په تېرو څو میاشتو کې د ملي وحدت حکومت له لوري له طالبانو سره د سولې د شرایطو د برابرولو هڅې د عامو وګړو، سیاسي څېرو او مدني بنسټونو له لوري له پراخ هرکلي سره مخ شوې. خو په خواشینۍ سره باید وویل شي چې نه یوازې تر دم ګړۍ په دې برخه کې د لمس وړ پرمختګ نه تر سترګو
په تېرو څو میاشتو کې د ملي وحدت حکومت له لوري له طالبانو سره د سولې د شرایطو د برابرولو هڅې د عامو وګړو، سیاسي څېرو او مدني بنسټونو له لوري له پراخ هرکلي سره مخ شوې. خو په خواشینۍ سره باید وویل شي چې نه یوازې تر دم ګړۍ په دې برخه کې د لمس وړ پرمختګ نه تر سترګو کېږي، بلکې د طالبانو جګړو د تېر په نسبت شدت هم موندلی دی.
جمهور رئیس اشرف غني د ملي شورا د پنځم کال د پرانستې په غونډه کې وویل چې سوله یوه وسیله، نه بلکې یو هدف دی او دغه هدف ته د رسېدو لپاره باید ټول خلک، سیاسیون، ښځې او نارینه د ملي وحدت حکومت ترڅنګ ودرېږي. همداراز جمهور رئیس اشرف غني ویلي وو چې په ۳۶ کلونو کې د سولې د خبرو اترو لپاره داسې چاپېریال نه و رامنځته شوی لکه اوس چې مساعد شوی دی. په دې پسې د فبرورۍ په وروستیو کې د حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا په غونډه کې خلکو ته زیری ورکړ چې په څو ورځو کې به افغان حکومت له طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړي. ورپسې اجرائیه رئیس زیاته کړه چې د سولې خبرې اترې به په مارچ میاشت کې پیل شي. دغه راز ډاکټر عبدالله ژمنه وکړه چې د سولې د خبرو په پیلېدو سره به یې افغانان له جزئیاتو خبرول کېږي.
د سولې په رابطه د جمهور رئیس غني او اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وعدو، خلک څه ناڅه پر وضعیت باوري او سولې ته هیله من کړل او داسې هیلې راوټوکېدې چې که خدای کول، تر دې وروسته به په افغانستان کې د جګړې ټغر ټول شي.
خو اوس داسې ښکاري چې د حکومتي جګپوړو چارواکو دا ژمنې سرته نه وي رسېدلې. ځکه نه یوازې په تېره مارچ میاشت کې موږ د سولې په برخه کې د کوم پرمختګ شاهدان نه یو، بلکې د اپریل په میاشت کې هم د سولې هڅې ټپې دي، په تېره بیا چې د طالبانو له لوري جګړې هم شدت موندلی دی.
ډېری پر دې عقیده دي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په برخه کې تر ټولو لوی خنډ دا دی چې دواړه لوري( طالبان او حکومت) په دننه کې د اختلافاتو ښکار دي او له همدې کبله دغو هڅو ترننه نتیجه نه ده ورکړې.
یوه میاشت وړاندې رويټرز خبري اژانس اسلام اباد ته د طالب مشرانو د سفر په اړه په خپل راپور کې وویل چې د طالبانو مهم نظامي قومندان ملاعبدالقيوم ذاكر له افغان حكومت سره د خبرو مخالف او يوازې له امريكا سره د اصلي لوري په توګه د خبرو پلوي دى. په داسې حال كې چې سياسي استازی يې ملا اختر محمد منصور بيا په هر حالت كې د سولې غوښتونكى دى. خو د طالبانو د پوځي قومندان ملاعبدالقیوم ذاکر دا اشاره چې یوازې له امریکا سره د اصلي لوري په توګه د خبرو پلوی دی، د طالبانو د پخواني مشر ملااغان معتصم په خبرو کې هم انعکاس موندلی. ملااغاجان له بي بي سي سره په یوه مرکه کې ویلي چې ټول طالبان د سولې غوښتونکي دي، مګر غوره دا بولي چې له امريکايانو سره خبرې وکړي.
د طالبانو د امارت پرمهال د بهرنیو چارو وزیر وکیل احمد متوکل هم له کلید سره په مرکه کې همدې ټکي ته نغوته کړې او وايي:(( يو شي چې د سولې د راتلو چانس يې كم كړى، هغه دا دى چې طالبان له افغانستانه د امريكايانو بشپړ خروج غواړي، د كرزي د حكومت په اواخرو كې چې امنيتي تړون امضا شوى نه و، امكان و چې سوله وشي، مګر اوس چې دا تړون لاسليك شوى؛ نو د سولې سفر ته لا هم وخت شته.))
په قطر دفتر كې د طالبانو يو وياند محمد نعيم هم وايي، تر څو چې امريكايي ځواكونو افغانستان په بشپړه توګه نه وي پرې ايښى، دوى به د سولې د خبرو لپاره هېڅ يو لوري ته حاضر نه شي. محمد نعيم يوې عربي الشرق ورځپاڼې ته ويلي، كه د دوى وسله وال د امريكايانو په حضور كې د سولې خبرو ته حاضر شي دا به په دې معنی وي چې طالبان تسليم شوي دي.
د چارو شنونكي وايي، د طالبانو وروستي بيانات او د جګړې شدت دا ښيي چې د سولې خبرې لا هم د اوښ په ښكر كې دي. دوى خو اوس دې ته هم اندېښمن دي چې په افغانستان كې د داعش ډلې په راپيدا كېدو سره به جګړه سږكال د سړېدو پر ځاى لا توده شي. ډاكټر سديس نيازى همدې ټكي ته په اشاره وايي، داعش ډلې په وروستيو كې په افغانستان كې د طالبانو خلاف د جهاد او د طالبانو د امير له اطاعته د بغاوت تبليغ پيل كړى چې دا كار به د طالب وسله والو لپاره د منلو وړ نه وي:(( جالبه لا دا ده چې طالبان او داعش د حكومت پر ضد جنګېږي، خو په خپلو كې يې هم يو پر بل د جهاد اعلان كړى، طالبان به خپل جنګيالي داعش ته ور پرې نږدي او دا حتمي ده چې د دواړو ډلو تر منځ به يو قوي تصادم واقع كېږي.))
دا هغه اندېښنه ده چې په قطر كې له الشرق ورځپاڼې سره په مركه كې د طالبانو سياسي وياند محمد نعيم هم د طالبانو او داعش ډلې تر منځ د توپيرونو په اړه د پوښتنې په ځواب كې كړې ده. هغه ويلي، طالبان څرګنده پاليسي لري، هېڅكله يې د نورو هېوادونو په چارو كې مداخله نه ده كړې، خو بل چا ته به هم اجازه ور نه كړي چې د دوى په داخلي چارو كې د لاس وهنې هڅه وكړي.
دا په داسې حال كې ده چې د هلمند چارواكو ويلي، داسې اسناد يې ترلاسه كړي چې طالبان او داعش ډله دا مهال خپل جنګيالي يو د بل پر ضد جګړې ته هڅوي. د هلمند امنیه قومندان نبي جان ملاخېل ویلي، دا اسناد يې له كجكي نه ترلاسه كړي او د ملا عبدالرووف لخوا ليكل شوى يو ليك په كې دا لارښوونه لري چې وسله وال يې بايد له سيمې څخه د طالبانو په شړلو كې پوره هڅه وكړي:(( په كجكي كې دا دواړه ډلې فعاليت لري، داعش دلته د ملا خادم لخوا رامنځته شو اوس نو دواړو ډلو دلته د يو بل پر ضد جهاد اعلان كړى دى.))
د نظامي چارو كارپوه جنرال عتيق الله امرخېل دا مسئله جدي انګيري او وايي داعش ورو ورو غواړي چې طالبان له صحنې وباسي:(( داعش هر ځاى له دا ډول ډلو( طالبانو) سره ورته سلوك كوي، خو زه خوشبين يم چې د طالبانو او داعش تر منځ جګړه به د افغان حكومت په ګټه تمامه شي، ځكه داعش به پر طالبانو هم يو ډول فشار وي چې سولې ته به يې حاضر كړي.))
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


