نامعلومه وسله والو پاکستان كې د پولیسو پر یوه مرکز تر ډله يیز برید وروسته ۷ پولیس تښتولي دي. پاکستاني رسنیو د پولیسو له قوله ویلي، چې نن سهار وختي دېرش وسله والو د پاکستان پنجاب ایالت اړوند رحیم یار خان سیمه کې د پولیسو پر یوه مرکز
نامعلومه وسله والو پاکستان كې د پولیسو پر یوه مرکز تر ډله يیز برید وروسته ۷ پولیس تښتولي دي.
پاکستاني رسنیو د پولیسو له قوله ویلي، چې نن سهار وختي دېرش وسله والو د پاکستان پنجاب ایالت اړوند رحیم یار خان سیمه کې د پولیسو پر یوه مرکز برید کړی، چې په پایله کې یې په مرکز کې موجود ټول اوه واړه پولیس نا معلوم لور ته له ځان سره بیول دي.
د سرچينو په وينا، وسله والو دغه راز یوه اندازه سپکه او درنه وسله هم له ځانه سره وړې ده.
پاکستاني پولیسو ویلي، د وسله والو د لټون په موخه یې هڅې پیل کړي دي.
د پاکستان په پنجاب ایالت کې دا لومړی ځل دی، چې په دومره کچه پولیس د وسله والو لخوا تښتول کیږي.
تر اوسه د یادې پېښې مسؤلیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


