ads

د پکتیا ځینې ماشومان درانه پېټي چلوي

د پکتيا ولایت ډېری ماشومان لا هم ښه ژوند نه لري، له ښاره لرې ماشومان که د جنګ په لوګيو کې را لوېږي، خو په ښار کې دننه بيا سلګونه ماشومان د کراچیو په چلولو، بوټ رنګولو، د موټر جوړولو په ورکشاپونو کې د مزدورۍ او نورو ګڼو بوختياوو پر مټ خپلو کورونو ته روزي […]

نویسنده: TKG
7 غویی 1394
د پکتیا ځینې ماشومان درانه پېټي چلوي

د پکتيا ولایت ډېری ماشومان لا هم ښه ژوند نه لري، له ښاره لرې ماشومان که د جنګ په لوګيو کې را لوېږي، خو په ښار کې دننه بيا سلګونه ماشومان د کراچیو په چلولو، بوټ رنګولو، د موټر جوړولو په ورکشاپونو کې د مزدورۍ او نورو ګڼو بوختياوو پر مټ خپلو کورونو ته روزي ګټي.

د پکتيا ولایت ډېری ماشومان لا هم ښه ژوند نه لري، له ښاره لرې ماشومان که د جنګ په لوګيو کې را لوېږي، خو په ښار کې دننه بيا سلګونه ماشومان د کراچیو په چلولو، بوټ رنګولو، د موټر جوړولو په ورکشاپونو کې د مزدورۍ او نورو ګڼو بوختياوو پر مټ خپلو کورونو ته روزي ګټي.

په دې ماشومانو کې يې ګڼ شمېر داسې دي چې د کورنۍ سرپرست نه لري، پلرونه يې جنګونو او د روزګار ناروغيو ترې اخستي او دوی يې په تش غولي پرې اېښي دي.

د ګردېز ښار په بې وزله ماشومانو کې يې يو شمېر د لارويانو پر وړاندې د سوال لاسونه هم اوږدوي و، خو ډېر نور يې بیا په درنو کارونو بوخت دي. هغوی چې درانه او سخت کارونه کوي، وايي ګڼ مجبوريتونه يې تر شا دي چې دغو کارونو ته یې مجبور کړي دي.

دوی وايي چې په همدغو درنو کارونو يې هم د کورنیو د اړتيا او ضرورتونو پېټي نه سپکېږي. حقمل د ګردېز ښار د مستريانو په مارکېټ کې له يوه موټر جوړونکي سره شاګردي کوي، هغه وايي:((تاسې مې وينئ چې زه دلته له وس پورته غټ کارونه کوم، له نوي حکومته مو غوښتنه ده چې بايد زموږ ژوند او راتلونکې ته متوجه شي.))

رحمت الله بيا  په ګردیز ښار کې کراچۍ چلوي، هغه چې ډېر ستړی ښکارېده، وویل:(( زه هره ورځ لسګونه درنې بوجۍ د ښار له يو سره بل ته وړم، ماښام دوه، درې سوه کلدارې( په ګردیز کې تر افغانیو په کلدارو راکړه ورکړه ډېره ده) کور ته وړم، خو په دې زموږ چاره نه کېږي.))

په درنو کارونو لګيا ماشومانو کې يې اکثريت له ليک او لوسته هم محروم دي. دوی د بسيا او هوسا ژوند او زده کړو په ارمان د روزګار تر درنو پېټو لاندې ساه اخلي لري. د ګردیز ښار اوسېدونکی احسان الله وايي:(( مجبور یم، یا به کار کوم او یا به درس وایم.))

د پکتيا د کار او ټولنيزو چارو رئیس عبدالصمد مصلح ته چې په دې برخه کې ګڼ مسووليتونه راجع دي، دلته د ماشومانو په اوږو بار بې وزلي او درانه پېټي تاييدوي او وايي چې کم شمېر هغو ته يې مناسبه بوختيا پيدا کړې ده. دی وايي، دوی فقط۲۰۰ بې وزله ماشومانو ته په روزنتون کې د دې زمينه برابره کړې چې له زده کړو بې برخې نه شي، خو نور ټول له ښوونځي، درس او تعلیم څخه محروم پاتې دي: ((موږ دلته په روزنتون کې د دوه سوه بې سرپرسته ماشومانو لپاره د زده کړې زمينه برابره کړې، ليليه مو ورکړې او د روزنې داسې چاپېريال مو ورته برابر کړی چې د مور او پلار تشه محسوس نه کړي.))

يوازې ښارونه نه دي چې ماشومان په کې د ترخه ژوند شپې او ورځې اړوي. له ښاره بهر په کلیوالو او لرې پرتو سیمو کې د اکثريت ماشومانو ژوند تر دې تريخ دی.

بې وزلي، جنګ، د پوهنې او روغتيا په ډګر کې ستونزې او ننګونې، ناوړه دودونه، د حکومت کمه پاملرنه او نورو ګڼو لاملونو دې ته لاره برابره کړې چې تنکي ماشومان له خپلو حقونو محروم پاتې شي.

که څه هم د ملي وحدت حکومت له جوړېدو څخه شاوخوا اووه میاشتې په تېرېدو دې، خو دغه حکومت د ماشومانو د حقونو د خوندیتوب لپاره لا څه نه دي کړي. د ملي وحدت حکومت په رامنځته کېدو د خلکو امیدونه خورا زیات وو چې په دې کې د تنکيو، بې سرپرستو او بې وزله ماشومانو ارمانونه هم د يادېدو دي، خو اوس د هیلو ډیوې تتې ښکاري.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت معلومات ښيي چې په افغانستان کې د تېرو درې لسیزو جګړو او اقتصادي ستونزو له کبله ۱،۹ ملیونه ماشومان چې عمرونه یې د ۶تر ۱۷ کلونو ترمنځ دي شاقه او غیرشاقه(سپک) کارونه ترسره کوي د سرچینې د معلوماتو له مخې د دغو ماشومانو له ډلې ۱،۲ ملیونه تنه یې  په کانونو، د خښتو په بټیو، کرنې او مالدارۍ په برخو کې درانه کارونه کوي. دا په داسې حال کې ده چې د ملي او نړیوالو قوانینو له مخې، هغه شاقه کارونه چې د ماشومانو فکري ودې او جسمي روغتیا ته زیان واړوي او له زده کړو یې بې برخې کړي، منع دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA