په افغانستان كې د طالبانو ترڅنګ د داعش وسله والو له راټوكېدو سره سم د جنوبي اسيا لپاره د ملګرو ملتونو د كډوالو كمیشنرۍ ويلي چې د افغانستان ډېرى علمي او اكاډميك شخصيتونه د سر د خونديتابه لپاره له هېواده تېښتي او اروپا ته یې مخ کړې ده.
په افغانستان كې د طالبانو ترڅنګ د داعش وسله والو له راټوكېدو سره سم د جنوبي اسيا لپاره د ملګرو ملتونو د كډوالو كمیشنرۍ ويلي چې د افغانستان ډېرى علمي او اكاډميك شخصيتونه د سر د خونديتابه لپاره له هېواده تېښتي او اروپا ته یې مخ کړې ده.
د جنوبي اسيا لپاره د كډوالو په چارو كې د ملګرو ملتونو عالي كمیشنرۍ ويلي، تېر كال په نړۍ كې تر ټولو زيات خلك له سوريې نه تښتېدلي وو چې ورپسې بیا افغانستان په دویم ځای کې وو.
د سرچينې په وينا له افغانستان څخه بهر ته د علمي او اكاډميكو شخصيتونو د تېښتې ګراف هماغسې مخ پر لوړ روان دى لکه څنګه چې په ۹۰يمو كلونو كې د جګړو له كبله افغانان مجبور شول خپل هېواد پرېږدي.
دا راپور وايي، په ۹۰ يمو كلونو كې له افغانستان څخه د نړۍ په كچه تر ټولو زيات ۶ مليونه افغانان وتلي او تېښتې ته اړ شوي وو، خو اوس ښكاري چې له دې هېواده د تېښتې كچه بېرته له صفر څخه مخ په لوړېدو ده.
دا راپور وايي، په اوس وخت كې چې كوم افغانان له هېواده امريكا او اروپا ته درومي ډېری يې په بهرنيو موسسو كې افغان كاركوونكي، اكاډميك شخصيتونه، مطبوعاتي كاركوونكي او يو شمېر نور متخصصين دي چې په خپلو دوسيو كې يې افغانستان د ځان پر وړاندې خوندي هېواد نه دى بللى.
د چارو كارپوهان له افغانستانه په دې وروستيو كې د علمي او اكاډميكو كسانو د وتلو مسئله له دوو اړخونو جدي نيسي، يو شمېر وايي، په اوس وخت كې په كار ده چې له هېواده بهر مېشت استعدادونه هم افغانستان ته راوګرځي نه دا چې اوسني او شته سټې ترې په يوه او بله بهانه پښې سپكې كړي.
دا ډله شنونكي د افغان اكاډميكو شخصيتونو په تللو كلكه نيوكه كوي او وايي، كه دوى افغانستان نه ژغوري او پښې ترې سپكوي؛ نو دا هېواد به په راتلونكې كې هم د دوى لپاره په يو ارام ځاى بدل نه شي.
رضوان الله بشرمل دې ټكي خورا لړزولى او وايي كه روښان فكره طبقه خپل افغانان جګړې ته يوازې پرېږدي دا خاوره به هېڅكله د نيكبختۍ ورځ ونه ويني: (( دلته خلك مري، دلته د خلكو ذهنونه تياره دي، زموږ اكاډميك شخصيتونه د دې پر ځاى چې يو روشنفكري خوځښت راپورته كړي، له هېواده تښتي، دا په دې معنی چې موږ ماتې منلې ده، كه پر ما د دې خاورې ذرې هومره هم درد دوا كېږي، زه به ترې ونه تښتم، بلكې دې خلكو ته به تر پایه خدمت وكړم.))
انجنير ايمل نجيبي هم په دې نظر دى چې افغان اكاډميك او روښان فكره شخصيتونه بايد په هر ډول چې وي له هېواده د تېښتې پر ځاى په هېواد كې دننه د هېواد د ژغورلو فكر وكړي. دى وايي:(( كه دې وطن ته زموږ خلك د امنيت ټينګېدو په وخت كې راځي؛ نو دا وطن ورته ضرورت هم نه لري، ځكه دې خاورې باندې به توپان تېر شوى وي، د دوى ارزښت هغه وخت زياتېداى شي چې په خپله خاوره كې واوسي او د هېواد د ژغورلو طرحې وړاندې كړي، د سولې او امنيت په ټينګښت كې مرسته وكړي، حق ته حق ووايي، د ظالم مخه ونيسي، د فساد پر وړاندې مبارزه وكړي، د دوى تېښته خو په دې معنی ده چې زموږ روښان فكران ډېر بزدله دي او هېڅ له خپل هېواد سره مينه نه لري.))
خو يو شمېر نور شنونكي بيا وايي، دا د حكومت دنده ده چې د وسله والو ډلو پر وړاندې جدي مبارزه وكړي او اكاډميكو شخصيتونو ته دننه په هېواد كې د ډاډه ژوند زمينه مساعده كړي.
د چارو كارپوه او د ننګرهار پوهنتون استاد خالد ضيا په دې اړه د ځانګړي نظر خاوند دى او وايي، په دې وروستيو كې له كليو او اطرافو څخه اكثره كادرونه له دې كبله ښار ته راووتل چې ځايي امنيتي مسوولينو يې ژوند نه شو تضمينولاى، د ده په خبره اكثره اكاډميك شخصيتونه اوس له ښارونو هم په دې خاطر بهر ته كډې كوي چې ورځ تر بلې يې د ژوند پر وړاندې ګواښونه مخ په زياتېدو دي:(( دا خلك مجبور دي چې تر بيا امن كېدو پورې هېواد پرېږدي او بل ځاى كې خپل سر وساتي، خپلې علمي تجربې زياتې كړي، دلته ما ډېر كسان وليدل چې ډېر ښه ډاكټران، ښه انجنيران او ښه څېړونكي دي، خو هغوى ويل دلته يې ژوند هره شيبه تر ګواښ لاندې وي، د هغوى زړه نه غوښتل چې له وطنه ولاړ شي، خو اكثرو ته يې كورنيو ويلي وو چې ستا تر ژوند هېڅ شی مهم نه دی.))
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


