افغان دولت ترې کومه ځانګړې لاسته راوړنه نه درلوده. د افغان دولت او د دولت د وسله والو مخالفانو ترمنځ د دوحې غونډه تر ډېره د وسله والو طالبانو په ګټه […]

نویسنده: TKG
20 غویی 1394
د سولې بې پايلې ناستې

د افغان دولت او د دولت د وسله والو مخالفانو ترمنځ د دوحې غونډه تر ډېره د وسله والو طالبانو په ګټه وڅرخېده او افغان دولت ترې کومه ځانګړې لاسته راوړنه نه درلوده.

د افغان دولت او د دولت د وسله والو مخالفانو ترمنځ د دوحې غونډه تر ډېره د وسله والو طالبانو په ګټه وڅرخېده او افغان دولت ترې کومه ځانګړې لاسته راوړنه نه درلوده.

د قطر په دوحه کې د پګواش ټولنې له خوا د افغان دولت او د افغان د مخالفانو ترمنځ د نا رسمي خبرو اترو غونډه په داسې حال کې پای ته ورسیده چې د دولت وسله والو مخالفانو یو ځل بیا د بدخشان ولایت په وردوج ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو پر امنیتي پوستو سخت بریدونه وکړل چې ویل کېږي ۱۷ افغان سرتيري يې په کې وژلي دي. له بل لوري د دولت وسله والو مخالفانو د کابل په ګډون په یو شمېر نورو سیمو کې د ځانمرګو بریدونو په ترسره کولو سره د یو شمېر عامو افغانانو ژوند واخست.

د طالبانو دغه بریدونه د دې ښکارندويي کوي چې دوی د جګړې د دوام په لټه کې دي او دغه راز غونډې او حرکتونه د یو فرصت د ترلاسه کولو په خاطر پلمه کوي.

که څه هم یو شمېر کسان د دوحې غونډې ته خوشبيني څرګندوي او وايي چې ښايي دغه نارسمي غونډه د دولت او وسله والو مخالفانو ترمنځ د رسمي خبرو لپاره زمینه سازه واقع شي، خو د غونډې پایلې دا وښوده چې طالبان د خپلو ګټو په لټه کې دي او له دې غونډې يې هم یو امتیاز ترلاسه کړ چې هغه په قطر کې دوی ته د سیاسي دفتر پر پرانستې موافقه وه.

افغان دولت له دې غونډې خالي لاس رابهر شو او له هغې غوښتنې سره يې چې د ټول افغان ولس غوښتنه ده موافقه ونه شوه. د دوحې په غونډه کې د افغان دولت استازو له طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه خو هغوی دا غوښتنه په دې پلمه رد کړه چې اوس هم په افغانستان کې بهرني ځواکونه مېشت دي او تر هغه چې دا ځواکونه له افغانستانه نه وي وتلي، دوی به اوربند ته غاړه نه ږدي.

د افغان دولت د استازو دا دلیل پر ځای و، چې که د سولې خبرې پیل او د مخکيني شرط په توګه اوربند وشي او بیا سوله یقیني شي، نو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون ته اړتیا نه پاتې کېږي او پخپله وځي، خو طالبانو دا ونه منله.

افغان ولس پوښتي چې دا ځواکونه د چا د کړنو له کبله افغانستان ته راغلل او په تېرو دیارلسو کلونو کې عام څومره د دوی او د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو، ځانمرګو او د سړک غاړې بمي چاودنو کې له منځه لاړل او کورونه او باغونه يې د اور خوراک شول. ولس غواړي طالبان د سولې او اوربند د خبرو په منلو سره عام افغان د هرې شېبې د وېرې او وحشت له تور سیوري راوباسي او پخپلې سولې سره نړۍ ته وښيي چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو شتون ته اړتیا نشته. خو که دوی جګړې ته دوام ورکړي، بهرنیو ځواکونو ته په افغانستان کې د پاتې کېدو لارې وربرابروي.

شنونکي په دې باور دي په داسې حال کې چې تر پخوا لا زیات افغان دولت د سولې پر پروسې ژمن دی او هڅه کوي چې دغه پروسه د بري تر کچې تعقیب کړي، وسله وال مخالفان يې د فرصت په لټه کې دي او د یو شمېر پردیو کړیو په لمسه او ملاتړ له جګړې او مخالفت څخه لاس نه اخلي. له دې امله په کار ده چې افغان دولت د خپلې سولې او جګړې سیاست په متوازي ډول تنظیم کړي او له دې لارې پر خپلو مخالفانو فشار زیات کړي.

خلکو ته دا د تعجب وړ ښکاري چې د دولت یو ډېر لوړ رتبه چارواکی وايي چې امنیتي وضعیت باید کابو کړای شي. دا هغه خبره چې د هر افغان په خوله کې ده او دا توقع لري چې چارواکي يې د یو صاحب نظر نه، بلکې د یوه سیاست مدار د قدرت خاوند په توګه د ناامنیو د کابو کولو  لپاره پر پالیسۍ او ستراتيژیو فکر وکړي.

د دوحې د غونډې پیغام روڼ او د افغان دولت د خالي لاس راستنېدو خبره يې وکړه، په کار ده چې دولت تر دې وروسته پخپلو ټولو سياسي، سوله ييزو او جګړیيزو سیاستونو ژوره کتنه او بیا جدي اقدام وکړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA