د وروستیو کلونو په اوږدو کې افغان ښځو وښودله چې د سوداګریز کاروبار لپاره ښه ظرفیتونه هم لري، خو دوى وايي، لا هم په ټولنه کې له لويو فرهنګي او امنیتي ستونزو او اقتصادي کمزوریو نه ځورېږي.
د وروستیو کلونو په اوږدو کې افغان ښځو وښودله چې د سوداګریز کاروبار لپاره ښه ظرفیتونه هم لري، خو دوى وايي، لا هم په ټولنه کې له لويو فرهنګي او امنیتي ستونزو او اقتصادي کمزوریو نه ځورېږي.
۲۴ تنه افغان سوداګرو ښځو په علمي سټنډرډونو د خپل سوداګریز کاروبار د برابرولو لپاره له لسو اونيو راهيسې (د ښځو د اقتصادي ودې) په انسټيټيوټ کې د سوداګرۍ نوې لارې چارې زده کړې او د یاد انسټيټيوټ د (سوداګري د سولې لامل) له پروګرام نه يې د بریالیتوب سندونه ترلاسه کړل .
له یاد انسټيټيوټ نه د ۲۴ تنه ښځو له ډلې څخه به ۱۵ تنه امریکا ته لاړې شي او هلته به له امریکايي سوداګرو ښځو سره لنډ مهاله ژوند ولري، ترڅو د هغوى د سوداګریز کاروبار لارې چارې زده او په خپل هېواد کې يې پلې کړي .
د دغه پروګرام یوه زده کوونکې ارزو نورستانۍ ده چې د خپل ولایت د وچو مېوو په تجارت بوخته ده .
هغه وايي، په لومړي سر کې دغه مېوې لکه جلغوزي، غوزان او پسته له نورستان نه راوړي او په کابل او ننګرهار کې يې پلوري.
ارزو د (سوداګري د سولې لامل) پروګرام په اړه وايي: ” دا پروګرام موږ ته زده کوي چې په کوم ترتیب باید خپل تجارت ته وده ورکړو، همدارنګه دغه پروګرام موږ ته رازده کړل چې څنګه د خپلې سوداګرۍ د وړاندې تګ لپاره سم او اړین پروګرام جوړ کړو، ترڅو په ټولنه او سوداګرۍ کې لا فعالې واوسو.”
کبرا دستګیر زاده د دغه پروګرام بله ګډون کوونکې ده چې د ښځو لپاره د ورزش او خیاطۍ په برخو کې یو بنسټ لري او ۲۰۰ تنه ښځې يې له ځانه سره یو ځای کړې دي.
كبرا وايي: ” ډېر په ابتدایي شکل مې كار پيل كړ، یو لک کلدارې مې درلودې او په پاكستان كې مې كمپيوټرونه پرې واخيستل او زده کوونکو ته مې د انګريزي ژبې تدریس کاوه، بیا مې ورزشي برخه هم پیل کړه، نن سبا د وچو او تازه سبو د پروسس فابریکه لرم او ورسره ورزشي مركز هم فعال دى.”
خو زحل اتمر بیا د ښځو لپاره داسې یوه داسې فابريكه جوړوي چې په لارو کوڅو کې له بېکاره کاغذونو نه، تشناب کاغذ او کاغذي دستمالونه جوړوي .
هغه وايي، په دغه پروژه کې ورسره د امريكا پراختيايي اداره (USAID) مرسته کوي او دوى ته نوي او پرمخ تللي ماشینونه وركوي، ترڅو د هغو په مرسته ښځې وکړاى شي له باطله کاغذونو نه کاغذي دستمالونه او تشناب کاغذ جوړ کړي.
د نوموړې په خبره، دا د افغان ښځو لپاره لومړنى داسې ځاى دی.
زحل وايي، په لومړي سر کې به ۵۰ ښځې په دغې فابريكې کې کار کوي، خو وروسته به يې شمېر تر ۵۰۰ هم ورسېږي .
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


