ads

د ځمکې پر سر درې کلنه لانجه په سولې تمامه شوه

ميرزالدين او ايوب خان د يوې قبيلې او يو کلي اوسېدونکي دي، خو د څه د پاسه يو جرېب ځمکې پر سر يې تر منځ اوږده اوږده واټنونه رامنځ ته شوي وو. دوی دواړه چې دغې درې کلنې لانجې ستړي کړي، دې نتیجې ته رسېدلي چې نور په خپلو منځو کې سوله وکړي او خپلو […]

نویسنده: TKG
6 غویی 1394
د ځمکې پر سر درې کلنه لانجه په سولې تمامه شوه

ميرزالدين او ايوب خان د يوې قبيلې او يو کلي اوسېدونکي دي، خو د څه د پاسه يو جرېب ځمکې پر سر يې تر منځ اوږده اوږده واټنونه رامنځ ته شوي وو. دوی دواړه چې دغې درې کلنې لانجې ستړي کړي، دې نتیجې ته رسېدلي چې نور په خپلو منځو کې سوله وکړي او خپلو اولادونو ته د دې پر ځای چې دښمني پرېږدي، دوستي او له مينې سره همغاړی ژوند ورکړي.

ميرزالدين او ايوب خان د يوې قبيلې او يو کلي اوسېدونکي دي، خو د څه د پاسه يو جرېب ځمکې پر سر يې تر منځ اوږده اوږده واټنونه رامنځ ته شوي وو. دوی دواړه چې دغې درې کلنې لانجې ستړي کړي، دې نتیجې ته رسېدلي چې نور په خپلو منځو کې سوله وکړي او خپلو اولادونو ته د دې پر ځای چې دښمني پرېږدي، دوستي او له مينې سره همغاړی ژوند ورکړي.

دوی اوس په دې باور دي چې نښتې او شخړې انساني ژوند تباه کوي او په کار ده چې نور په افغانستان کې د معمولي شيانو او کم ارزښته ملکيتونو پر سر شخړې ونه شي. د يادو دوو کسانو تر منځ چې کله لانجه نه وه؛ نو د دوستۍ او وروۍ فضا حاکمه وه، خو کله چې د دواړو لوريو تر منځ لانجه شوه؛ نو تر منځ يې د دوستۍ اړيکې خړې پړې شوې.

د سيمې اوسېدونکي وايي چې ايوب خان د مهاجرت په وخت کې شپې او ورځې تېرولې چې د ميرزالدين له لوري د دوی تر منځ لانجمنه ځمکه خرڅه شوې وه؛ نو کله چې ايوب خان خپلې سيمې ته راځي او د ځمکې اخستونکی د کور د جوړېدو په حال کې ويني؛ نو لانجه پيلېږي او د دواړو تر منځ اړيکې خرابېږي. دوی يو او بل ته د مرګ تر حده اخطارونه ورکړي، يو پر بل په حکومتي ادارو کې د حق اخستو عريضې کوي او همدارنګه دوی يو او بل ته د دښمنۍ ارادې خپلوي، خو د ځدراڼو د قومي مخورو له لوري دا لانجه په سوله ييز ډول پای ته رسېږي.

د لانجې ښکېل لوري د لانجې درې کلونه له ستونزو سره غاړه غړۍ يادوي او وايي چې د دعوې د ګټلو په خاطر به يې پيسې را قرضولې او بيا به يې عدليه او قضائیه ادارو کې اړوندو مامورينو ته ورکولې.

ايوب خان چې د دې لانجې يو لوری دی، وايي داسې وخت هم راغلی چې ده له خپلو تربورانو پيسې راقرض کړي او د ولسوالۍ مامورينو ته یې ورکړې دي.

د لانجې د ښکېلو لوريو په وينا چې دوی دا مسئله د دښمنۍ تر حده رسولې وه، اوس چې دا لانجه پای ته رسېدلې، دوی درې لانجمن کلونه او اوسنی وخت خورا بېل يادوي او وايي چې لانجې يې د ژوند ټول خواږه ترې اخستي وو.

