د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د دوو قبیلو تر منځ خپلمنځي نښتو کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې. پاکستاني رسنیو د راپور له مخې نښته د مداخیل او پیپالي خیل قبیلو تر منځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې، چې تر اوسه پکې ۴۷ کسان وژل شوي او پنځه
د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د دوو قبیلو تر منځ خپلمنځي نښتو کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
پاکستاني رسنیو د راپور له مخې نښته د مداخیل او پیپالي خیل قبیلو تر منځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې، چې تر اوسه پکې ۴۷ کسان وژل شوي او پنځه ویشت نور ټپیان دي.
د پاکستان یوې امنیتي سر چینې، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي رسنیو ته ویلي، له تیرې جمعې ورځې راهیسې د دواړو قبیلو ترمنځ نښته د یو غر مالکیت لپاره دوام لري او دواړه لوري هڅه کوي، چې یاد غر ونیسي.
یاده نښته د شمالي وزیرستان دته خیل سیمه کې را منځته شوې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


