د پكتيا ولایت يو شمېر سوداګرو، د ولايتي شورا غړيو او د پکتيا ځینو اوسېدونکو د پوهنتون له ادارې سره د نږدې يو مليون افغانيو په ارزښت د نغدو پیسو او وسايلو مرسته کړې ده.
د پكتيا ولایت يو شمېر سوداګرو، د ولايتي شورا غړيو او د پکتيا ځینو اوسېدونکو د پوهنتون له ادارې سره د نږدې يو مليون افغانيو په ارزښت د نغدو پیسو او وسايلو مرسته کړې ده.
د پوهنتون رئيس ډاکټر شېرمحمد روان وايي، يوه اوونۍ له ( پکتيا پوهنتون سره د مادي او معنوي مرستو) په نوم نومول شوې چې ګڼ شمېر خلکو ورسره مرستې کړې او نورو يې هم ژمنې کړې دي. روان وايي:(( تر اوسه راسره ۱۱۰۰۰۰۰ افغانیو مرسته شوې، نورې ژمنې هم شوې دي. که خدای کول دا مرستې به دوام وکړي، خو د محصلينو زيات جذب او چټک پرمختګ ته په کتو موږ کم مالي امکانات په واک کې لرو.))
د پکتيا پوهنتون دا مهال ګڼې ستونزې لري. تدريسي بلاکونه، د ليليې بلاکونه، لابراتوار، غني کتابتونونه، د انټرنټ اسانتيا او نور ګڼ اړين وسايل او توکي په کې کم دي او په يادو برخو کې ګڼې نيمګړتياوې موجودې دي.
د دې پوهنتون استادان او مشرتابه د ولسي خلکو او سوداګرو دې اقدام ته خوشحاله دي. دوی وايي، که يوازې د پکتيا اوسېدونکي هم له دې پوهنتون سره کمه اندازه مرستې وکړي؛ نو شونې ده چې په نږدې راتلونکې کې يې يوه اندازه ستونزې ورسره راکمې شي.
د پکتيا پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي رئيس پوهنمل يارمحمد پکتين همدا خبره کوي:(( موږ د خلکو دې فکر او هڅې ته خوشحاله يو چې له پوهنتون سره مالي او معنوي مرستو ته رادانګي، دا لړۍ که وغځول شي؛ نو زموږ ډېرې ستونزې ورسره اوارېدلی شي.))
ولايتي چارواکو هم د پوهنتون د پياوړتيا او پرمختګ په خاطر د مرستو راټولولو په کمپاين کې برخه اخستې ده. دوی له وس دارو او شتمنو غواړي چې له دې علمي بنياد سره د پام وړ همکاري وکړي.
د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي وايي، دوی به د پوهنتون د بډاينې لپاره ټول هغه سوداګر، ادارې او ولسي خلک راوننګوي چې د مرستې ورکولو تاب او وس لري. نوموړی وايي:(( موږ له ټولو سوداګرو او شتمنو خلکو غواړو چې د پوهنتون د ابادۍ او بډاینې په برخه کې بې غوري ونه کړي او خپلې مرستې دې نه سپموي، دا پوهنتون د ټولو کور دی، له همدې کوره به زموږ کور کور او هېواد ابادېږي.))
سهي وړاندې وويل:(( زموږ ټول اميدونه په همدې پوهنتون پورې غوټه دي. اړوند ادارې، مرستندويه بنسټونه او ټول خلک بايد هڅه وکړي، تر څو پوهنتون په کمي او کيفي لحاظ پياوړی شي.))
پکتيا پوهنتون د طب، انجنيري، کرنې، حقوقو، تعليم او تربيې، اقتصاد او ادبياتو اووه پوهنځي لري چې شاو خوا ۷۰۰۰ محصلين په کې په لوست بوخت دي. دې پوهنتون ته سږ کال ۲۰۷۱ محصلينو د کانکور له لارې لار کړې چې ۱۲۲ يې نجونې دي.
ياد پوهنتون ۱۷۸ استادان لري چې د نورو ستونزو تر څنګ يې د استادانو کم شمېر هم ننګوونکی دی. پکتيا پوهنتون لس کاله وړاندې ايجاد شوی چې د کمې مودې په تېرېدو يې ګڼ پرمختګونه کړي، خو د مشرتابه په وينا يې چې د چټکو پرمختګونو اړتيا او د محصلينو زيات جذب ته کم مالي امکانات لري. د دوی په وينا، که اړوند وزارت، مرستندوی بنسټونه او د خير ښېګڼې ډلې يې مالي ملاتړ ونه کړي، ګڼې ننګونې يې په مخ کې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