دا لانجه د ځدراڼو د قومي اتحاد شورا له لوري اواره شوې ده چې دواړه لوري پرې خوښ برېښي او له نورو خلکو هم غواړي چې ورته نورې لانجې او شخړې په سوله ييز ډول اواري کړي. قومي مخورو د لانجې د حل لپاره له دواړو لوريو واک واخست او هغه ستونزې چې د دوی تر منځ موجودې وې په نښه او ختمې شوې.

جرګه مارو د لانجې ساحه ليدلې او له هغه وروسته يې د ځمکې د ملکيت په اړه کليوال پوښتلي او له هغه وروسته يې د لانجمنې ځمکې په اړه وروستۍ پرېکړه کړې. لانجه په دې توګه پای ته رسېدلې چې ميرزالدين بايد د ځمکې قيمت ايوب خان ته ورکړي، ځکه چې د ميرزالدين له لوري دا ځمکه په يو درېيم کس پلورل شوې ده او هغه مهال چې ايوب خان په خپله پلرنۍ مېنه نه و؛ نو د ميرزالدين له لوري دا ځمکه پلورل شوې وه، درې کاله وړاندې چې ايوب خان د خپلې ځمکې په خرڅېدو خبرېږي؛ نو لانجه هم ورسره پيلېږي.

د جرګې وروستۍ پرېکړه دا ده چې ميرزالدين ايوب خان ته اته سوه اويا زره ۸۷۰۰۰۰ کلدارې ورکوي او نور به سوله ييز ژوند کوي، دوی دواړه د جرګې پرېکړې ته غاړه ږدي. ميرزالدين د يوې کورنۍ مشر او د لانجې يو لوری دی چې د لانجې پر اواري خوشحاله دی، دی وايي:(( د لانجمنې ځمکې پر سر موږ درې کاله لانجه وکړه، يو له بل سره دښمنۍ ته نږدې شوي وو، حکومت او نورو بنسټونو زموږ لانجه اواره نه کړه، يوازې د ځدراڼو د قومي شورا له لوري زموږ تر منځ عادلانه پرېکړه وشوه چې دواړه لوري پرې خوښ يو.))

ايوب خان هم د دې اوږدمهاله لانجې اواري ته خوښ دی او وايي چې د قومي جوړښتونو پر اساس قبيلوي شخړې او لانجې په اسانۍ اوارېدای شي. نوموړی وايي، د شخړې د اواري لپاره د ځدراڼو د قومي اتحاد شورا د وس تر بريده منډې ترړې کړې دي چې دوی ترې خوښ دي. دی وايي:((موږ دوه، درې کاله منډې ترړې وکړې، خو هېڅ نتيجې ته ونه رسېدو، اوس چې دې قومي جرګې ته راغلو، زموږ تر منځ يې عادلانه پرېکړه وکړه، موږ ډېر ورته خوشحاله يو.))


ناغه

ناغه د پښتني جرګو او مرکو پخوانی اصل دی چې اوس هم په اکثره لانجمنو مسئلو کې د جرګه مارو له لوري په ښکېلو لورو اېښودل کېږي او له ښکېلو لوريو څخه د همدې ناغې په اساس واک اخستل کېږي. ناغه هغو پيسو يا ارزښت ته ويل کېږي چې د جرګې له لورې د پرېکړې پر مهال ښکېل لوري دې ته تابع کوي چې پرېکړه بايد ومني. هر چا که د جرګې له لوري شوې پرېکړه ونه منله؛ نو مجبور دی چې د ناغې پيسې جرګې ته وسپاري.

د ځدراڼو د قومي شورا له لوري هم د ميرزالدين او ايوب خان پر کورنيو لس لکه کلدارې ناغه اېښودل شوې وه. که چېرته دا پرېکړه کوم لوري منلې نه وای؛ نو هغه لوری مجبور و چې جرګې ته يې لس لکه کلدارې ورکړې وای چې بديل يې ۵۶۴۰۰۰ افغانۍ کېږي.

جرګې د خپلې پرېکړې د تطبيق په خاطر له دواړو لوريو ضمانت ليک هم اخستی دی. په دې ليک کې ليکل شوي دي چې دواړو لوريو د ايوب خان او ميرزالدين کورنيو د ځدراڼو د قوم د اتحاد شورا ته واک سپارلی، هره پرېکړه يې چې وکړه، دواړه لوري بايد هغه ومني او که چېرته کوم لوري سرغړاوی وکړ؛ نو هغه مجبور دی چې لس لکه کلدارې جرګه مارو ته د ناغې په ډول ورکړي.

د لانجې پايلې

د قبيلوي شخړو تر شا خامخا بدې پايلې پاتې کېږي چې بيا تر ډېره ښکېل لوري پرې پښېمانه وي. د سيمې د مخورو په وينا د نادرشاه کوټ په ولسوالۍ کې يو جرېب ځمکه نږدې ۸ سوه زره کلدارې ارزښت لري چې نږدې ۴۵۱زره افغانۍ کېږي. د ميرزالدين او ايوب خان تر منځ د لانجمنې ځمکې ارزښت هم له ۹ سوه زره کلدارې نه اوړي، خو دوی وايي چې د ځمکې له اصلي قيمته يې په دعوه ګټلو زيات لګښت کړی دی. دوی وايي حکومتي چارواکو ترې هر وخت په يو او بل نوم پيسې اخستې دي او دوی يې تېر ایستي دي. ايوب خان وايي، د درې کلنې لانجې پر مهال له هر کار و باره پاتې و. ميرزالدين هم ورته خبره کوي او وايي چې د لانجې پر مهال ترې زيات لګښتونه شوي او که په سوله ييز ډول پای ته نه وای رسېدلې؛ نو شونې وه چې د دواړو کورنيو تر منځ اوږدمهاله دښمني او بدي رامنځ ته شوې وای. نوموړی وايي څو ځله وسله والې شخړې ته تيار شوي دي. ميرزالدين وايي که د ځمکې پر سر کوچنۍ پېښه هم رامنځ ته شوې وای، لوی تاوان به يې کړی و. دی زياتوي:((که يو ځل زموږ تر منځ خدای مه کړه جنګ شوی وای، دې جنګ بيا تر ډېره دوام کاوه، په اسانۍ نه خلاصېده، يو له بله به مو انتقام اخست او دښمني به مو دوامداره شوې وه، خو له نيکه مرغه چې پای يې سوله ييز شو او خپلو اولادونو ته مو هيڅ بدي پرې نه ښوده.))

ميرزالدين وايي په جنوب ختيځ زون کې ډېرې داسې پېښې رامنځته شوې دي چې د کم ارزښته ملکيتونو پر سر ولسي خلکو يو له بل سره نښتې کړې او له کبله يې يو او بل لوري ته ګڼې مرګ ژوبلې اوښتې دي. دی د همداسې پېښو يادونه کوي:((موږ په خپله سيمه کې د ډېرو داسې لانجو شاهدان پاتې شوي يو چې د کمې ځمکې پر سر دوو قبيلو يو له بل سره دښمنۍ کړې دي او يو بل يې وژلي دي، اوس هم داسې ډېرې لانجې شته چې پای ورته نه اېښودل کېږي.))

مدني فعال، ليکوال او ژورناليست بسم الله ارمان وايي، دلته په جنوب ختيځ زون کې ګڼې ستونزې او لانجې تر وسله والو شخړو رسېدلې دي. نوموړی د قبيلوي دښمنيو د بدو پايلو او اوږدېدو تر ټولو ستر علت په کليوالي سيمو کې د وسلو شتون په ګوته کوي. ارمان زياتوي:(( د ځمکې پر سر به دوه قبيلي يو له بل سره لانجه کوي، خو کله يې چې تر منځ شخړه وشوه، هر لوری کوښښ کوي چې له وسلو کار واخلي.)) دی وايي، پخوا که په يو کور او يا کلي کې يو ټوپک و، خو اوس له هر سړي سره يو څه شته چې له بل سره دښمني پرې وپالي.

د خوست ولايتي چارواکي هم په کليوالي او قبيلوي شخړو کې د وسله والو شخړو پخلی کوي او وايي چې دوی يې د مخنيوي په خاطر ممکنه هڅې کړې دي. دوی وايي چې تر اوسه يې د خوست ولايت په بېلابېلو شخړو کې له قومي وسله والو ۱۷۰۰ ميله مختلف ډوله وسله راټوله کړې چې د دې وسلو په راټولېدو سره تر يو حده د قبيلوي او کليوالي جنګونو مخنيوی هم شوی دی.

د ځدراڼو قوم د اتحاد شورا

يوازې د ميرزالدين او ايوب خان تر منځ د ځمکې پر سر لانجه نه ده چې د ځدراڼو قوم د اتحاد شورا له لوري اواره شوې ده، بلکې دلته لسګونه ورته نورې لانجې د يادې شورا مخورو اوارې کړې دي چې په اکثرو يې ښکېل لوري، ځايي حکومتي اداره او پرېکړه کوونکي راضي دي. موسی جان ځدراڼ چې د دې شورا منشي دی، وايي، له ۶۵ زياتې لانجې يې په سوله ييز ډول اوارې کړې دي. دی وايي:((۶۵ او يا ۶۶ لانجې موږ په بشپړ ډول اوارې کړې دي او په ۲۰/۲۵ نورو کار کوو.))

سلطان محمد ببرکزی هم د ځدراڼو قوم د اتحاد شورا غړی دی چې د دې شورا د رامنځ ته کېدو له لويو هدفونو څخه د قبيلوي شخړو اواری تر نورو مهم يادوي او وايي چې په قبيله کې يې ګڼې ناحله لانجې وې او دې لانجو ته د پاي ټکي اېښودو په خاطر يې همدا شورا جوړه کړه چې د کم وخت په تېرېدو يې ګڼې لانجې اوارې کړې دي او د نورو په اواري کار کوي. ببرکزی وايي:(( لانجو ته زموږ مشران متوجه شول او بالاخره مو دا اتحاد اعلان کړ، هغه لانجې چې حکومت يې له اواري عاجز و؛ نو زموږ شورا وتوانېده چې هغه لانجې په سوله ييز ډول اوارې کړي.))


پر منازعو د قومي جوړښتونو اغېزې

د هېواد جنوب ختيځو ولايتونو پکتيا، پکتيکا، خوست او لوګر کې له اوږدې زمانې را په دې خوا قومي جوړښتونه ښه نوم لري. که څه هم په وروستيو ملي ناورينونو کې دا جوړښتونه تر يو بريده زيانمن شول، خو بيا هم تر يو حده خپل ارزښت لري.

د قومي مخورو له لوري د کليوالي شخړو او لانجو اواري ته لا هم اکثريت افغانان او په ځانګړي ډول د جنوب ختيځ زون اوسېدونکي خوشبينه دي. د هيواد په دې زون کې د قومي پرېکړو د اغېز ګڼ علتونه شته چې په دې کې يې د سيمې اوسېدونکي پخوانی شاليد، د ځايي حکومتي ادارو کمزوري او فساد، د خلکو او حکومت تر منځ واټن، له قانونه د ولسي خلکو ناخبري او نور په ګوته کوي. رسول محمد تڼی چې په خوست کې د قومونو د اړيکو دفتر مرستيال دی، وايي د قومي مشرانو له لوري شوې پرېکړې تر ډېره بې طرفه وي.  د ده په خبره دلته اکثريت لانجې د حکومتي ملکيتونو غرونو، څړځايونو، دښتو او نورو پر سر رامنځته کېږي چې په دې ډول لانجو کې د قومي مخورو رول يوازې د شخړو او نښتو مخنيوی وي. دی وايي چې قومي مخور هيڅ لوري ته د ځمکې د ملکيت سند نه ورکوي، خو لانجه له نښتې او بديو وباسي. تڼی وايي، د دوی له لوري هم ګڼې لانجې اوارې شوې دي او تر څنګ يې يو شمېر نورې شوراګانې هم په خوست کې فعالې دي چې هغوی هم د قبيلوي شخړو په اواري کې رغنده رول لري.

بسم الله ارمان وايي د لانجو په اواري کې د قومي مخورو رول پام وړ دی. دی وايي چې پخوا په جنوب ختيځ زون کې نږدې ټولې قبيلې په همدې ټولنيزه ناخواله ککړ وو، خو اوس يې چې په کچه کې کموالی راغلی، يو علت یې د قومي مخورو پرېکړې دي. دی د خلکو د عامه پوهاوي د کچې لوړېدو خبره هم کوي او وايي چې د تېر په څېر د لانجو په کموالي کې يو څه توپیر راغلی دی. ارمان زياتوي:((داسې قبيله نشته چې لانجه ونه لري، خو د تېر په پرتله کموالی په کې راغلی دی، اوس خلک هسې نه دي لکه څرنګه چې پخوا وو، موږ ګورو چې خلک اوس تر يو بريده پوه شوي دي.))

د شخړو ډولونه

مدني فعال مالي خان يعقوبي وايي چې دلته اکثريت شخړې د ملکيتونو پر سر شوي. دی وايي چې ډېر کله د قبيلو تر منځ شخړې د ځنګلونو، څړ ځايونو، دښتو او نورو ملکيتونو پر اساس رامنځ ته کېږي. يعقوبي وايي، دې شخړو د سهيل ختيځ زون اوسېدونکو ته په لويه کچه اقتصادي او ځاني زيانونه اړولي دي. نوموړی وايي:(( په خوست کې له پېړيو راهسې قبيلوي شخړې کېږي، موږ ته چې معلومې دي، يوازې پنځوس لويې لانجې دلته موجودې دي، همدارنګه کوچنۍ ستونزې خو خورا زياتې دي چې يا د دوو او يا درې کورنيو تر منځ پرې لانجه وي او يا د کليو تر منځ پرې لانجه وي خو نږدې ۵۰ قضیې لویې دي.))

د خوست د ولايتي شورا وکيل عبدالولي واحدزی وايي چې په خوست کې لانجمن ملکيتونه تر ډېره د حکومت اړوندېږي او په وينا يې په دې وروستيو کې افغان ځايي حکومتي ادارې په دې برخه کې چټک ګامونه پورته کړي چې له يوې خوا يې يو څه د لانجو په کچه کې کموالی راوستی او له بلې خوا يې تر ډېره حکومتي ځمکې د غصبېدو له خطره خوندي کړې دي.

واحدزی وايي:(( داسې کمې ځمکې دي چې لانجمنې وي او له ولسي خلکو سره يې اسناد وي، خو نورې ټولې يې بې اسنادو دي او دا بې اسنادو ځمکې د قانون پر اساس د حکومت اړوندېږي چې په دې کې غرونه، ځړځايونه، دښتې او ځنګلونه شاملېږي.))


شخړې او پيغامونه

د خوست ولايت اوسېدونکي وايي چې قومي شخړو ګڼې کورنۍ له خپلو مېنو کوچولي، ګڼ شمېر ماشومان بې سرپرسته شوې، ګڼ شمېر ناوې کونډې شوې، مېندې بورې شوې او اقتصادي زيانونه، خو هسې له لانجو زېږي. دوی له ټولو هېوادوالو غواړي چې د سوله ييز او اسوده ژوند لاره له قناعت او زغم سره نښتې ده. د سيمې د اوسېدونکو په وينا که لانجو کې ښکېل خلک په يو ټغر سره راغونډ شي او د جرګو له لارې خپلې ستونزې اوارې کړي، هېڅ وخت به يې تاوان نه وي کړی. زاهد افغان د خوست ولايت مرکز کې اوسي او وايي:(( په دې ولايت کې لانجې خورا زياتې دي؛ نو زموږ له ولسي خلکو غوښتنه دا ده چې دوی دې يو بل ته سنګرونه نه نيسي، د سولې او امن په ټغر دې سره راغونډ شي او يو له بل سره دې دوستانه اړيکې جوړې کړي، داسې ډېرې لانجې شته چې قومي مخورو په سوله ييز ډول اوارې کړې دي؛ نو پاتې لانجې دې هم د جرګو او مرکو له لارې اوارې کړي.))

یادونه: دا دی کلید په یوه بل نوښت لاس پورې کړی. کلید اوس هغه پېښې څېړي او راپورونه پرې جوړوي چې ښيي سوله او عدم تشدد په هېواد کې ممکن دی. په سلګونه قضیو کې دا واقعیت لیدل کېږي. د سولې او عدم تشدد دا راپورونه پر کلید او مرسل اوونیزو سربېره د کلید ګروپ د ټولو راډیوګانو له لارې په غږیزه بڼه خپرېږي. کوم راپور مو چې ولوست د دغې لړۍ شپږم راپور دی چې خپور شوی.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA