ads

خيبر ايجنسۍ كې ۴ وسله وال وژل شوي

د پاکستاني جنګي جټ الوتکو د بمبار له كبله په خیبر ایجنسۍ کې څلور وسله وال وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان شوي دي. پاکستاني رسنیو د پوځي چارواکو له قوله ویلي، چې د خیبر ایجنسۍ د تيراه پر بېلابېلو سیمو نن سهار جنګي جټ الوتکو بمبار کړی، چې له كبله یی څلور د پاکستاني […]

نویسنده: TKG
5 غویی 1394

د پاکستاني جنګي جټ الوتکو د بمبار له كبله په خیبر ایجنسۍ کې څلور وسله وال وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان شوي دي. پاکستاني رسنیو د پوځي چارواکو له قوله ویلي، چې د خیبر ایجنسۍ د تيراه پر بېلابېلو سیمو نن سهار جنګي جټ الوتکو بمبار کړی، چې له كبله یی څلور

د پاکستاني جنګي جټ الوتکو د بمبار له كبله په خیبر ایجنسۍ کې څلور وسله وال وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان شوي دي.

پاکستاني رسنیو د پوځي چارواکو له قوله ویلي، چې د خیبر ایجنسۍ د تيراه پر بېلابېلو سیمو نن سهار جنګي جټ الوتکو بمبار کړی، چې له كبله یی څلور وسله وال وژل شوي، یوشمېر ټپیان دي او د وسله والو څلور پټنځایونه هم له منځه وړل شوي دي.

د خیبر ایجنسۍ تیراه سیمه کې د منګل باغ په مشرۍ د لشکر اسلام وسله واله ډله فعاله ده، چې ډېر کله د حکومتي ځواکونو سره په نښتو کې ښکیل کیږي.

تر اوسه د دې تازه مرګ ژوبلې په اړه وسله والو څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA