په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د ازادو ټاكنو له لارې سياسي واک له يوه ولسمشر نه بل ته ولېږدول شو. ولسونه د رايې وركولو مركزونو ته ولاړل او خپله رايه يې د خپلې خوښې کانديد په ګټه وكاروله. د ۱۳۹۳ كال ټاكنو ته ۹ تنو ځانونه نومولي وو او هر يو په دې لټه كې و چې د خلكو باور پر ځان زيات
په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د ازادو ټاكنو له لارې سياسي واک له يوه ولسمشر نه بل ته ولېږدول شو. ولسونه د رايې وركولو مركزونو ته ولاړل او خپله رايه يې د خپلې خوښې کانديد په ګټه وكاروله. د ۱۳۹۳ كال ټاكنو ته ۹ تنو ځانونه نومولي وو او هر يو په دې لټه كې و چې د خلكو باور پر ځان زيات كړي، رايه يې واخلي او ګټونكى شي، خو د ۹ تنو كانديدانو له ډلې يو تن هم په لومړي پړاو ټاکنو کې د قانون مطابق پنځوس جمع يوه رايه تر لاسه نه کړه او ټاكنې دوهم پړاو ته ولاړې.
که څه هم په عامه کچه ولس د سیاسي قدرت سوله ييز لېږد ته خوشبیني څرګندوله، خو پوښتنه دا وه چې د سياسي قدرت ليږد به څنګه وي او هغو خلكو چې کاندیدانو ته په شمالي ولايتونو كې كمپاين كاوه د سياسي قدرت ليږد ته په كومه سترګه کتل، ايا دوی د قدرت او چوکۍ لپاره كار كاوه او که د نورو مادي امتیازاتو لپاره.
كندز، بغلان، تخار او بدخشان د افغانستان په شمال ختيځه څنډه كې هغه ولايتونه دي چې د دواړو کاندیدانو پلويانو په کې رایې کارولې دي.
د ولايتي شورا وكيلان، مخور سپين ږيري، ښځې او ځوانانو په يادو ولايتونو كې د جمهوري ریاست د کاندیدانو لپاره كمپاينونه کړي او په دې هڅه کې وو چې د خپلو رایو په زور سياسي قدرت له جمهور رييس حامد كرزي څخه د خپلې خوښې کاندید ته انتقال كړي.
انتخابات د سیاسي قدرت د لیږد یوازنۍ لار
حاجي محمد امان اوتمانزی د كندز ولايت مخور سپين ږيری؛ د ډاكټر اشرف غني احمدزي د كمپاين غړی و. د نوموړي په باور له يوه ولسمشر نه بل ولسمشر ته د سياسي قدرت ليږد كولی شي چې افغانستان د پرمختګ په لور روان کړي. اوتمانزی زياتوي چې په كندز کې ټولو ميشتو ولسونو د دې لپاره كار وکړ چې د سياسي قدرت لپاره يو مناسب شخص وټاكي تر څو روانو ناخوالو ته د پای ټكی كېښودل شي.
احمدجاويد چې د كندز ولايت اوسيدونكى دى، وايي چې سياسي قدرت باید هغه څوك په لاس كې واخلي چې په افغانستان كې يوه سالمه اداره رامنځته كړي، هېواد ته پرمختګ وركړي، اداري فساد له منځه يوسي او د ولس لپاره ښه اقتصادي پروګرام ولري. احمدجاويد وايي چې علما په دې كې ډير زيات نقش لري چې خلكو ته وړ كانديد معرفي كړي:(( موږ غواړو چې په یوه رایه باندې د خپلې خوښې ولسمشر وټاكو، راتكونكی ولسمشر بايد نيك انسان وي او هېواد له دې روانو کړکېچنو حالاتو وباسي.))
تخار ولايت هم ولسمشريزو ټاكنو ته د کاندیدانو د سيالۍ مناسب ځای و او هر كانديد په دې په لټه كې و چې له دې ولايت نه د خپل ځان په ګټه رايه ولري. سهيلا جويا د تخار د ولايتي شورا غړې وايي، د سياسي قدرت له ليږد سره به په افغانستان كې يو لوی تغيير راشي او خلك د تغيير په تمه دي.
د بغلان ولايت د ولايتي شورا رئيس اسدالله شهباز چې په ټاکنیزو کمپاینونو کې ځان بې طرفه ګڼي، وايي چې ځينې خلك داسې فکر کوي چې دوی به د سیاسي قدرت د انتقال مخه ډب کړي:(( د هغوی دا هڅه ناکامه ده، ځکه ملت خپله پرېکړه کړې. هېڅوک د خلکو د پرېکړې مخه نه شي نیولای.))
د ملاتړ لاملونه
شمال ختیځ ولایتونه هم ولسمشريزو ټاكنو ته د کاندیدانو د سيالۍ مناسب ځای و او هر كانديد دلته په دې لټه كې و چې له دې ولاياتو نه د خپل ځان په ګټه رايه ولري. دواړو کاندیدانو په دې ولایتونو کې سيالي وکړه او په خپله ګټه یې خلکو ته د خپلو پلانونو په اړه شعارونه ورکول. دوی غوښتل چې د خلکو د رایو له لارې سياسي قدرت ترلاسه كړي.
مولوي غلام رباني رحماني چې په تخار ولايت كې د ډاكټر عبدالله عبدالله د كمپاين معاون و، وايي د دې لپاره يې له ډاكټرعبدالله عبدالله نه ملاتړ كړی و چې د دوی کاندید جهاد کړی: (( ما ځكه له ډاكتر عبدالله څخه خپل ملاتړ اعلان كړ چې هغه يو مجاهد او تل د خلكو په منځ كې پاتې شوی.))
مولوي عبدالقهار حكيمي چې په تخار ولايت كې د ولايتي شورا رئيس او د ډاكټر عبدالله عبدالله د كمپاين مشري کوله، وايي چې د نورو ولايتونو په پرتله په تخار ولايت كې د ټولو کاندیدانو په ګټه رايه استعمال شوې ده. حكيمي د سياسي قدرت ليږد ته په ښه سترګه ګوري او وايي:(( ډاكتر عبدالله به تل د مجاهدينو تداوي كوله او عملا هغه كړاوونه چې د افغانستان خلكو ليدلي ډاكتر عبدالله په كې شريك و.)) مولوي حكيمي زياتوي چې ځكه يې له ډاكټر عبدالله نه ملاتړ وكړ چې برنامې يې د خلكو په ګټه وې.
د بدخشان ولايت د ولايتي شورا رئيس مولوي عبدالواحد طيبي چې د ډاكټر عبدالله عبدالله د كمپاين غړی پاتې شوی، وايي ځكه يې له ډاكټر عبدالله عبدالله څخه خپل ملاتړ اعلان كړی و چې د عبدالله په كاروان كې يې يعني د تيرو لسيزو په جګړو يې پلرونه او كاكاګان له ډاكټر عبدالله عبدالله سره په سنګر کې و او شهيدان شوي دي: ((له ډاكټر عبدالله عبدالله څخه مو خپل ملاتړ اعلان كړ ځكه چې د ډاكتر عبدالله سره مې پلار، ماما، كاكا او نور خپلوان په سنګر كې شهيدان شوي، له همدې امله مې ورته كمپاين وکړ.))
وحيدالله چې د ډاكټر اشرف غني احمدزي په ټيم كې كار كاوه، وايي اوس ځوانان پوه شوي دي چې څه ډول كانديد ته باید خلك رايه وركړي. د نوموړي په خبره، ځوانانو ته د كانديدانو مفكورې په دريو مياشتو كې د هغوی د پروګرامونو له لارې معلومې شوې، ځکه نو ځوانانو د تنظيم او حزب په نامه رايه ورنکړه. وحيدالله زياتوي چې خلك د کاندیدانو برنامې تعقيبوي او د هر چا برنامه چې د هيواد په ګټه وي هغه ته رايه وركوي:((هغه ځانګړتياوې او هغه توانايي چې موږ يې دې ته مجبور كړو چې بايد له ډاكټر اشرف غني نه خپل ملاتړ اعلان كړو، دا وه چې ډاكټر اشرف غني وویل چې زه د افغانستان اردو جوړوم، د دې کار د ترسره کولو لپاره نوموړي خپلې طرحې بیان او شریکې کړې.))
په ولسي جرګه كې د بغلان ولايت د خلكو استازې شكريه عيسي خيل هوتك چې د ډاكټر اشرف غني د كمپاين غړې وه، وايي:((موږ په ډاكتر اشرف غني كې لیاقت او استعداد ليدلی او له هغه مو ملاتړ وکړ.)) نوموړې زیاتوي، د تېرو جګړو له کبله خلک له تنظیمونو او سیاسي ګوندونو څخه ستړي شوي دي، ځکه دوی د هېواد په تیرو جګړو کې همدغه تنظیمونه ښکېل بولي:(( اشرف غني ته موږ د دې لپاره كمپاين وکړ چې په هيڅ حزب او ګوند پورې نه و تړلی.))
د عوایدو سرچینه
مادیات او پیسې هغه څه وو چې په انتخاباتي کمپاينونو کې يې یو شمیر خلک د یو او بل په طرفدارۍ سره راټول کړل. که څه هم د انتخاباتو د ګټلو په صورت کې کاندیدانو یو شمیر خلکو ته په دولتي ادارو کې د منصب او چوکۍ ژمنې کړې، خو عام خلک هم په رایو باندې د پیسو اخستو فکر لري، عامو خلکو ته د رایو د خرڅلاو فکر د همدغو خلکو له خوا چې ځانونه قومي مشران او سپین ږیري معرفي کوي، ورکول کیږي.
سره له دې چې ځینې خلک د پخوانیو اړیکو له مخې مجبور دي چې د یو کاندید لپاره کمپاین وکړي، خو ځینې نور بیا یوازې هغو امکاناتو هڅولي چې د یو مشخص کاندید له خوا ورته ورکړل شوي دي. که څه هم هغو خلکو چې د یو کاندید لپاره کمپاین کړی او د دندو ژمنې ورسره شوي، په رسمي ډول له دې انکار کوي.
حاجي محمد امان اوتمانزی چې د كندز ولايت مخور سپين ږيری او د ډاكټر اشرف غني احمدزي د كمپاين غړی و، مادیاتو ته په اشارې سره وايي چې رایه پلورنکي به خپل وجدان ته ملامت وي:(( هر هغه چا چې د پيسو په مقابل كې رايه وركړې په اخر كې به خپل وجدان ته خجالت وي.)) هغه زیاتوي:(( هر هغه څوك چې د مادياتو په طرف لاړ، بايد دې ته فكر وكړي چې عاقبت به يې څنګه وي؟
په دې منځ کې یو شمېر داسې کسان هم شته چې په يوه سیمه کې ښه نفوذ لري، خو نه د پیسو او نه په راتلونکې حکومت کې د چوکۍ او یا منصب هيله لري او نه يې هم د کوم چا لپاره کمپاین کړی. عبدالقدير حسين خيل د كندز ولايت د ولايتي شورا رئيس وايي چې د ټاکنو پرمهال په وار وار ورته د مختلفو کاندیدانو له خوا وړانديزونه شوي چې په كمپاينونو كې ورسره كار وكړي. نوموړی وايي كه چېرته ده دا منلې وای چې كار به ورسره وكړي شايد ځينې وعدې هم ورسره شوې وای:(( زه بې طرفه يم، د هيچا په ګټه مې كار نه دی كړی، له دواړو خواوو نه ما ته پيشنهادونه شوي وو چې كمپاين ورته وكړم، ممكن كه زه ورسره ناست وای، شايد ما سره به يې ځينې وعدې هم کړې وای.))
د كندز د ولايتي شورا غړې اصيلا باركزۍ چې له خپل كمپاين سره سم یې اشرف غني ته كمپاين كړی، وايي چې د كانديد له خوا ورته هيڅ ډول امكانات نه دي وركړل شوي، بلكه يوازې او يوازې يې د هېواد د ابادۍ فكر ته كار كړی. د نوموړې په باور د خوښې وړ کاندید يې داسې برنامې او پلانونه درلودل چې افغانستان له روان کړکیچن حالته ویستلی شي. اصیلا زیاتوي، که څه هم یو شمېر خلک په دې خاطر په کمپاینونو اخته وو چې پیسې او یا هم په راتلونکې دولت کې موقف تر لاسه کړي، خو یو شمېر نورو کسانو بیا د خپلې خوښې کاندید ته په دې خاطر وړیا کمپاین کړی چې د هېواد لپاره ښه پلان او پروګرام لري:(( له كوم ټيم څخه چې ما ملاتړ كړی و، هېڅ نوع امكانات مې ور څخه نه دي ترلاسه كړي.))
اصیلا بارکزۍ وايي چې دا خپله هم ولایتي شورا ته کاندید وه، نو مجبوره وه چې د ځان لپاره هم کمپاین وکړي:(( كوم امكانات چې زما په خپل لاس كې وو، له خپل كمپاين سره يو ځای مې اشرف غني ته كمپاين كړی، ما هيڅ نوع امكانات د هيچا له خوا نه دي تر لاسه كړي.))
که څه هم په شمال ختیځو ولایتونو کې هغه چا چې د ولسمشرۍ کاندیدانو ته کمپاین کاوه، دا خبرې نه مني چې ګواګی دوی د قدرت، پیسو، چوکۍ، ژبې او نورو دې ته ورته مسایلو لپاره دې کار کړی وي، خو د شمال ختیځو ولایتونو عام اوسیدونکي بیا په دې اند دي، کومو کسانو چې په ولایتونو کې د ولسمشرۍ کاندیدانو ته کار کاوه حتما یې پیسو یا قدرت ته سترګې پټې کړې وې. د کندز ولایت یو اوسېدونکی وایي چې د دوی د کلیو مشرانو د پیسو په بدل کې کار کاوه او د ولسمشرۍ د کاندیدانو انتخاباتي سیالۍ ورته د عوایدو یوه سرچېنه وه. د شمال ختیځو ولایتونو اوسېدونکي تېر انتخابات له قومي، ژبني، سمتي او حزبي مسایلو څخه پاک نه بولي او په وینا يې دې خلکو له همدې لارې ځان سرمایه داره کړی دی.
د کندز ولایت یو تن اوسیدونکی وایي، زه خپله له داسې یوې خبرې سره مخامخ شوی یم چې یو څوک ما ته راغی او ويې ویل چې زه خو ستا قوم یم، تاسو باید هغه چا ته رایه ورکړئ چې زه یې درته په ګوته کوم:((د دې سړي دا خبره د دې باعث شوه چې شخصا زه په خپله په ټاکنو کې ګډون ونه کړم، ځکه ما دا فکر وکړ چې انتخابات قومي شوي دي.))
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


