د غزني ولایت مدني او فرهنګي ټولنې شكايت كوي چې د دغه ولايت په مركز كې د غاصبينو او زورواكانو لخوا د تاريخي ځمكو د غصب او پرې د سوداګريزو مركزونو د جوړولو لړۍ ښه په درز كې روانه ده، خو ځايي چارواكو پرې غوږونه كاڼه کړي او تر اوسه يې د دوى د هېڅ كار مخه نه ده نيولې.
د غزني ولایت مدني او فرهنګي ټولنې شكايت كوي چې د دغه ولايت په مركز كې د غاصبينو او زورواكانو لخوا د تاريخي ځمكو د غصب او پرې د سوداګريزو مركزونو د جوړولو لړۍ ښه په درز كې روانه ده، خو ځايي چارواكو پرې غوږونه كاڼه کړي او تر اوسه يې د دوى د هېڅ كار مخه نه ده نيولې.
دوى شكايت كوي چې د غزني ولايتي اداره د اقدام پر ځاى چوپتيا غوره كړې او دې كار يې فرهنګي كړۍ شكمنې كړي چې ګواكې دا هر څه د ولايتي ادارې په خوښه روان دي، ځكه د غاصبينو مخه نه نيسي.
د غزني د ځوانانو مدني خوځښت غړى محمد شريف مجيدي په دې اړه سخته اندېښنه ښيي، نوموړى وايي دا مهال د تپه سردار او شيخ عبدالسلام په تاريخي سيمو پورې په اړوند اكثره ځايونه کې تجارتي ماركيټونو، د استوګنې كورونه او دوکانونه جوړ شوي دي: (( دلته په نورو تاريخي سيمو هم دغسې تالان ګډ دى، خو ولايتي اداره لا څه كوې چې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست يې هم په كيسه كې نه دى، په خداى كه يې د هيچا لاس لا تر اوسه نيولى وي چې وروره دا تاريخي ځاى دى په دې كار د غزني تاريخ تر ځمكې لاندې مه ښخوه.))
په غزني كې بيا د پيوند ټولنې غړى محمد خالد نوري ادعا كوي او وايي ځايي چارواكي ځكه دغه تاريخي سيمې له غصب څخه نه ژغوري چې په خپله له دغو غاصبينو سره په ګټه وټه كې شريك دي. دى وايي، عام خلك هېڅكله دا جرئت نه شي كولاى چې دولتي او تاريخي ځمكې له كوم دليل پرته تر خپلې ولكې لاندې راولي، تر هغې چې د دولتي كسانو ډاډ يې نه وي ترلاسه كړى:(( دا د كمزورو خلكو كار نه دى، كه ځايي چارواكي په دې غصب كې لاس نه لري؛ نو بيا يې ولې مخنيوى نه كوي؟ دلته ټولې تاريخي سيمې همدوى غصب كړې، دلته په خپل سر كيندنې كېږي او څو څو ځله دلته د ښار هر وګړى شاهد دى چې كيندنې شوې او په رڼا ورځ تاريخي اثار د همدې چارواكو په ملاتړ له غزني څخه ايستل شوي دي.))
دى همداراز له مركزي حكومت څخه غواړي چې د غزني د تاريخي سيمو د غصب د مخنيوي په خاطر پراخ تدابير ونيسي او د غزني اداره وپوښتي، ګنې دا وضعيت به همداسې دوام وكړي او د غزني يوه تاريخي سيمه به هم خوندي پاتې نشي.
د غزني د اطلاعاتو او فر هنګ سرپرست محبوب الله رحماني كه څه هم تر يو بريده مني چې په دغه ولايت كې ځينې تاريخي سيمې غصب شوې، خو وايي دوى په دې اړه ملامت ځكه نه دي چې امنيتي ارګانونو ورسره پر وخت لازمه همكاري نه ده كړې، څو د تاريخي سيمو د غصب مخه ونيول شي. رحماني دا هم نه مني چې ګواكې د تپه سردار ټوله سيمه دې غصب شوې وي او يوازې يې دومره تاييد كړې چې د روضې اړونده سيمې د ځايي خلكو تر غصب لاندې راغلې او په دې اړه هم كوښښ كوي چې اقدامات وشي:(( د تپه سردار يوه لوېشت ځمكه هم نه ده غصب شوې، دولتي چارواكي دلته د تاريخي سيمو په غصب كې هېڅ لاس نه لري، يو شمېر سيمې دلته داسې هم دي چې ورڅېرمه يې ځايي خلك ورته را كوچېدلي او پرې اړولي يې وو، خو هغوى مو پر وخت له دغو سيمو ايستلي، له دې نه زيات به نو موږ څه وكړو.))
نوموړي زیاته کړه چی تر دا مهاله يې په غزني كې د بېلابېلو ارګانونو د استازو په موجوديت كې دغصب شویو ساحو يوه كره سروې برابره كړې او وزارت ته يې استولې، تر څو په دې برخه كې ورسره د دغو سيمو د بيا راګرځولو مرسته وكړي:(( موږ دلته د لوېشت لوېشت ځمكې په اړه چې خلكو غصب كړې، يو راپور چمتو كړى، وزارت ته مو استولى او مرسته مو ور څخه غوښتې چې دا ځمكې بايد په هر ډول چې وي بېرته راوګرځول شي.))
د يادونې وړ ده چې ولايتي ادارې په غزني ولايت كې د غصب شويو ځمكو په اړه د غزني کلید راډیو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


