ads

پر یوې کوچنۍ موضوع درې کاله اختلاف، بالاخره سوله

پرله پسې ناخوالو او روانو بدبختیو د هېواد په ډېری سیمو کې پر ګڼو ستونزو سربېره د خلکو د زغم او حوصلې کچه راکمه او په کلیوالي او لرې پرتو سیمو کې یې سیمه ییزو منازعو ته لمن ووهله. نن سبا په کلیوالي، لرې پرتو سیمو او ان ښارونو کې خلک دومره حساس شوي چې […]

نویسنده: TKG
13 غویی 1394
پر یوې کوچنۍ موضوع درې کاله اختلاف، بالاخره سوله

پرله پسې ناخوالو او روانو بدبختیو د هېواد په ډېری سیمو کې پر ګڼو ستونزو سربېره د خلکو د زغم او حوصلې کچه راکمه او په کلیوالي او لرې پرتو سیمو کې یې سیمه ییزو منازعو ته لمن ووهله. نن سبا په کلیوالي، لرې پرتو سیمو او ان ښارونو کې خلک دومره حساس شوي چې په ډېرو وړو وړو خبرو سره

پرله پسې ناخوالو او روانو بدبختیو د هېواد په ډېری سیمو کې پر ګڼو ستونزو سربېره د خلکو د زغم او حوصلې کچه راکمه او په کلیوالي او لرې پرتو سیمو کې یې سیمه ییزو منازعو ته لمن ووهله. نن سبا په کلیوالي، لرې پرتو سیمو او ان ښارونو کې خلک دومره حساس شوي چې په ډېرو وړو وړو خبرو سره ناندرۍ وهي او جنګونه کوي. خو د خوښۍ ځای دا دی چې لاهم په هېواد کې د عدم تشدد نښې راڅرګندېږي او ډېری سوله غوښتونکي وګړي، دیني عالمان، قومي مشران او ملکان هڅه کوي چې سیمه ییزو منازعو او شخړو ته حل لارې ومومي. په دې وروستیو کې د کلید ګروپ خبریالانو د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه کړي او د دغسې پېښو ځینې بېلګې یې موندلې چې ښيي عدم تشدد او سوله ممکنه ده.

درې کاله وړاندې د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ د کلچه اباد په سیمه کې د دوو کورنیو تر منځ چې سره تربرونه هم دي او د نجونو د راکړې ورکړې خپلوي هم لري په ډېره وړه موضوع شخړه پېښېږي چې بالاخره تر درې کاله خپګان وروسته د مېشتو قومونو د سیمه ییزې شورا له لوري یې ترمنځ سوله کېږي.

خیرمحمد او نظرمحمد نه یوازې د دغو دواړو کورنیو مشران دي، بلکې سره اوښي هم دي، په دې معني چې د نظر محمد خور خیرمحمد او د خیر محمد خور نظر محمد ته ناستې دي.

پېښه

پېښه د۱۳۹۱ کال د جوزا په ۱۲مه، تر غرمې وروسته ماسپښین مهال چې د کلي اوسېدونکو د ګرمۍ له کبله په خپلو کورونو او یا هم د ونو سیوریو ته ډډې وهلې او پر خواږه خوب ویده وو، رامنځته شوه. د نظرمحمد د پسونو رمه چې کلي ته نږدې سیوري ته پنډه وه، له پوونکي پرته د خیرمحمد په پالیزه ورګډه او خیرمحمد ته یې مالي زیان اړولی وو.

د خیرمحمد پلار چې د نظرمحمد خسر او کاکا کیږي تر پېښې وروسته له نظرمحمد سره د دغې بې پروايۍ له کبله ناندرۍ وهي. دغه لفظي شخړه جریان لري چې د دواړو کورنیو د نورو غړو په راتګ سره ترې لویه شخړه جوړېږي او یو بل ته لاسونه اچوي. که څه هم په دغه اخ و ډب کې درې تنه ټپیان کېږي، خو د نورو کلیوالو په هلو ځلو جنګ پای مومي او ټپیان د کلیوالو په مرسته روغتون ته لېږدول کېږي. په دغه نښته کې نظرمحمد تر ټولو سخت ټپي کېږي او وینه ضایع کوي، لا هم د نظرمحمد په سر باندې د ګوزار داغ څرګند دی. نظر محمد وايي:(( زه یوازې وم او دوی څلور تنه وو چې، د چړو ګوزارونه یې وکړل او سر یې رامات کړ، نښه یې لا تراوسه جوته ده.))

د نظرمحمد اوښی خیر محمد په دې اړه وايي:(( موږ او نظرمحمد د کاکا زامن او اوښي یو، پر یوه ناڅیزه شي مو ترمنځ شخړه رامنځته شوه، د نظرمحمد پسونه زموږ پالیزه ته راکډه شوي وو او زما پلار او نظرمحمد سره جنجال کړی و، وروسته مو تر منځ جنګ وشو او درې کسان په چړو ووهل شول، څه موده وروسته مو ترمنځ جوړه وشوه.))

د خیرمحمد په خبره دا جوړجاړی د شیرین اغا په نوم د یو قومي مشر په منځګړیتوب شوی و. خیرمحمد له څو تنو قومي مشرانو سره ۱۵۰ زره کلداري د نظرمحمد کورته وروړي او ننواتې ته ورکوي، خو نظرمحمد ترې د دارو درملو په نوم فقط ۵۰ زره کلدارې اخلي او ۱۰۰ زره نورې د لونګۍ په نوم بېرته خیرمحمد ته ستنوي.

که څه هم په ډېری پښتني سیمو کې تر ننواتې وروسته شخړه پای مومي او کینې له زړونو وځي، خو د خیرمحمد او نظرمحمد زړونه له کینو ډک پاتې کېږي او کورنۍ تګ راتګ نه پیلوي.

تر دغې پېښې کابو شل ورځې وورسته د چنګاښ په ۳مه د کلي د یوه اوسېدونکي نږدې ۱۵ وري ورکېږي او د پل زن( په کلیوالي سیمو کې هغه سړي ته وايي چې د غله د بوټانو یا څپلیو د خاپونو او پاتې شویو نښو په وسیله غل پیدا کوي) تر پلټنې وروسته، نوموړی د خیرمحمد کورته د ورتګ لارښوونه کوي. خیرمحمد د پولیسو له لوري نیول کېږي. پولیس خیرمحمد ډبوي او ورته وايي چې هم به غلا منې او هم به دې نور ملګري په ګوته کوې.

په همدغه ورځ لږ ځنډ وروسته نظرمحمد هم د پولیسو له لوري له خیرمحمد سره په غلا کې د ملګرتیا په تور نیول کېږي.

خیرمحمد وایي:(( ما د پوستې قومندان ته وویل که د پل زن په خوله موږ غله بولې، موږ غله یو او که نه غله نه یو، خو هغه راته وویل چې پنځه لکه کلدارې باید ومنې. په پای کې یې ۵۰ زره کلدارې قومندان صایب، څلور لکه کلدارې د مال خاوند او یو لک کلدارې یی پل زن ته راڅخه واخستلې.))                                                                                                                 نظر محمد چې په دغه پېښه کې ځان سپین او بې ګناه بولي، وايي: (( زما د کور په شاوخوا کې د پل زن له خوا پل ګرځول شوی و، خو زما کور ته نږدې پل نه و راغلی، خو له خپلې خسرګنۍ سره د مخکینۍ ستونزې له کبله خیرمحمد زه هم قومندان ته د غلا ملګری په ګوته کړی وم.))

د سولې هڅې

د خیرمحمد او نظرمحمد ترمنځ د منازعې د حل لپاره هغه وخت جدي هڅې پیل شوې چې خیرمحمد د کندهار ولایت د مېشتو قومونو هماهنګۍ شورا ته عارض شو. د کندهار ولایت د مېشتو قومونو د هماهنګۍ شورا رئیس ولي شاه اغا وايي چې په سر کې له دواړو لوریو په تحریري او شفاهي توګه واک واخستل شو او تر هغه وروسته یې د قضیې د حل په هدف هڅې پیل کړې. شاه اغا وايي چې دوی په سیمه کې د ستونزو او منازعو د حل لپاره خپل ځانګړي اصول لري:(( په شفاهي او تحریري توګه د قضیو له ښکېلو اړخونو د واک اخستل، له دواړو لوریو د پېښې د جزئیاتو په اړه د معلوماتو راټولول، د شاهدانو راغوښتل، د پېښې تر څېړلو وروسته د قضیې شرعي، قانوني او د اصلاحي اړخونو څېړل زموږ اصول دي او د هغې په رڼا کې پرېکړه کوو.)) شاه اغا د خپلو خبرو په دوام زیاتوي:(( موږ په لومړي سر کې دواړه طرفونه راوغوښتل او ورته مو وویل چې ستاسو موضوع نوره حل ده او تاسې باید روغبړ وکړئ، وروسته مې له الف څخه تر یا پورې ټوله قضیه ښه وڅېړله او له پل زن سره هم د ټلیفون له لارې په تماس کې شوم، هغه هم قضیه راته ډېره ښه روښانه کړه. زموږ څېړنو وښوده نظرمحمد چې د خیرمحمد اوښی دی، سره له دې چې ډبول کېږي ۲۶۰ زره کلدارې تاوان هم ورسېدلی و.)) ولي شاه اغا وايي چې بالاخره د روان ۱۳۹۴ لمریز کال د وري په ۶مه د خیرمحمد له لوري نظر محمد ته د ۱۲۰زره کلدارې ورکول کېږي او پاتې نورې خیرمحمد ته بښل کېږي.

