ads

د ځواکونو تجهیزول

په هيواد کې د وحشت او جګړې د لمن ورټولولو لپاره، لومړی کار په بشپړ ډول د افغان ځواکونو تجهیزول، د جګړې په مهال ټينګ ځمکنی او هوايي ملاتړ او هغوی ته انګېزه ورکول دي. په هيواد کې د وحشت او جګړې د لمن ورټولولو لپاره، لومړی کار په بشپړ ډول د افغان ځواکونو تجهیزول، […]

نویسنده: TKG
15 غویی 1394
د ځواکونو تجهیزول

په هيواد کې د وحشت او جګړې د لمن ورټولولو لپاره، لومړی کار په بشپړ ډول د افغان ځواکونو تجهیزول، د جګړې په مهال ټينګ ځمکنی او هوايي ملاتړ او هغوی ته انګېزه ورکول دي.

په هيواد کې د وحشت او جګړې د لمن ورټولولو لپاره، لومړی کار په بشپړ ډول د افغان ځواکونو تجهیزول، د جګړې په مهال ټينګ ځمکنی او هوايي ملاتړ او هغوی ته انګېزه ورکول دي.

له دوو اوونیو راهيسې د دولت وسله والو مخالفانو د خپلو پسرلنيو عملیاتو له اعلان سره د هيواد په ځينو سیمو کې بریدونه پیل کړي. دغه بریدونه د هیواد په جنوب، ختيځ او جنوب ختيځ کې روان دي. دولتي چارواکي وايي چې په هلمند کې يې د خپلو مخالفانو برید شنډ کړی دی، په کندوز کې هم مخالفین په شا تګ ته اړ شوي او په نورو سیمو کې هم دولتي ځواکونو د خپلو مخالفانو د بریدونو شنډولو ته تیاری لري.

د دولت د وسله والو مخالفانو بریدونه دوه ډوله مخته ځي، په ځينو سیمو کې يې په ځانمرګو بریدونو او د سړک غاړې په بمي چاودنو اتکا کړې او په ځینو سیمو کې يې مخامخ بریدونه پیل کړي دي.

له هغه راهيسې چې له بهرنیو ځواکونو افغان امنیتي ځواکونو ته امنيتي مسوولیتونه ور لېږدول شوي او یا هم په دغه مواردو کې تر هغه مخکې افغان امينتي ځواکونو خپله وړتيا ښودلې، خو همیشنی شکایت يې دا پاتې شوی چې د تجهیز په برخه کې يې ډېر فکر نه کېږي او یا هم د جګړې په مهال ځمکني او هوايي ملاتړ يې کمزوری او یا د نشت په حساب وي.

تېر کال په همدغو شپو او ورځو په کونړونو کې د یو شمېر سیمه ييزو امنیتي چارواکو د بې غورۍ له کبله یو شمېر افغان سرتيرو خپل ژوند له لاسه ورکړ او دوه درې اوونۍ مخکې بیا په بدخشان کې یو شمېر سرتيري ووژل شول. د بدخشان یو شمېر سرتېرو له رسنیو سره په مرکو کې وویل چې دوی بیا بیا د ملاتړو ځواکونوغوښتنه وکړه، خو چا يې غږ وانه ورېد. ولس وايي چې د دوی سرتېرو له ځانه ستره وړتیا ښودلې او هغه ځکه چې مرګ يې منلی خو له خپلو سنګرونو په شا شوي نه دي.

که افغان ځواکونه بشپړ تجهیز نه شي او د جګړې په مهال یې ملاتړ ونه شي، دا ستونزه به د جګړې په کرښو کې منفي اغېز پرېباسي. دا یو لوی حساسیت دی، دولت باید په جدي ډول دغه حساسیت توجه وکړي.

د دولت د وسله والو مخالفانو د جګړې تاو، نه یوازې دا چې تر افغان ځواکونو رسېدلی بلکې تر هغه پورته کچه کې ولس يې نښه ګرځولی دی. په دې برخه کې د ننګرهار برید يې ډېر خونړی و، په لسګونه عام کسان په کې ووژل شول او په لسګونه نور ټپيان شول. جمهور رییس محمد اشرف غني د ننګرهار د پيښې له کورنيو سره د غمرازۍ په خاطر د حکومت له اجراییه رییس سره ننګرهار ته لاړ او هلته يې په خپله وينا کې پر افغانستان جګړه، تپل شوې جګړه وبلله. غني وویل چې جنګ پر موږ تحمیل شوی. موږ جنګ نه دی غوښتی. د سولې غږ مو ټولې نړۍ ته رسولی، ټولې نړۍ ته مو په شپږو میاشتو کې قناعت ورکړی چې د افغانستان دولت تلپاتې سوله غواړي. که خلک یا دولتونه په دې فکر کوي چې موږ امنیت او نظام نشو راوستلای، له سره دې غور وکړي.

ولس وايي چې څه دپاسه دېرش کاله جګړه پرې تحمیل شوې، ګونګه خبره ده او جګړه لا خونړۍ کوي او له ولس نه قرباني اخلي. له دې کبله ولس غواړي چې وپوهېږي دا جګړه چا او څنګه يې پرې تحمیل کړې او ورته دوام ورکوي. د ولس مطلب دا دی چې دا ډول څرګندونې که څه هم روحيه ورکولای شي، خو نقش يې کمزوری وي. ولس ته دا فکر ځکه پیدا شوی چې پخپله په کې له منځه ځي. ولس ته دا اندېښنه له دې هم پیدا شوې چې دولت له خپلو مخالفانو سره د سولې خبرې کوي او ډېره ورته خوشبیني څرګندوي، خو مخالفان يې بیا جګړې ته زور ورکوي.

خو په هر حال د دې ټولو ننګونو تر څنګ باید د ځواکونو د ښه تجهیز او تمویل چارې چټکې او ورته زیاته پاملرنه وشي، ځکه دولت ته باید دا تجربه شوې وي چې د بدخشان په پیښه کې، د ځواکونو د تلفاتو یو لامل د دوی نه تجهیز او نه اکمال وو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA