ads

نيپال كې د زلزلې له كبله د وژل شويو شمېر ۲ زرو تنو ته ورسېد

په نیپال کې د تیرې ورځې زورورې زلزلې له كبله د مرګ ژوبلې کچه زرګونو ته رسېدلې ده. د نیپال د کورنیو چارو وزارت له لوري په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي، چې د تېرې ورځې سختې زلزلې له كبله تر اوسه نیږدې دوه زره تنه مړه شوي او په نیپال کې د تیرې ورځې […]

نویسنده: TKG
6 غویی 1394
نيپال كې د زلزلې له كبله د وژل شويو شمېر ۲ زرو تنو ته ورسېد

په نیپال کې د تیرې ورځې زورورې زلزلې له كبله د مرګ ژوبلې کچه زرګونو ته رسېدلې ده. د نیپال د کورنیو چارو وزارت له لوري په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي، چې د تېرې ورځې سختې زلزلې له كبله تر اوسه نیږدې دوه زره تنه مړه شوي او

په نیپال کې د تیرې ورځې زورورې زلزلې له كبله د مرګ ژوبلې کچه زرګونو ته رسېدلې ده.

د نیپال د کورنیو چارو وزارت له لوري په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي، چې د تېرې ورځې سختې زلزلې له كبله تر اوسه نیږدې دوه زره تنه مړه شوي او شاوخوا پنځه زره نور ټپیان شوي دي.

دغې زلزلې په نیپال کې لوړپوړیزې ودانۍ نړولي، سړکونه او بریښنایي خدمتونه یې له ستونزو سره مخ کړي او د ایورست له څوکې د برفکوچونو ښوییدو له امله اتلس غرختونکو خپل ژوند له لاسه ور کړی او یو شمېر لا درکه دي.

نیپالي چارواكو په هيواد کې بېړنی حالت اعلان کړی او ویلي یی دي، چې په تېرو اتلس کلونو کې دا یوه زوروره زلزله وه.

پرون تر غرمې وړاندې د اوه اعشاریه نهو درجو زلزلې پر نيپال سربېره د هند، پاکستان او بنګله دېش یوشمېر سیمې هم لړزولې دي.

په هند کې هم د لسګونه کسانو د مرګ ژوبلې راپورونه ور کړل شوي دي.

نیپالي چارواکي وایي، ښایي د مرګ ژوبلې کچه تر دې هم پورته شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA