د پاکستان پوځي چارواكو په شمالي وزيرستان کې د تازه هوايي بريدونو پر مهال په دغه سيمه کې مېشتو وسله والو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده. د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې (ISPR)پرون په يوه خبرپاڼه كې ويلي، چې د دغه هېواد هوايي ځواک د شمالي وزيرستان په دته خېلو کې د مېشتو وسله والو پر مرکزونو هدفي هوايي بريدونه کړي، چې په پايله کې يې لږ تر لږه ٢٢ وسله وال وژل شوي دي.
د پاکستان پوځي چارواكو په شمالي وزيرستان کې د تازه هوايي بريدونو پر مهال په دغه سيمه کې مېشتو وسله والو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.
د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې (ISPR)پرون په يوه خبرپاڼه كې ويلي، چې د دغه هېواد هوايي ځواک د شمالي وزيرستان په دته خېلو کې د مېشتو وسله والو پر مرکزونو هدفي هوايي بريدونه کړي، چې په پايله کې يې لږ تر لږه ٢٢ وسله وال وژل شوي دي.
سرچينه زياتوي، چې په دغو بريدونو کې يې د وسله والو ګڼ مرکزونه له منځه وړي او په وينا يې، په وژل شويو کې ډېرى يې بهرنيان دي.
پاکستاني ځواکونو د تېر ميلادي کال له جون مياشتې راهيسې په شمالي وزيرستان کې د مېشتو وسله والو په ضد پراخ پوځي عمليات پيل کړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


