په نيپال کې د تېرې شنبې ورځې د زلزلې او د هغې د نويو ټکانونو د تلفاتو شمېره له ۳۲۰۰ اوښتې ده. د رپوټونو له مخې، د ژغورنې ډلې له کنډوالو لاندې د پاتې کسانو د لټې په حال کې دي.
په نيپال کې د تېرې شنبې ورځې د زلزلې او د هغې د نويو ټکانونو د تلفاتو شمېره له ۳۲۰۰ اوښتې ده.
د رپوټونو له مخې، د ژغورنې ډلې له کنډوالو لاندې د پاتې کسانو د لټې په حال کې دي.
د نيپال د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د ادارې مشر رامشور دانګل ويلي، په زلزله کې د ټپيانو شمېر ۶۵۰۰ ته رسېدلی دی.
زرګونو کسانو تر شنه اسمان لاندې دويمه شپه تېره کړې ده، خو پايتخت كټمنډو کې د بې ځايه شويو لپاره د لنډمهالې سرپناه ځايونه جوړ شوي دي.
د زلزلې د نويو ټکانونو له کبله له هند، چين او بنګلدېش څخه هم د تلفاتو خبرونه رارسېدلي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