سره له دې چې شخړه په ظاهره پای مومي، خو خیرمحمد چې د پېښې یو اړخ دی، بیا هم وېره احساسوي چې هسې نه ستونزه بیا زور واخلي، نوموړی وايي: (( زه، خو نه غواړم چې له دې وروسته له دغې ستونزې سره مخ شم، خو دا پر دوی پورې اړه لري چې د پرېکړې پابندي کوي او که نه؟)) خو نظرمحمد د قومي شورا پرېکړې ته پابندي د خپل ځان او کورنۍ  دنده بولې وایي: (( زه بیا د دغې شخړې د رامنځته کیدو پلوی نه یم، ځکه زه خپلې خور ته ډېر احترام لرم.))

په کندهار ولایت کې د مېشتو قومونو د هماهنګۍ شورا رئیس حاجي ولی شاه اغا چې په دغه روغه جوړه کې تر پایه برخه درلوده وايي:(( موږ دې ورته ډېرې منازعې حل کړې دي، یوه خوا هم بیا دې زړه نه ښه کوي چې ستونزه راپیدا شي، خو که بیا هم زموږ تر فیصلې وروسته کوم طرف د ستونزې د رامنځته کېدو سبب شي، موږ به ټول هغه اسناد چې د دوی د ګوتو نښانونه پرې لګېدلي، د اړوندو دولتي ادارو په اختیار کې ورکړو او ملامت لوری به هم ورته په ګوته کړو.))

د دغې شورا بل غړی او قومي مشر حاجي محمد اسماعیل خان هم د دوی له خوا د ستونزو تر حل کېدو وروسته د                                                                                                            اړونده غاړو تر منځ د شخړې له  بیا را منځته کېدو وېره نه لري، نوموړی وايي:(( په حکومت کې خاطر شته، پیسې ورکول شته، بند شته، حکومت چې حق هم ووايي د لانجې یو لوری وايي چې هغه بل پیسې ورکړې دي او زما په تاوان فیصله شوې، خو پر موږ دا اشتباه نه کوي، ځکه بیا بیا ورسره مخ کېږو.)) د کندهار ولایت بل قومي مشر او د کندهار ښار د څوارلسمې ناحیې وکیل عبدالهادي خاکسار وايي چې په کندهار ولایت کې د مېشتو قومونو د هماهنګۍ شورا له پرېکړو هېڅوک سرغړونه نشي کولای شي: (( ټول مېشت قومونه دغې شورا ته په درنه سترګه ګوري، فیصلې یې هم مني.))

اوسنۍ اړیکې

کله چې د دواړو کورنیو ترمنځ د قومونو د هماهنګۍ شورا له لوري منازعه پای مومي، د دواړو کورنیو ترمنځ راشه درشه هم پیلېږي او یو بل ته مېلمستیاوې کوي. اوس دواړو لوریو منلې چې د شخړو دوام نه یوازې سرخوږی دی، بلکې خلک په لویو لویو دښمنیو هم اړولی شي. د منازعې یو لوری خیرمحمد په دې اړه وايي:(( تر پرېکړې وروسته موږ ننواتې ورغلو، دوی هم راغلل او د دوی خور چې زما مېرمن دی، زه یې هېڅکله ترې نه ایساروم او خپله خور مې چې هر وخت وغواړم راولم یې.)) نظرمحمد په دې اړه وايي: (( څو ورځې چې منځ کې تېرې شوې، پسه مې ورته حلال کړ او مېلمستیا مې ورته وکړه، دوی مېلمستیا وکړه، خپله خور مې راوسته او ښه کالي مې ورته وکړل، سبا بله ورځ مې د زوی واده دی، بیا به مې خور راولم.))

لنډه دا که چېرې د خیرمحمد او نظرمحمد ترمنځ د منازعې د حل لپاره هلې ځلې نه وای شوې، نو د شخړې د غځېدو ترڅنګ به هغه مېرمنې هم د خپلو میندو، پلرونو او وروڼو له لیدو محرومې پاتې وای چې په دغو دواړو کورنیو کې واده دي. د کندهار ولایت د مېشتو قومونو د هماهنګۍ شورا رئیس حاجي ولي شاه اغا وايي چې د شخړې نه حل کېدو په صورت کې به نورې ډېرې لانجې جوړې شوې وای:(( یو خو د دواړو کورنیو روابط پرې وو، بل د دوی نور خپلوان هم په اندېښنه کې وو چې بالاخره څه به کېږي، تر ټولو مهمه دا وه چې د ښځو په تګ راتګ بندیز لګېدلی وو.))

یادونه: دا دی کلید په یوه بل نوښت لاس پورې کړی. کلید اوس هغه پېښې څېړي او راپورونه پرې جوړوي چې ښيي سوله او عدم تشدد په هېواد کې ممکن دی. په سلګونه قضیو کې دا واقعیت لیدل کېږي. د سولې او عدم تشدد دا راپورونه پر کلید او مرسل اوونیزو سربېره د کلید ګروپ د ټولو راډیوګانو له لارې په غږیزه بڼه هم خپرېږي. کوم راپور مو چې ولوست د دغې لړۍ اووم راپور دی چې خپور شوی.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA