د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ماین چاودنې له كبله دولس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې. د ځايي رسنيو د راپور له مخې، یاده پېښه نن لس نیمې بجې را منځته شوې ده.
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ماین چاودنې له كبله دولس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د ځايي رسنيو د راپور له مخې، یاده پېښه نن لس نیمې بجې را منځته شوې ده.
د پاکستان جیو خصوصي تلویزیون د راپور له مخې چاودېدونکي توکي په یوه موټرسایکل کې ځای په ځای شوي وو.
یادې سرچینې د پولیسو له قوله ویلي، چې په چاودنه کې، چې د کوټې سبي سیمه کې را منځته شوې، دوه کسان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه د دې چاودنې مسؤلیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


