ads

پرخپلو امنیتي ځواکونو د افغان دولت متکي کېدل د هر افغان هیله

پرخپلو امنیتي ځواکونو د افغان دولت متکي کېدل د هر افغان هیله ده او ټول د دغسې یوې ورځې انتظار باسي، خو باید وویل شي چې دغې هیلې ته رسېدل په ارزانه بیه نه ترلاسه کېږي. پرخپلو امنیتي ځواکونو د افغان دولت متکي کېدل د هر افغان هیله ده او ټول د دغسې یوې ورځې […]

نویسنده: The Killid Group
6 غویی 1394

پرخپلو امنیتي ځواکونو د افغان دولت متکي کېدل د هر افغان هیله ده او ټول د دغسې یوې ورځې انتظار باسي، خو باید وویل شي چې دغې هیلې ته رسېدل په ارزانه بیه نه ترلاسه کېږي.

پرخپلو امنیتي ځواکونو د افغان دولت متکي کېدل د هر افغان هیله ده او ټول د دغسې یوې ورځې انتظار باسي، خو باید وویل شي چې دغې هیلې ته رسېدل په ارزانه بیه نه ترلاسه کېږي.

۱۳۹۴ لمریز کال چې یوه میاشت یې تېره شوې په دې هیله چې افغانستان په امنیتي لحاظ په خپلو پښو ودرېږي، پیل شوی، خو په دغه لنډه موده کې افغانانو لوړ قیمت پرې کړی دی. د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د خلکو یرغمل کېدل، د وسله والو بریدونو او چاودنو زیاتوالی، او د داعش په نوم د یوې نوې وسله والې ډلې رامنځته کېدل، هغه ګواښونه دي چې د افغانستان د امنیتي دیوالونو د استحکام مخه نیسي، هغه دیوالونه چې د ملي ځواکونو په وجود کې د نړیوالې ټولنې په ملاتړ درېدلې دي.

په داسې حال چې افغان امنیتي ځواکونه هره ورځ د امنیتي استقلالیت پور په خپلو وینو پرې کوي، خلک هم د دغسې ناوړه پېښو له رامنځته کېدو خورا ډېر خواشیني دي. داسې ښکاري هغه کسان چې غواړي د جګړې او وینې توییدلو له لارې خپلو اهدافو ته ورسېږي، له دغه کاره لاس نه باسي او ممکن ډېر نور شمېر هېوادوال هم د ماتم په ټغر کینوي، ځکه نه د بدخشان او ننګرهار د خونړیو پېښو د میندو اوښکې وینې او نه هم د هغو میندو او پلرونو چغې او نارې اوري چې بچیان یې یرغمل شوي دي.

مبصرین په دې باور دي چې سږکال د افغان امنیتي ځواکونو لپاره د ازمېښت سخت کال دی. ځکه افغان امنیتي ځواکونو په ډېر لنډ وخت کې ټول امنیتي مسوولیتونه پرغاړه اخستي او په مستقلانه توګه مبارزه کوي او د هېڅ بهرني ځواک ملاتړ له ځانه سره نه لري. نو بې له شکه چې دا ازمېښت به قرباني ولري او افغان ځواکونه به د مبارزې او مقابلې لپاره تر پخوا زیات فعاله شي.

دا هرڅه په داسې حال کې دي چې بل خوا د سولې په رابطه چې د جمهور رئیس اشرف غني او اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وعدو، خلک څه ناڅه پر وضعیت باوري او سولې ته هیله من کړي وو، اوس د نهیلۍ سیوری پرې غوړېدلی او ښايي د افغان  دولت هڅې په دې برخه کې ژر نتیجه ور نه کړي. دا خبره ځکه کوو چې همدا تېره اوونۍ په قطر دفتر كې د طالبانو يو وياند محمد نعيم وویل، تر څو چې امريكايي ځواكونو افغانستان په بشپړه توګه نه وي پرې ايښى، دوى به د سولې د خبرو لپاره هېڅ يو لوري ته حاضر نه شي. محمد نعيم دا څرګندونې عربي الشرق ورځپاڼې ته کړې دي. د نوموړي په خبره كه د دوى وسله وال د امريكايانو په حضور كې د سولې خبرو ته حاضر شي دا به په دې معنی وي چې طالبان تسليم شوي دي.

نوې دغو څرګندونو ته په پام د طالبانو وروستي بيانات او د جګړې شدت دا ښيي چې د سولې خبرې لا هم د اوښ په ښكر كې دي او تر سولې جګړې ته ترجیح ورکوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA